له افغانستان د نړیوالو ځواکونو وتل؛ د ۱۹۸۹ کال خاطرې بیا تازه کېږي

کابل، سفارتونه

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, لیز دوسېټ
    • دنده, د بي بي سي نړیوالو چارو خبریاله

کابل کې سخته یخني وه او سړه جګړه ښه توده وه چې ما ته وروستی خبرداری پر یوه پاڼه راکړل شو. د بریتانیا شارژدافیر(سلایار) لارښوونه راته کړې وه ''په داسې حال کې چې لا هم عادي الوتنې شته زه باید تاسو ته لارښوونه وکړم چې له ځنډ پرته له افغانستان ووځئ. ''

یوولس ورځې وروسته د ۱۹۸۹ کال د جنورۍ میاشتې په ۳۱ نېټه په رسمي توګه په یو لړ عادي مراسمو کې- چې سیاسي مانا یې لرله- د امریکا شارژدافیر په سفارت کې د امریکا بیرغ ښکته کړ.

دا هغه مهال و چې د پخواني شوروي اتحاد وروستي پوځیان څو اونیو کې له افغانستانه وتل او په دې توګه یې خپلې ناوړه جګړې ته چې یوه لسیزه یې دوام وکړ د پای ټکی کېښود.

په دغه وخت کې په ډله ییزه توګه له افغانستان د بهرنیو سفارتونو د کارکوونکو وتل- د هغه مهال پر افغان حکومت چې مسکو یې ملاتړ کاوه- د غوسې په مانا وو.

بریتانیا هم د خپل سفارت د ودانۍ- چې یو مهال په اسیا کې تر ټولو ښه ګڼل کېده- دروازې وتړلې.

په افغانستان کې د بریتانیا پخوانی سفیر ستیفن ایوانس- چې په ۱۹۸۹ کال کې د بریتانیا په بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان د څانګې مسؤل و- هغه وخت یادوي او وايي:

''که څه هم زموږ د سفارت کارکوونکي کابل کې پاتې کېدل او د خپلو دندو دوام ته لېوال وو، خو بریتانوي وزیرانو فکر کاوه چې د سفارت د تړلو او کارکوونکو له ایستلو پرته بل غوراوی نه لري. ''

لندن او واشنګټن دواړو ژمنه وکړه چې ژر به بېرته کابل ته ستانه شي، خو سفارتونه یې تر هغه تړلي پاتې شول چې د امریکا په مشرۍ په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان یرغل وشو او د طالبانو رژیم نسکور شو.

اوس چې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره، د ناټو نژدې ۲۰ غړو هېوادونو په افغانستان کې خپل سفارتونه تړلي او له سفیرانو سره یو ځل بیا دا پوښتنه شته چې افغانستان کې پاتې شي او که لاړ شي؟

کابل، سفارتونه

د عکس سرچینه، .

ښاغلی ایوانس ټینګار کوي او وايي: ''که ډېر امنیتي دلایل نه وي موږ نه غواړو چې د خپل سفارت له تړلو سره د تېر په څېر پیغام واستوو. ''

همدې احساس نه یوازې په هغو سفارتونو کې، چې د امنیت لپاره یې د چاودنې ضد لوړ دېوالونه جوړ شوي او ازغن سیمونه پرې تېر شوي، بلکې نورو ورته ځایونو کې هم انګازې کړې دي.

په ورته وخت کې له مهالوېش مخکې په چټکۍ د امریکا په مشرۍ د بهرنیانو وتلو، په چټکۍ سره د طالبانو لاس ته د ولسوالیو لوېدلو او د کوويډ-۱۹ ساري ناروغۍ وېرې تر ډېره یو ناڅرګند حالت رامنځته کړی دی.

له افغانستان د وتلو پلانونه په دوامداره توګه تازه کېږي، د کوويډ-۱۹ او امنیتي خطرونو له امله د کارکوونکو شمېر په تدریجي ډول کمېږي.

ځینو خپل بکسونه تړلي او دې ته ګوري چې ښايي وضعیت ښه شي او یا هم لا خراب شي.

