د افغانستان څلورو ولايتونو کې ۶۵ امنيتي سرتېري وژل شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو د اوربند له اعلان سره همهاله په څلورو ولایتونو، کندهار، هرات، کندز او سرپل ولایت کې پر امنیتي ځواکونو سخت یرغلیز بریدونه وکړل او لږترلږه ۶۵ پولیس او د ملي اردو سرتېري یې ووژل.
د کندهار د شاولي کوټ ولسوالۍ د پوليسو مشر باچاخان بي بي سي ته ویلي چې دغلته د ملي اردو پر یوه مرکز طالبانو سهار وختي ډله ییز بریدونه پیل کړل چې ۲۳ سرتېري یې ووژل او ۹ نور یې ټپیان کړل.
کندهار کې یوې بلې معتبرې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودو په شرط بي بي سي ته وویل چې پر دې مرګ ژوبلې سربیره ۸ سرتېري تراوسه لادرکه دي.
معلومه نه ده چې دغه کسان وژل شوي او که مخالفانو له ځان سره بوولي دي. دې سرچینې ویلي چې د طالبانو له بریده وروسته سیمه کې هوایي عملیات شوي چې شاوخوا ۶۰ طالبان یې وژلي دي. د اتل قل اردو برید مني، خو د مرګ ژوبلې کره شمیر نه ښيي.
تېره پنجشنه افغان ولسمشر غني له طالبانو سره د روژې له ۲۷ د اختر تر پنځمې د اوربند اعلان وکړ. دوې ورځې وروسته طالبانو اعلان وکړ چې د خپل مشر په سپارښتنه د کوچني اختر تر دريمې پر افغان ځواکونو بريد نه کوي.
له کندهار ورهاخوا د هرات په زاول ولسوالۍ کې، چې نوې له شینډنډه بېله شوې، هم د ملي اردو ۱۷ سرتېري وژل شوي. دغه خبر د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد بي بي سي ته منلی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
په شمال ختیځ ولایت کندز کې بیا د طالبانو برید سیمه ییز پولیس په نښه کړي. د کندز د پولیسو ویاند انعام الله رحماني وایي چې د دغه ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې طالبانو په یوه ډله ییز برید کې ۱۹ سیمه ییز پولیس وژلي دي.
په شمالي ولایت سرپل کې بیا ورته برید ۶ پولیس وژلي او ۷ نور یې ټپیان کړي دي.
د بریدونو مسئولیت طالبانو منلی دی. دغه ټول بریدونه تېره شپه ناوخته او نن سهار وختي څو ساعته مخکې تر دې شوي چې طالبانو د اوربند په اړه د افغان حکومت غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړ.
طالبانو په یوه پنځه مادییزه خبرپانه کې افغان ځواکونه کورني مخالفان بللي او زیاته کړې ده چې د اختر په دریو ورځو کې به پر دوی یرغلیز بریدونه نه کوي.













