د امریکا سفارت: روان تاوتریخوالی تر ډېره د طالبانو لخوا دی؛ نړۍ افغانستان کې د 'زور حکومت' نه مني

ویلسن

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافيئر راس ویلسن له وسله والو طالبانو غوښتي چې له تاو تریخوالي لاس واخلي.

په داسې حال کې چې د افغانستان بېلا بېلو سیمو کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړې زور اخیستی، په کابل کې د امریکا سفارت په یوه اعلامیه کې له وسله والو طالبانو غوښتي چې له تاو تریخوالي لاس واخلي.

یاد سفارت چارشنبه خپله اعلامیه کې ویلي:

"په داسې حال کې چې د طالبانو د یرغل او پر ولسي خلکو او زېربناو د بریدونو رپوټونه او لومړی لاس مالومات ګورو، موږ بیا هم د روان تاوتریخوالي د ختمېدو غوښتنه کوو.‌ د دې تاوتریخوالی تر شا لوی لاس د طالبانو دی.‌ لکه څنګه چې د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس ویلي وو، نړۍ به افغانستان کې په زور تپل شوی حکومت و نه مني".

اعلامیه کې زیاته شوې چې افغان حکومت سره به یوازې هله مرستې کېږي او قانوني حیثیت به ولري چې د بشري حقونو درناوی وکړي او د خپلو خلکو په منځ کې اعتبار ولري.‌

د امریکا سفارت وایي، افغانانو کافي‌ تاوتریخوالی لیدلی او نور حق لري‌ چې په ارامه فضا کې ژوند وکړي، زدکړې وکړي، کاروبار وکړي او په وېره کې ژوند و نه کړي.

سفارت یو ځل بیا له افغانستان سره د امریکا د مرستو د دوام یادونه کړې او ټینګار شوی چې د پوځیانو وتل د همکاریو د ختمېدو په معنا نه دي.

په اعلامیه کې د تېرو ۱۲ کلونو جګړه کې د ملکي افغانانو وژنې یادونه شوې، چې د اعلامیې په ټکو تر ۳۸ زره ډېر ملکي افغانان وژل شوي، نژدې ۷۰ زره نور ټپیان شوي او میلیونونه نور د جګړو له کبله د کور کلي پرېښودلو ته اړ شوي دي.

په اعلامیه کې دغه راز راغلي چې امریکا د تاوتریخوالي پای او د ټولو افغانانو بشري حقونو ته د درناوي غوښتنه کوي او دغه راز د دوحې خبرو کې د جدیت غوښتنه شوې، چې د اعلامیې په وینا پر مټ یې سملاسي او تلپاتې سوله شونې کېدای شي

افغانستان کې د جګړو وروستی حال

MOD

د عکس سرچینه، MOD

له دې مخکې د افغانستان کومانډو ځواکونو وویل، د بغلان خوست او د پروان شینوار ولسوالۍ یې له طالبانو بېرته نیولې دي.

د کومانډو ځواکونو د فیسبوکپاڼې له مخې، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او حکومت پلوه ولسي وسلوالو سه شنبه د خوست ولسوالۍ مرکز مقر ونیو.

دا ځواکونه د پروان د شینوار ولسوالۍ د نیولو خبره هم کوي، خو ځايي ځلکو بي بي سي ته ویلي، طالبان لا هم په ولسوالۍ کې دي.

له بلې خوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، خوست ولسوالي د دوی په لاس کې ده، مګر د شینوار ولسوالي په هکله وايي، چې هلته اړیکه نه ټینګېږي او وروستي مالومات نه لري.

طالبان د پروان څنګلوري کاپیسا ولایت کې د اله سای ولسوالۍ د نیولو ادعا هم کوي، خو حکومت لا په دې هکله څه نه دي ويلي.

له بلې خوا سمنګان کې چارواکي وايي، د ځواکونو د مرګژوبلې د مخنیوي لپاره د دغه ولایت د فیروز نخچیر ولسوالۍ له مرکز ووتل.

د دې ولایت د پولیسو ویاند منیر رحیمي زیاتوي، دا مهال امنیتي ځواکونه د ولسوالۍ د مرکز په درې کیلومترۍ کې دي.

طالبانو د دې ولسوالۍ په هکله لا څه نه دي ویلي.

د بلخ د کلدار ولسوالۍ برخلیک

ZM

د عکس سرچینه، ZM

بل لور ته وسلوالو طالبانو ویلی،‌ د شمالي بلخ ولایت کلدار ولسوالۍ یې هم سې شنبه نیولې ده.

ځینې امنیتي سرچېنې هم وایي تېر ماښام د کلدار ولسوالۍ مرکز او امنیه قومنداني د طالبانو لاس ته لوېدلي او ټول امنیتي ځواکونه سره له ولسي وسلوالو، چې مشري یې د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور کوي، حیرتان ښار ګوټي ته ستانه شوي.

په کلدار کې له تېرو څو ورځو راهیسې د حکومتي ځواکونو له لوري چاڼیز عملیات پیل شوي وو او پرون حکومت ادعا کوله چې له ټولې ولسوالۍ یې طالبان اېستلي دي.

د کلدار ولسوالۍ په ګډون د بلخ ۹ ولسوالۍ، زارې، چمتال، دولت اباد، شولګره، چاربولک، بلخ، کشنده، شورتپه او کلدار طالبانو نیولې دي.

اوس مهال تر ډېره ګواښ کلدار ولسوالۍ کې حیرتان ښارګوټي ته دی چې ور څېرمه له ازبکستان سره حیرتان بندر هم دی، خو چارواکي وایي په حیرتان کې بشپړ چمتوالی لري.

طالبانو تر دې مخکې د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې له تاجکستان سره شېرخان بندر هم نیولی دی.

کومانډو ځواکونه غزني ته رسېدلي

MOD

د عکس سرچینه، MOD

په ورته مهال د افغانستان دفاع وزارت ویلي، تازمه دم کومانډو ځواکونه د غزني ښار مرکز ته رسېدلي او ډېر ژر به هلته تصفیوي عملیات پیل شي.

دا وزارت همدا راز ادعا کوي‌ چې تېره ورځ‌ افغان ځواکونو د غزني په ګیلان ولسوالۍ کې د هوایي ځواک په ملاتړ ۲۶ طالب وسلوالو وژلي او ۹ یې ټپیان کړي دي.

د دفاع وزارت پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۶۶ تنه طالب وسلوال وژلي او ۸۲ یې ټپیان کړي دي.

طالبانو لا غزني او نورو ولایتونو کې د خپلو وسلوالو د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي، او په خپلواکه توګه هم دواړو خواو ته د اوښتې مرګژوبلې د رپوټونو تائیدول ګران دي.