یوه اروپايي دیپلومات په خواشینۍ سره وویل ''ټول هېوادونه همدا اوس د امنیت په اړه فکر کوي، له تېرو څو میاشتو راهیسې موږ د امنیت پر موضوع سلا مشورې کولې ځکه چې موږ دلته بلد شوي یو او غواړو پاتې شو. ''

دا په داسې حال کې ده، چې وروستي بیلجیمي دیپلومات په همدې اونۍ کې خدای په اماني وکړه او استرالیا خو لا په مۍ میاشت کې خپل سفارت تړلی و.

د فرانسې سفارت هم تقریباً تړل شوی او بریتانیا هم لکه د ځینو نورو هېوادونو په شان په دوامداره توګه حالاتو ته ګوري.

کابل، بهرني سفارتونه

د عکس سرچینه، Getty Images

هغه افغانان چې د سفارتونو له کارکوونکو سره په وتلو کې مرسته کوي لا ډېر سربداله دي، هغه افغان ژباړونکي چې له بهرنیو ځواکونو سره یې کار کاوه او ګن نور زیانمنونکي افغانان چې په کابل ښار کې پاتې دي له یوې خوا په دوامداره توګه د برېښنا له نشتوالي او خرابېدونکي حالت سره مخامخ دي له بله پلوه د سفارتونو هر ګام ته په دې نظر ګوري چې څه پېښېدونکي دي؟

د سوداګرۍ وزارت پخوانی مرستیال او اوس کابل کې د یوې مخابراتي شبکې کمپنۍ مشر مقدس یورش وايي: ''که یو هېواد ته په بیا بیا ویل کېږي چې له ناکام برخلیک سره مخامخ دی، نو په دغسې حالت کې جنګ ځپلو افغانانو لپاره د کوم بدیل هیله څه ده؟

که څه هم استرالیا ویلي، خپل سفارت په موقتي ډول تړي خو په مۍ میاشت کې د سفارت د تړل کېدو له امله افغانان خپه وو.

دا ځل د بریتانیا سفارت له خوا د لیک پر ځای په یوه ټویټ سره په افغانستان کې له ټولو بریتانوي وګړونو وغوښتل شول چې ''څومره ژر چې شونې وي '' له افغانستان ووځي.

ښاغلی یورش په خواشینۍ وايي: ''له بده مرغه نړیوال له افغانستانه له خپلو وتلو سره داسې اټکلوي چې زموږ لپاره به حالات ډېر خراب شي او کورنۍ جګړه به وشي. ''

افغانان د جګړې د سختېدو په اړه هم اندېښمن دي. اوس یو ځل بیا بریتانیا د ګڼو نورو هېوادونو په څېر امریکایانو ته ګوري.

امریکا وايي پلان لري چې خپل سلګونه پوځیان په کابل کې د امریکا د سفارت او ګڼو نورو ځایونو د امنیت ساتلو په موخه افغانستان کې پرېږدي. دا ګام له خطر سره تړلی دی.

په همدې اونۍ کې د طالبانو ویاند له بي بي سي سره په خبرو کې یو ځل بیا تکرار کړه چې د بهرنیو پوځیانو پاتې کېدلو ته به د ''نیواکګرو ځواکونو '' په سترګه وکتل شي.

طالبان ټینګار کوي چې په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو پاتېدل د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې خلاف دي.

د سولې هغه هوکړه چې له مخې یې له افغانستان د نړیوالو ځواکونو وتلو ته لار هواره شوې.

کله چې ما د طالبانو له ویاند سهیل شاهین د دې موضوع په اړه پوښتنه وکړه نو هغه وویل: ''له امریکا سره د مذاکراتو پرمهال پر دې ټولو مسلو خبرې وشوې او په پای کې امریکا د ټولو ځواکونو، سلاکارانو، روزونکو او نورو د اېستلو خبره ومنله. ''

سفارتونه، کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

طالبان غواړي چې خپل رواتوب یا مشروعیت په نړیواله کچه ډېر کړي ځکه نو پر سفارتونو هم څار کوي.

