طالبانو تر هلمند وروسته د کندهار ارغنداب کې هم له افغان پوځ سره جګړه پیل کړې
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
وسلوالو طالبانو د کندهار ارغنداب ولسوالۍ کې په دریو کلیو کې د افغان ځواکونو پر امنیتي پوستو جګړه پیل کړې او ځینې پوستې یې نیولې دي.
د راپورونو له مخې، د ارغنداب ولسوالۍ په تابین، ده لاهور، بابر، خسرو، چهارغلبې، شیون او د رود د ها غاړې په ګڼو کلیو کې جګړه روانه ده.
د جګړې له امله زیاتې کورنۍ کډوالې شوې او ځینې د دواړو لورو د جګړې تر منځ په کلیو کي بند پاتې دي.
د جګړې له کبله بې ځایه شوي وایي، چې ډک کورونه يې پاته دي او اوس د سرپنا ځای هم نه لري.
ساعت وړاندې دغې ولسوالۍ ته لسګونه تازه دم سرتېري او د ۰۳ ځانګړې قطعې ځواکونه رسېدلي دي.
له بلې خوا وسلوال طالبان د افغانستان دفاع وزارت دا ادعا ردوي چې، د دغه هېواد سوېل ته د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار له ۴ او ۱۰ حوزې یې طالبان اېستلي دي.


د عکس سرچینه، AFP
دې وزارت د چارشنبې په ورځ اعلامیه کې وویل، امنیتي او دفاعي ځواکونو بېګا بشران، بولان، چا انیځر، د لښکرګاه ښار څلورمه او لسمه حوزه چې امنیتي ځواکونو ترې شا تګ کړی و بیا ونیولې.
دې وزارت په دې عملیاتو کې د ۳۰ وسلوالو طالبانو د وژلو دعوه هم کړي، خو د خپلې مرګ ژوبلې په هکله څه نه وايي.
خو د وسلوالو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د افغان چارواکو دا څرګندونې ردوي.
نوموړی په اعلامیه کې زیاتوي: "دا ادعاوې چې ګنې د لښکرګاه ښار څلرمه حوزه او دلسمې حوزې اړوند سیمې یا د ناوې او نادعلي ولسوالۍ سیمې يې بیرته له مجاهدینو څخه نیولې دي، او یا مجاهدین تلفات لري حقیقت نه لري."

د عکس سرچینه، EPA
هلمند کې د اکټوبر پر لسمه وسلوالو طالبانو پر لښکرګاه ښار او ناوه او نادعلي ولسوالیو برید وکړ.
دا ډله د ښار تر دریمې حوزې ورسېدله او د شا تمبولو لپاره یې له کندهار او کابل افغان ځواکونه سیمې ته ولېږل شول.
د دې اونۍ لومړیو کې هلمند کې اتلانو په نوم نوې قطعه هم له ځايي ځوانانو جوړه شوه چې لا یې کار نه دی پیل کړی، خو پر دې قطعه هم نیوکې کېږي.
له بلې خوا د دوشنبې په ورځ له کندهار نور ځانګړي ځواکونه هم هلمند ته ورسېدل چې طالبان له نیولو سیمو په شا کړي.
د رپوټونو له مخې افغان ځواکونو بېګا په نادعلي ولسوالۍ کې کلابند سرتېرو ته اکمالات رسولي دي.








