د ولسي جرګې وکیل سره امرالله صالح ته منسوبې تیلیفوني خبرې ناندریزې شوې

د عکس سرچینه، Saleh/Nayebzadah Facebook
د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ته منسوبې هغه تلیفوني خبرې چې نوموړی پکې ظاهراً په تونده لهجه ولسي جرګه کې د بادغیس ولایت یو برحال استازی امیر شاه نائب زاده طالبانو سره په معامله تورنوي او ګواښي، ناندریزې شوې دي.
دا تلیفوني خبرې تېره ورځ خواله رسنیو ته راوتلې، خو پخپله ښاغلي صالح او یا د هغه دفتر لا په زغرده نه دي تائید کړې.
خو امرالله صالح تېره ورځ پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: "له طالب او پاکستاني جاسوس سره زغم او مدارا نه کېږي. دا یو تش خبرداری نه دی".
د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال د دفتر د مطبوعاتو او عامه اړیکو رئیس رضوان مراد هم د دغه غږیز کلپ له تائید پرته بي بي سي ته وویل، د افغانستان د دولت مشرتابه، دولتي ځواکونه او عدلي او قضايي ادارې به تر دې وروسته په هېڅ صورت له هغو افرادو او کړیو سره نرم چلند و نه کړي چې خبرې او عمل یې د دښمن په ګټه او د افغانستان د خلکو او امنیتي ځواکونو په زیان تمامېږي.
ښاغلي مراد زیاته کړه: "قوانین موجود دي. هر څوک چې د جګړې په حالت کې په یو نه یو ډول د دښمن غږ بدرګه کوي او د افغان امنیتي ځواکونو خلاف فعالیت کوي، د هغو خلاف اقدام کېږي".
د نوموړي په وینا "دا پریکړه یوازې د ولسمشر او د ولسمشر د لومړي مرستیال نه، بلکې د ټول ملت ده".
تیلیفونکي مکالمه کې څه ویل شوي؟
ښاغلی صالح نوموړي ته په دغو منسوبو تلیفوني خبرو کې د ولسي جرګې غړي امیر شاه نائب زاده ته وايي، داسې پرله پسې رپوټونه ورسېدلي چې ګوندې دی (نایب زاده) بادغیس کې امنیتي ځواکونه هڅوي چې طالبانو ته تسلیم شي او نوموړی (صالح) پر دغو رپوټونو شک هم نه لري.
د ولسمشر لومړی مرستیال د ولسي جرګې دغه غړي ته په ګواښونکې لهجه وايي که طالبانو ته د افغان سرتیرو د تسلیمیدو له هڅونې سملاسي لاس وانخلي او پښیماني و نه ښيي "جهنم" ته به یې ولېږي.
ښاغلی صالح نائب زاده تورنوي چې "میلیونونه" یې اخیستي او طالبانو ته یې ویلي چې ولایت ورته تسلیموي.
ښاغلی صالح د دغو تلیفوني خبرو په دوام د هېواد د حساس وضعیت یادونه هم کوي او د ولسي جرګې دغه غړي ته یو ساعت وخت ورکوي چې پر خپلو کړنو پښیماني وښيي.
تر اوسه مالومه نه ده چې امرالله صالح ته دا منسوبې تلیفوني خبرې څنګه او د چا لخوا خواله رسنیو ته راوتلې، خو ولسي جرګه کې د بادغیس استازي امیر شاه نائب زاده پخپله هم له امرالله صالح سره د دغو تلیفوني خبرو کره والی تائید کړی دی.
د نائب زاده غبرګون

د عکس سرچینه، NAyabzada/facebook
د ولسي جرګې غړي امیر شاه نائب زاده په یوه ویډیویي پیغام کې چې نن جمعه په خواله رسنیو خپور شوی، د ولسمشر د لومړي مرستیال څرګندونې "غیر قانوني" او "سپکوونکې" بللې دي.
