ناټو د طالبانو پر وړاندې د افغان حکومت له اوربنده ملاتړ کړی

د عکس سرچینه، Reuters
د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې په لومړۍ ورځ د دې ټولنې د سر منشي ینس ستولتنبرګ د افغان حکومت لخوا له طالبانو سره د اوربند د اعلان هرکلی وکړ او ویې ویل، دا پرېکړه ښيي چې افغان حکومت د خبرو اترو له لارې د روان کړکېچ د اواري په هکله جدي دی.
نوموړي وویل موږ د افغانانو د ملاتړ لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي دي او د افغان ځواکونو د روزنې او مالي مرستو بهیر ته به دوام ورکوو.
د هغه په خبره، په افغانستان کې زموږ د شتون پیغام دا دی چې طالبانو ته ووایو دوی د جګړې له لارې نه شي بریالي کېدلی او د حل یوازینۍ لار یې دا ده چې دوی خبرو اترو ته کېني:
" موږ به د افغانانو ملاتړ کوو او زه یو ځل بیا په طالبانو غږ کوم چې اوربند ومني وسلې په ځمکه کېږدي او مثبتو خبرو ته غاړه کېږدي تر څو یو سولییز حل ته سره ورسېږو."

د عکس سرچینه، CE/FB
بلخوا د افغان حکومت اجرایه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله له بي بي سي سره یوې ځانګړې مرکه کې وویل چې ټول حکومتي مشران د اوربند په اړه همغږي دي.
نوموړي زیاته کړه چې حکومت د علماو شورا وروستۍ غونډې او غوښتنو ته په کتو د اوربند پرېکړه کړې ده.
افغان ولسمشر د اوربند په تړاو د عالمانو له وړاندیز وروسته، تېره ورځ د جون ۷مه، په یوه وېډیويي پیغام کې وویل، د روژې له ۲۷مې نېټې د کوچني اختر تر پنځمې پورې پر افغان وسله والو طالبانو خپل ټول تهاجمي عملیات دروي، خو د داعش او نورو نړیوالو ترهګرو شبکو پرضد به عملیات دوام لري.
وسله والو مخالفانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
اوربند که څه هم یو اړخیز دی، خو په افغانستان کې د ډېرو خلکو له هرکلي سره مخامخ شوی.









