د ولسي جرګې مشر: صالح دې د فیسبوکي اتل جوړېدو په ځای د خلکو د یووالي هڅه وکړي

د عکس سرچینه، 1st VP / Rahmani Facebook
د افغانستان د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح له خوا د دې جرګې یوه غړي ګواښل د اساسي قانون خلاف بولي.
د جمعې په ورځ رسنیو کې داسې کلېپ خپور شو چې پکې امرالله صالح ولسي جرګه کې د بادغیس استازی امیر شاه نایب زاده تورنوي چې له طالبانو سره یې معامله کړې او سرتېري دې ډلې ته په تسلیمېدو هڅوي.
ښاغلی صالح خپلو خبرو کې ولسي جرګې دغه غړي ته په ګواښونکې لهجه وايي که طالبانو ته د افغان سرتیرو د تسلیمیدو له هڅونې سملاسي لاس وانخلي او پښیماني و نه ښيي "جهنم" ته به یې ولېږي.
د ولسي جرګې د دوشنبې ورځې غونډه کې پر دې موضوع خبرو د جرګې مشر او څو وکیلانو خبرې وکړې.
د جرګې مشر میر رحمان رحماني هم وویل ''له نایب زاده سره دا ډول چلن او ګواښل یې کوم قانوني توجیه نه لري او یو بېړنی او بې قانونه عمل دی. ''
ښاغلي رحماني زیاته کړه چې د اساسي قانون د ۱۰۲ مادې له مخې که د ولسي جرګې یو وکیل په جرم تورن شي، مسوول مامور دې جرګې ته د اړوند موضوع خبر ورکوي، خو د نایب زاده په هکله ولسي جرګې ته هیڅ رسمي خبر نه دی ورکړل شوی.
هغه وویل: "امرالله صالح که د تور سندونه لرې عدلي او قضايي ارګانونو ته یې وسپاره چې قضیه قانوني ډول تعقیب شي. که اسناد نه وي چې شته هم نه، نو مرستیال صیب له احساساتو او فیسبوکي احساساتو کار مه اخله. "
نوموړي خپلو خبرو کې وویل: "زه پر ولسمشر او سیاستوالو غږ کوم چې دې نازکو تاریخي شرایطو کې دې ښاغلی مرستیال صیب د عامه فکر جوړولو هڅه نه کوي او د ناروا استخباراتي دسیسو کارونه دې ډډې ته کړي، د خلکو د یووالي هڅه دې وکړي، نه د فیسبوکي اتل جوړېدو. "
د امرالله صالح د دفتر غبرګون
ولسي جرګه کې د نننیو څرګندونو په غبرګون کې د ولسمشر د لومړي مرستیال د دفتر د مطبوعاتو او عامه اړیکو مشر رضوان مراد بي بي سي ته وویل ''امیرشا نایب زاده ته د ولسمشر د لومړي مرستیال خبرداری او د قانون منګلو ته د هغه د کش کولو خبره د هغو اسنادو او کره ثبتونو پر بنسټ ده چې لومړي مرستیال او د حکومت مشرتابه ته رسېدلي دي. ''
ښاغلي مراد زیاته کړه چې ''دا مفصل اسناد ښيي چې څرنګه نایب زاده له طالب قومندانانو سره اړیکه نیولې، ده خپل د کورنۍ غړي او ملګري چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې یې دندې درلودلې، مخامخ هڅولي چې طالبانو ته سیمه پرېږدي او زمینه یې برابره کړې چې د جګړې په حال کې له دښمن سره هر ډول همکاري وکړي. ''
رضوان مراد دغه راز د افغان امنیتي ځواکونو پرضد فعالیت ملي خیانت وباله او غوښتنه یې وکړه چې د پارلمان وکیلان دې شته اسنادو ته مراجعه وکړي.
هغه د پارلمان وکیلانو ته خطاب کې وویل ''پرېږدئ چې هم قانون عملي شي او هم هغه کسان رسوا او د قانون منګلو ته وسپارل شي چې په جګړه کې د دښمن په ملاتړ او افغان ځواکونو پرضد فعالیت کوي. ''
د یادونې ده چې امرالله صالح ته منسوب کلېپ خپرېدو پسې د افغانستان سرحدي پولیسو هوايي ډګرونو او بندرونو ته لیک لېږلو سره ویلي و، د ملي ګټو او هېواد دفاع لپاره د باغیس استازی امیر شاه نایب زاده له هېواد بهر تللی نه شي.
خو د ولسي جرګې مشر رحماني وايي، که ښاغلي نایب زاده د ملي امنیت خلاف کار کړی وي، باید مشهودو او عیني دلایلو سره د اساسي قانون او نورو قوانینو له مخې عدلي او قضايي ادارو له لوري دا مسله تعقیب شي او تر دې پرته نوموړی ممنوع الخروج کول او کور یې کلابندول د ده د قانوني حقونو او د خوندیتوب خلاف کار دی.
نوموړي له وکیلانو وغوښتل چې د ښاغلي نایب زاده کور ته تللو سره د هغه د خونې کلابندي ماته کړي.
د نایب زاده غبرګون

