د سولې کاروان غزني کې
په افغانستان کې د سولې په هیله راوتلي هلمندي ځوانان تر ۵۵۰ کیلومتره پلي مزل وروسته، غزني ته رسېدلي دي.
دوی په دغه هېواد کې د جګړو او ناامنیو په اعتراض کابو یوه میاشت د کابل پر لور وخوځېدل.
په لومړي سر کې اووه کسه وو، خو پر لاره نور ځوانان هم ورسره شول او اوس یې شمېر شپېتو ته رسېدلی.