هغه زیاته کړې چې تل یې د نظام ملاتړ کړی او ګواکې دوه ځله یې بادغیس له سقوط ژغورلی دی.
ښاغلی نائب زاده زیاتوي فکر یې کاوه چې د ولسمشر لومړی مرستیال به د بادغیس ولایت کې په وروستیو جنګ جګړو کې د اوښتو زیانونو له کبله تسلیت ورته وايي او د ملاتړ ډاډ به ورکوي.
د ولسي جرګې دغه غړی وايي هېڅ وخت ترهګرو، د اوسني نظام دښمنانو او د نوموړي په وینا د پنجاب غلامانو ته سر نه ټیټوي.
هغه د ولسمشر لومړي مرستیال ته خطاب کې وايي که د ده خلاف اسناد او شواهد لري باید له قانوني لارو پر مخ ولاړ شي، ځکه دی هېڅکله ځان ښاغلي صالح ته نه تسلیموي.
پر خواله رسنیو غبرګونونه
د ولسمشر یوه سلاکار شاه حسین مرتضوي ظاهرآ دغو تلیفوني خبرو ته په غبرګون کې پر خپل ټویټر لیکلي: "د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال غږ، د خلکو غږ دی. د خاین او جاسوس لیکه باید له نظام جلا شي."
د نثار صالح په نوم د فېسبوک یوه کارن لیکلي: "د ښاغلي امرالله صالح د اخطار پر ځای دی، کاشکې عملي کار شوی وای. زموږ په قانون کې د ملي شورا د غړیو لپاره د (قضائي مصونیت) خبره په دې مانا نه ده چې وکیل دې وطن خرڅ کړي مګر حکومت دې یې په وړاندي اقدام نه کوي".
خو د غلام نبي حیدري په نوم د فېسبوک کارن لیکلي چې امرالله صالح فېسبوکي قهرمان سازي کوي.
نوموړی پوښتي چې د شپږ نیمو بجو د جلسو پایله څه شوه؟ همدا راز د تاکتیکي شاتګ د اطلاعاتي راز پایله څه وه؟
د مزار شریف په نوم د فېسبوک پاڼه کې بیا لیکل شوي چې د بادغیس له وکیل نائب زاده سره د امرالله صالح تلیفوني مکالمه ظاهرآ داودزي ته د منسوب غږ د پټولو لپاره توطیه ده. "ارګ غواړي د خلکو ذهن بلې خوا ته واوړوي."
د بادغیس امنیتي وضعیت
وسله وال طالبان د بادغیس د ولسوالیو تر نیولو وروسته د چارشنبې پر ورځ د لنډې مودې لپاره د دغه ولایت مرکز قلعه نو ښار ته ننوتل، خو وروسته چارواکو وویل په شا یې تمبولي دي.
د افغانستان شمال لوېدیځ کې د دغه ولایت چارواکو پرون (پنجشنبه) وویل چې وسلوالو طالبانو دویم ځل پر قلعه نو ښار برید کړی، او په شا تمبول شوي دي.
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته ویلي وو، دوی پرون پنجشنبه پر قلعه نو برید نه دی کړی، بلکې مقابل لوري د ښار په ختیځه او لویدیځه برخه کې پر طالبانو بریدونه کړي دي.
د طالبان ویاند زیاته کړه: "د اوس لپاره د ولایتونو د مرکزونو د نیولو کوم پلان نشته. زموږ اوسنی پلان یوازې تر ولسوالیو محدود دی. وروسته به له ولایتونو سره ګورو".
د یادونې وړ ده چې امنیتي ارګانونو څه موده وړاندې ویلي و هغه متنفذین او قومي مشران به ونیسي چې وسله والو ته د سرتېرو او پوستو په تسلیمېدو کې منځګړیتوب کوي.
په دې لړ کې کندوز کې یو شمېر کسان نیول شوي هم وو.









