محب: د طالبانو وروستۍ بریاوې د جګړې په زور نه وې

د عکس سرچینه، NSC
- Author, سید عبدالله نظامي
- دنده, بي بي سي
د افغانستان ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وايي، د طالبانو وروستۍ بریاوې د جکړې په زور نه وې، بلکې ځینې سیاسي کړیو په خپلو تبلیغاتو ور سره مرسته وکړه چې د افغان ځواکونو مورال کمزوری کړي.
ښاغلی محب دا مهال بریتانیا کې دی او د دغه هېواد له پوځي او امنیتي چارواکو سره د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره خبرې لري.
نوموړي له بي بي سي سره مرکه کې وویل، د افغان ځواکونو په منځ کې داسې ډنډورې خپرې وې چې یوه سیاسي معامله کېږي.
حمدالله محب د چا نوم وانه خیست خو زیاته یې کړه، ځینې خلکو د خپلو سیاسي او شخصي ګټو لپاره دې حالت ته لار جوړه کړه.
د هغه په خبره: "طالبانو به دا کار په شعوري ډول کاوه، خو ځینې نورو په ناشعوري ډول د خپلو سیاسي اهدافو ترلاسولو لپاره دا زمینه برابره کړه چې د ډېرو عسکرو سره سوال و، څه کېږي او معامله شوې ده. "
تېره مۍ کې د پاتې بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر پسې طالبانو مختلفو ولایتونو کې پر افغان ځواکونو بریدونه پیل کړل او هم یې ډېرې ولسوالۍ ترلاسه کړې.
د امریکا د پوځ لوی درستیز مارک میلي هم د چارشنبې په ورځ وویل، طالبان د شاوخوا دوه سوه ولسوالیو مرکزونه په واک کې لري.

د عکس سرچینه، Reuters
طالبانو د ولسوالیو مرکزونو نیولو سره بیا بیا ویلي، افغان ځواکونه ورته تسلیم شوي یا یې سیمې له جګړې پرته پرېښودلې دي.
د حمدالله محب په خبره، د بهرنیو ځواکونو وتل د داسې پلان له مخې نه و چې افغان حکومت چمتو وي.
نوموړی د دومره ډېرو ولسوالیو یو مهال بایللو لامل دا هم بولي چې د لوجستیک اکمالاتو تکیا تر ډېره پر بهرنیو ځواکونو وه، په تېره د هوايي اکمالاتو اړخ، خو د بهرنیو ځواکونو وتلو سره افغان ځواکونه له ننګونو سره مخ شول.
"افغان ځواکونه له ډېر وخت کلابند وو، اوسني وضعیت کې دوی ته رسېدل ناشوني وو، د فشار له امله یې پوستې پرېښودې. "
هغه وايي، حکومت اوس پر داسې پلان کار کوي چې څنګه له خپلو او لږو امکاناتو په کارولو سیمې وساتي.
د امریکا لوی درستیز څه وایي؟

د عکس سرچینه، MOD
د امریکا د پوځ لوی درستیز مارک میلي هم په یوه خبرې غونډه کې د طالبانو له خوا د ولسوالیو نیولو ته په اشاره وویل، له افغان ځواکونو سره د امریکا مرسته دوام لري او دا ځواکونه د طالبانو د بریدونو د مخنیولپاره د بیا منظم کېدو په حال کې دي.
د هغه په خبره، د همدې هدف لپاره افغان ځواکونو د ولسوالیو مرکزونه له لاسه ورکړي چې ګڼ میشته سیمې وساتي او هغه د ولایتونو مرکزونه دي.
د مارک میلي په خبره: "ښکاري داسې چې د جګړې په ډګر کې طالبانو یو ډول ستراتیژیک ځواک تر لاسه کړی، خو د امریکا دفاع وزارت وضعیت له نږدې څاري، د افغان ځواکونو ملاتړ کوي او له اړتیا سره سم ترتیبات نیسي. "
هغه ټېنګار وکړ چې د ده په ټکو افغان ځواکونه له خپل هېواد د دفاع وړتیا لري، خو د خبرداري په بڼه یې وویل، دې ته باید پام وشي چې امریکا د افغان حکومت او افغان ځواکونو ملاتړ ته ژمنه ده.












