له هرات ټول ایټالوي پوځیان ووتل

ایټالوي پوځیان

د عکس سرچینه، guerini_lorenzo

د عکس تشریح، په افغانستان کې دېره وروستي ایټالوي پوځیان پرون خپل هېواد ته ستانه شوي

په افغانستان کې د لوېدیځ ولایت هرات ځايي چارواکي وايي، له دې ولایته د ایټالوي ځواکونو وتلو بهیر بشپړ شوی دی.

په هرات کې مېشت ایټالوي ځواکونو د دغه ولایت هوايي ډګر د سمبالښت چارې هم افغان چارواکو ته سپارلې دي.

د هرات والي عبدالصبور قانع د ایټالوي ځواکونو پخواني مرکز 'ارینا کمپ ' لیدنې پر مهال وویل، د هوايي ډګر ادارې سمبالښت چارو کې به هېڅ ځنډ او خنډ رامنځته نه شي.

افغان ځواکونو ته د ارینا کمپ سپارلو چارو د پلاوي مشر جنرال سید ایمل پاچا وايي، افغان امنیتي ځواکونه به "مستقلانه د خپل هېواد د خاورې تمامیت دفاع وکړي."

د ښاغلي پاچا په وینا، ایټالوي ځواکونو د الوتنو لپاره مناسب تجهیزات پرې اېښي او په وینا یې د الوتنو کچه به د مخکې غوندې دوام وکړي.

نوموړی وايي، ایټالوي ځواکونو په دغه هوايي اډه کې هېڅ ډول پوځي تجهیزات نه دي پرې اېښي.

د یادونې ده چې له تېرو ۱۲ کلونو راهیسې د ارینا کمپ مشري ایټالوي ځواکونو کوله.

تېره شپه له هرات هوايي ډګره د ایټالیا پیزا هوايي ډګر ته د دې هېواد ځواکونو له ستنېدو وروسته د دغه هېواد دفاع وزارت اعلان وکړ، چې افغانستان کې یې د ځواکونو ماموریت پای ته رسېدلی دی.

د ایټالیا دفاع وزیر لورنزو ګوریني پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې د هېواد امنیتي ځواکونه یې له ۲۰ کلن ماموریت وروسته هېواد ته ستانه شول.

نوموړي د دې ماموریت بهیر کې ''د وطن دوستۍ، مسؤلیت پېژندنې او بشردوستۍ جذبې '' له کبله د خپل هېواد ځواکونه ستایلي دي.

د ایټالیا دفاع وزیر زیاتوي: ''په هر صورت له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې ژمنتیا همدلته پای ته نه رسېږي، بلکې له پرمختیايي همکاریو نیولې بیا په دغه هېواد کې د ولسواکۍ مرکزونو تر ملاتړه پورې، په بله بڼه به روانه وي ''.

ایټالوي ځواکونه تېرو کلونو کې تر ډېره د افغانستان لوېدیځو ولایتونو کې ځای پر ځای شوي وو، او دې موده کې ۵۳ ایټالوي پوځیان وژل شوي او ۷۲۳ تنه ټپیان شوي دي.

د ناټو ځواکونو په چوکاټ کې ۹۰۰ ایټالوي پوځیان په افغانستان کې دېره وو.

د پرېکنده ماموریت لړ کې له امریکا او جرمني وروسته په افغانستان کې تر ټولو ډېر ایټالوي پوځیان پر دنده بوخت وو. جرمني له دې مخکې اعلان وکړ چې ټول ځواکونه یې له افغانستانه وتلي دي.

هرات کې چارواکي پر غوریان ولسوالۍ د طالبانو برید په شا تمبولو ادعا کوي

هرات

د عکس سرچینه، Herat.gov

په ورته مهال د افغانستان لوېدیځ ته هرات کې چارواکي وايي، بېګا یې د دغه ولایت پر غوریان ولسوالۍ د طالبانو برید په شا وتمباوه او تر ۳۰ وسلوالو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

د هرات د والي دفتر وايي، د غوریان او نورو ولسوالیو لسګونو طالبانو بېګا غوښتل د دې ولسوالۍ پر مرکز او نورو مهمو بنسټونو برید وکړي، خو تر برید مخکې یې له باروتو ډک هاموی ټانک موخې ته تر رسېدو مخکې په نښه شو.

بي بي سي ته د استول شوې ویډیو له مخې، د هرات والي سترپاسوال عبدالصبور قانع د میروس په نوم له هغه سرتېري سره خبرې کوي چې د ده په خبره، ځان یې خطر ته ورکړ او د طالبانو دا موټربم له منځه وړلو سره یې د ډېرو سرتېرو ژوند وژغوره.

چارواکي دا هم وايي، چې تر موټربم وروسته جګړه او هوايي بریدونو کې شل طالبان ووژل او لس ټپیان شول.

د چارواکو په خبره، دې طالبانو کې اوه د سرې قطعې غړي دي او مړي یې زېرکوه ولسوالۍ ته لېږدول شوي دي.

له بلې خوا پکتیکا کې چارواکي د دغه ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د اتو وسلوالو د وژلو او څلورو نورو ټپي کولو ادعا کوي.

دوی دا هم وایي، چې د جګړې ډګر کې د دوو طالبانو مړی پاتې دي.

وسلوالو طالبانو لا په دې هکله څه نه دي ویلي، خو د میدان وردګ په سید اباد او د کاپیسا په تګاب ولسوالۍ کې د پوستو نیولو او دې ډلې ته د لسګونو سرتېرو د تسلیمېدو ادعا کوي.