تېره میاشت کله چې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې نوي استازي ټامس نیکلاسن په دوحه کې له طالبانو سره د امنیتي اندېښنو موضوع راپورته کړه نو طالبانو په څو ساعتونو کې یوه اعلامیه خپره کړه، چې سفارتونه او مرستنیدویه ادارې به خوندي وي.

خو له دې سره هر څوک قانع نه شو او یوه لوېدیځوال ديپلومات وویل ''دا په دوحه کې د پالش شویو دیپلوماتانو خبره ده چې په جګړه کې ښکېل ټول طالب قومندانان به ورته درناوی وکړي. ''

طالبان غواړي چې نړیوال سفیران په کابل کې پاتې شي خو نه غواړي خپلو دندو ته دوام ورکړي چې هغه د افغان حکومت ملاتړ دی.

ځیني بهرني سفارتونه اوس له ښاره بهر د زرغونې سیمې په هغو ودانیو کې دي چې تینګ امنیت یې نیول شوی دی. اوس پلان دا دی چې د دې ودانیو په دروازو کې نورې دروازې هم جوړې شي.

ناروې منلې چې تر راتلونکي پسرلي به هغه روغتون کې فعالیت ته دوام ورکوي چې ديپلوماتان او د خيریه ادارو کارکوونکي به ورتلل.

هیله دا ده چې تر هغه وخت به یو ملکي روغتون جوړ شي.

د افغانانو په ګډون ټولو ته ډېر مهم نړیوال هوايي ډګر دی چې په ناوړه حالاتو کې ورته د تېښتې د یوې لارې په سترګه کتل کېږي.

اوس د ناټو تر چتر لاندې کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر امنیت ترکي او امریکايي ځواکونه ساتي.

هیله دا ده چې ترکیه به له افغان حکومت سره د یوې دوه اړخیزې هوکړې له مخې دې چارې ته دوام ورکړي.

د طالبانو له خبرداري سره سره د ناټو چارواکو ډاډ ښودلی چې په دې برخه کې به یوه معامله وشي.

کابل، بهرني سفارتونه

د عکس سرچینه، Getty Images

اوس ډېری سفارتونه هڅه کوي داسې وښيي چې په افغانستان کې پاتېږي.

کله چې د سفارتونو د بندېدو او کارکوونکو د وتلو په اړه رسنیو کې رپوټونه خپاره شول په یوه ټویټ کې وویل شول ''کابل کې د امریکا سفارت پرانیستی دی او پرانیستی به پاتې وي. ''

یوه لوېدیځوال دیپلومات وویل ''کابل کې به سفارتونه پاتې وي، خو موږ په یو حساس پړاو کې یو او هره ورځ حالات څارو. د سفارتونو د کارکوونکو امنیت تر هرڅه مهم دی. ''

کابل کې یوه بل دیپلومات وویل ''یوازې د لوېدیځو هېوادونو سفارتونه نه دي، ان د چین سفیر هم وايي چې د امنیتي مسلو په اړه به خبرې وکړي. ''

په زرغونه سیمه کې د بریتانیا سفارت ودانۍ له نورو سفارتونو غټه ده، خو د مساحت له پلوه له ګڼو نورو سره یو شان ده ځکه نو ورته د یوه خبر ورکوونکي په نظر کتل کېږي.

په افغانستان کې د بهرنیانو او افغانانو سترګې په چټکۍ بدلېدونکي امنیتي حالت ته دي.

د افغانستان د دفاع وزارت پخوانی مرستیال او اوس په کابل کې د جګړې او سولې د مطالعاتو د مرکز مشر تمیم عاصي وايي ''طالبانو ډېرې ولسوالۍ چې ستراتیژیک ارزښت نه لري نیولې دي خو د پروپاګند لپاره مهمې دي. ''

نوموړی زیاتوي چې '' راتلونکی جنګي موسم به د ښارونو د نیولو وي. ''

په داسې یو کړکېچ کې چې پېښېدونکې پېښې په کې مهمې دي اوس سفیران د ارام پاتېدو هڅه کوي او که هرڅومره سخت هم وي خپل کار ته دوام ورکړي.