حمدالله محب: د کندهار امنیتي سکټور کې به نور بدلون هم راځي

محب کندهار کې

د عکس سرچینه، @IDLGAFG

د عکس تشریح، کندهار ته له حمدالله محب سره دې سفر کې ځینې جګپوړي امنیتي چارواکي هم ملګري دي

په داسې حال کې چې د کندهار لپاره نوی والي ټاکل شوی او د ملي امنیت رییس یې هم بدل شوی، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب د یوه جګپوړي پلاوي په مشرۍ دغه ولایت ته تللی او یوې غونډې ته یې ویلي چې د کندهار امنیتي سکټور کې به بدلون راځي.

د افغانستان سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ویلي، د حیات الله حیات پر ځای د کندهار لپاره روح الله خان زاده د نوي والي په توګه ګومارل شوی دی.

د کندهار د ملي امنیت د مشر پرځای عطاء محمد اریوبي ټاکل شوی. ښاغلی اریوبي مخکې کابل کې د ملي امنیت د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې رییس او خوست او نورو سیمو کې هم د ملي امنیت د مشر په توګه پاتې شوی.

د کندهار نوي والي روح الله خان زاده، چې خپله هم د کندهار ډڼډ ولسوالۍ دی، ناستې ته وویل، د کندهار ولایت ټولې ستونزې ورته مالومې دي: "پوهېږم چې د پارلمان څوکۍ د ولایت تر څوکۍ ارامه وه، خو زما لومړی کار به دا وي چې کندهار کې قومي مسلې حل کړم. د ګوتو په شمار ځینې کسان قومي مسلو ته لمن وهي. زه د کندهار یووالی غواړم، که له ما یوه ورځ هم شکایت وشي، په هماغه ورځ به استعفا کوم".

روح الله خان زاده چې په ۱۹۷۱ کال د کندهار ډنډ ولسوالۍ کې زیږېدلی، په قوم پوپلزی دی، حقوق او سیاسي علوم یې لوستي، مخکې یې سوداګري کړې ده او د افغانستان پارلمان کې د کندهار استازی دی.

نوموړی د کرېکټ بورډ غړی هم و.

والیان

د عکس سرچینه، @IDLGAFG

د عکس تشریح، له ښۍ خوا: د جوزجان لپاره ټاکل شوی والي محمد هاشم رئیس، د کندهار نوی والي روح الله خان زاده او د دغه ولایت پخوانی والي حیات الله حیات

د جوزجان لپاره هم حاجي محمد هاشم رئیس د نوي والي په توګه غوره شوی دی.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ویلي، د ولسمشر د حکم له مخې دا منظورۍ شوې دي.

حیات الله حیات، مخکې د میدان وردګو، ننګرهار، هلمند او کندهار د والي په توګه کار کړی.

مخکې د جوزجان والي لطف الله عزیزي و.

د ۲۰۲۰ کال د ډیسمبر پر ۱۷مه افغان ولسمشر محمد اشرف غني کندهار ته سفر کړی و او هلته یې په یوه غونډه کې پر طالبانو غږ وکړ، چې کندهار کې دې له افغان دولت سره د سولې خبرو ته کېني.

خو هغه مهال د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل، چې لا هم په افغانستان کې د سولې خبرو لپاره زمینه نه ده برابره.

ولسمشر غني وروسته تر هغه کندهار ته سفر وکړ، چې ددغه ولایت ارغنداب ولسوالۍ کې څو ورځې جګړه روانه وه، چې له کبله یې زرګونه وګړي خپلو مېنو پرېښودو ته اړوتي وو.