د عکس سرچینه، NAYABZADA/FACEBOOK
د ولسي جرګې غړي امیر شاه نایب زاده د نوموړي په تړاو د ولسمشر د لومړي مرستیال څرګندونې "غیر قانوني" او "سپکوونکې" بللې دي.
هغه زیاتوي، تل یې د نظام ملاتړ کړی او ګواکې دوه ځله یې بادغیس له سقوط ژغورلی دی.
ښاغلی نایب زاده ښاغلي صالح ته خطاب کې وايي که د ده خلاف اسناد او شواهد لري باید له قانوني لارو پر مخ ولاړ شي، ځکه دی هېڅکله ځان ښاغلي صالح ته نه تسلیموي.
صالح نایب زاده ته څه ویلي وو؟
ښاغلي صالح ته منسوبو تلیفوني خبرو کې نوموړی امیر شاه نایب زاده ته وايي، داسې پرله پسې رپوټونه ورسېدلي چې ګوندې (نایب زاده) بادغیس کې امنیتي ځواکونه هڅوي چې طالبانو ته تسلیم شي او نوموړی (صالح) پر دغو رپوټونو شک هم نه لري.
ښاغلی صالح د ولسي جرګې دغه غړي ته په ګواښونکې لهجه وايي، که طالبانو ته د افغان سرتیرو د تسلیمیدو له هڅونې سملاسي لاس وانخلي او پښیماني و نه ښيي "جهنم" ته به یې ولېږي.

د عکس سرچینه، Saleh/Nayebzadah Facebook
ښاغلی صالح نایب زاده تورنوي چې "میلیونونه" یې اخیستي او طالبانو ته یې ویلي چې ولایت ورته تسلیموي.
ښاغلی صالح د دغو تلیفوني خبرو په دوام د هېواد د حساس وضعیت یادونه هم کوي او د ولسي جرګې دغه غړي ته یو ساعت وخت ورکوي چې پر خپلو کړنو پښیماني وښيي.
د امرالله صالح دا څرګندونې بادغیس کې د طالبانو لاس ته د ولسوالیو تر ور تلو او د قلعه نو ښار ته د جګړې تر رسېدو وروسته وې.
طالبانو د چارشنبې په ورځ د ولایتي مرکز قلعه نو ښار ته نفوذ وکړ چې ور سره د دواړو لورو ترمنځ جګړه هم وشوه او وروسته حکومت وویل، له ښار یې طالبان بېرته و اېستل.
د بادغیس والي حسام الدین شمس د دوشنبې په ورځ بي بي سي ته ویلي، د ښار وضعیت تر پخوا ارام دی.
هغه وايي، که څه هم بېګا شپه له دوو خواوو طالبانو پر ښار برید وکړ، خو له امنیتي ځواکونو له ماتې سره مخ شول.

د عکس سرچینه، Social media










