افغان زندانونه؛ بندیان ډېر ځای او اسانتیاوې کمې

د عکس سرچینه، Getty Images
د ځای کمښت او د بندیانو د شمېر زیاتوالی د افغانستان په یوشمېر نورو لویو ښارونو کې هم ستونزې رامنځ ته کړې.
د بېلګې په ډول، د کندهار او ننګرهار زندانونه چې د اته یا نهه سوه کسانو لپاره جوړ شوي، اوس په هر یوه کې دوه زره کسان ساتل کیږي.
په هرات کې وضعیت تر دې هم خراب دی. د هرات محبس د پنځه سوه یا زرو کسانو لپاره جوړ شوی او اوس پکې څه باندې درې زره بندیان ساتل کېږي.
موږ د افغانستان د څو زندانونو تر لیدو وروسته دا ريپوټ چمتو کړ.
د کابل څرخي پله زندان چې د څلور زره کسانو لپاره جوړ شوی و اوس څه باندې لس زره بندیان ساتي.
د ځای محدودیت او د بندیانو د شمېر زیاتېدل هغه ستونزه ده چې د افغانستان په ځینو نورو لویو ښارونو کې یې هم د چارواکو اندېښنې راپاروالې.

د عکس سرچینه، Mamoon Durrani
څرخي پله زندان! دا د افغانستان تر ټولو لوی زندان دی، خو د زندانیانو د شمېر په زیاتېدو سره د اړتیا تر کچې اوس ډېر کوچنی ښکاري.
په دې محبس کې یوشمېر بندیان هم وایي، د ځای کمښت دوی ډېر په تنګ کړي دي.
میوند شپږ کاله مخکې څرخي پله زندان کې بندي شو. هغه مهال شپږ یا اوه تنه په یوه خونه کې وو، خو وایي اوس د پښو ځای نه شته:
"خونې کوچنۍ دي. د انسان د اوسېدو ځای نه دی. ځینې بلاکونو کې هرڅه خراب وي. سم تشنابونه نه شته."

د عکس سرچینه، Getty Images
محمد ایوب هم د میوند په بلاک کی بندي دی:
"زموږ خونه چې د پنځو یا شپږو تنو ګنجایش لري، خو داسې وخت هم کېږي چې تر دوولس او کله تر پنځه لس کسان پکې وي. د سلو بندیانو لپاره دوه حمامونه او دوه تشنابونه دي."
اوس په دې محبس کې د ظرفیت تر کچې دوه برابره زیات بندیان ساتل کېږي.
د څرخي پله زندان د امنیت مرستیال سید اقا اندرابي وايي:
"دا د څرخي پله زندان نژدې څلوېښت کاله مخکې د درې نیم یا څلور زره کسانو په ظرفیت جوړ شوی. مخکې چې کار یې بشپړ شي، په ۱۳۵۷ کال کې زندانیان ورلېږدول شوي. اوس د مختلفو جرمونو شاوخوا لس زره کسان دلته بندیان دي. کله یې شمېر تر دې هم زیاتېږي، خو اټکل کېږي لس زره او پنځه سوه کسان دلته ځای په ځای دي."

د عکس سرچینه، Getty Images
ښاغلی انداربي وایي، دې وضعیت د بندیانو د صحي ستونزو لرې کولو چاره هم له خنډ سره مخامخ کړې:
"کله چې د څلور یا پنځه زره کسانو ظرفیت ولرو او لس زره کسان دلته وي، خو ستونزه رامنځ ته کوي. په یوه بستر کې خو نه کېږي چې دوه تنه استراحت وکړي. ځای او اکمالات یې یوه ننګونه ده چې په وخت رسیدګي نشو کولی. د ناروغانو پالنه سخته وي. د نظافت رعایتول سخت وي. ځکه ځای کم دی."








