حکومت پر ۵ ولسوالیو د بریدونو شنډولو او طالبان د ۲ ولسوالیو د نیولو ادعا کوي

د عکس سرچینه، SOC
د افغانستان شمال ختیځ ته په بدخشان کې چارواکي وايي، د دغه ولایت پر پنځو ولسوالیو یې د طالبانو بریدونه په شا تمبولي او تر ۴۰ وسلوالو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري بي بي سي ته وویل، طالبانو بېګا پر تګاب، تېشکان، جرم، بهارک او راغستان ولسوالیو بریدونه وکړل، خو د افغان امنیتي ځواکونو په ځواب سره شاتګ ته اړ شول.
نوموړی دغو بریدونو کې ۴۰ طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبره کوي او زیاتوي، مقابل کې څلور افغان سرتېري ټپیان شوي دي.
شمال کې ۲۱۷ پامیر قول اردو هم وايي، د بدخشان په جرم، بهارک او تګاب ولسوالیو کې یې د طالبانو بریدونه له ماتې سره مخ کړل.
دا قول اردو طالبانو ته د ډېرې مرګ ژوبلې اړولو ادعا هم کوي، خو د خپلې مرګ ژوبلې په اړه څه نه وایي.
طالبانو لا په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو د پکتیکا خوشامند ولسوالۍ د نیولو ادعا کوي، خو د دې ولایت د والي ویاند غازي دانش خوشامند کې یوازې جګړه تاییدوي.
نوموړي بي بي سي ته وویل، له تېر مازیګر راهیسې تراوسه د ولسوالۍ پر مقام او امنیه قومندانۍ جګړه روانه ده او زیاتوي: "امنیتی او دفاغي ځواکونه په مېړانه جګړه او دفاع کوي. د مرګ ژوبلې کومه شمېره نشته. "
خو د پکتیکا د ولایتي شورا مشر بختیارګل همت وايي، طالبانو خوشامند ولسوالي نیولې ده.
طالبان د پکتیکا ګاوند غزني کې د واغظ ولسوالۍ د انتقالي مرکز د نیولو ادعا هم کوي.
که څه هم حکومتي چارواکي لا په دې هکله څه نه وايي، خو د ولایتي شورا یو غړی امان الله کامرانی وايي، د واغظ انتقالي مرکز ولایتي ښار ته لېږدول شوی دی.
د نوموړي په خبره، تر دې مخکې واغظ ولسوالي غزني ښار ته څیرمه راانتقال شوې وه، خو اوس دغه انتقالي مرکز هم د طالبانو لاس ته لویدلی دی.









