د افغان پوځیانو او طالب وسلوالو د مړو د سپکاوي ادعاوې شوې دي

د عکس سرچینه، Getty Images
په داسې حال کې چې تمه کېدله په راتلونکو څو ورځو کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پیل شي، نن پنجشنبه دواړو خواو پر یو بل د جدي تاوتریخوالي تورونه لګولي.
په دې لړ کې د تاوتریخوالي تر ټولو جدي ادعا د طالبانو لخوا شوې او تور یې لګولی چې افغان امنیتي ځواکونو د طالب وسلوالو د مړو سپکاوی کړی دی.
طالبانو نن پنجشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغان امنیتي ځواکونو د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې د دوی د وژل شویو وسلوالو د بدن غړي په تبرونو پرې کړې دي.
دغه ډله وایي، دا لومړی ځل نه دی چې افغان امنیتي ځواکونه د طالب وسلوالو د مړو سپکاوي کوي، او پر نړیواله ټولنه او ملګرو ملتونو یې غږ کړی چې دا عمل وغندي.
د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي، پر خواله رسنیو د دې خپرې شوې ویډیو په اړه، چې ظاهرا امنيتي سرتیري د طالبانو له جسدونو سره ناوړه چلند کوي، خبر شوي دي.
دفاع وزارت په دې اړه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې یاده موضوع په جدي توګه څیړي او که ثابته شي چې ښکېل کسان د ملي اردو سرتېري دي نو قانوني چلند به ورسره وشي.
بل لور ته د ځایي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي چې د کابل خاک جبار سیمه کې وسله والو طالبانو د افغان پوځ درې سرتېري له نیولو وروسته وژلي دي.
ځایي رسنیو د یوه وژل شوي سرتېري د کورنۍ له خولې ویلي چې تر نیول کېدو وروسته سر ترېنه پرې شوی دی.
خو وسلوالو طالبانو، افغان حکومت او کومې بلې سرچینې تر دې دمه د دې پېښې په اړه رسماً څه نه دي ویلي.
ارګ: طالبان دې د سړک غاړې ماینونو له کارولو ډډه وکړي
بل لور ته د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پنجشنبه ادعا کړې ده چې وسلوالو طالبانو په تېرو دوه اوونیو کې ۱۲۱ ولسي کسان وژلي او ۳۳۶ نور یې ټپیان کړي دي.
په دې تړاو د کورنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي:
"طالبان په پوره بې پروایۍ سره د افغانستان د خلکو او خپلو ژمنو پر ضد عمل کوي چې د دغو تروريستي فعالیتونو له امله د هېواد د ۲۹ ولایتونو له ډلې تر ټولو زیات تلفات په کندهار، بغلان، ننګرهار او لوګر ولایتونو کې خلکو ته اوښتي".

خو طالبانو په خپل غبرګون کې دا ادعا رد کړې ده. د طالبانو اعلامیه کې راغلي چې ملکي کسانو ته تر ټولو ډېره مرګژوبله "دوښمن" په هوایي بمباریو، چاپو او د درنو وسلو د کارولو له کبله اوړي.
په ورته وخت کې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د کندهار په پنجوایي ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې د ولسي وګړو د وژل کېدو پړه هم پر طالبانو ور اچولې ده.
په دې چاودنه کې یو ماشوم او درې ښځې وژل شوې دي او شپږ نور ولسي وګړي ټپیان شوي.
د ارګ په اعلامیه کې راغلي چې طالبان دې د سړک غاړې ماینونو کارول بند کړي، د ولسي وګړو مرګژوبلې مخنیوی دې وکړي او د سولې د مشورتي لویې جرګې غوښتنې سره سم دی افغان حکومت سره خبرې پیل کړي.
خو وسلوالو طالبانو تر دې دمه د دې برید په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو نامالوم برخلیک:

د عکس سرچینه، ONSC AFGHANISTAN
دا هر څه په داسې حال کې کېږي چې د افغان حکومت په بند کې پاتې ۴۰۰ طالب بندیان لا هم نه دي خوشي شوي.
له تېرو درې ورځو راهیسې هره ورځ داسې تمه کېده چې ګواکې دا کسان خوشي شي، خو افغان حکومت د دې چارې د ځنډېدو لامل نه دی په ډاګه کړی.
بل لور ته طالبانو پرون چارشنبه خبرداری ورکړ چې داعش ډله پلان لري چې د افغان حکومت استخباراتي او امنیتي کسانو په مرسته د دوی پر پاتې بندیانو برید وکړي.
طالبانو ویلي، داعش غواړي هغه موټرونه په نښه کړي چې ټاکل شوې ده د څرخي پله له زندانه به یو شمېر طالب وسلوال بل ځای ته لېږدوي.
خو افغان حکومت د طالبانو د دې ادعا په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.








