طالبان امرالله صالح ته: که بندیان اعدامېږي موږ هم بدیلې لارې لرو

د عکس سرچینه، AFP
وسلوال طالبان د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د څرګندونو غبرګون کې وايي، که د دې ډلې بندیان اعدام شي دوی هم بدیلې لارې لري.
د طالبانو غبرګون له هغه وروسته دی چې امرالله صالح وویل ښارونو کې ترور ځکه ډېرېږي چې طالب بندیان فکر کوي، په هر حالت بښل کېږي او د خپلو چارو سزا نه ویني.
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سی ته وویل: "بندیان ځانګړي حقونه لري، د هغوی حقونه مالوم دي او سیاسي بندیان او د جنګ بندیان څوک اعدامولی نه شي، که څوک یې اعدام کړي موږ هم بدیلې لارې لرو پخوا مو هم ورته ښودلې چې په څومره درنه بیه ورته پرېوځي. "
نوموړی پر امرالله صالح تور لګوي چې د سولې بهیر شنډول غواړي: "هڅه کوي چې یو نه یو ډول د سولې روان بهیر شنډ کړي او خنډونه یې مخ کې واچوي. "
امرالله صالح دا خبرې د دوشنبې په ورځ د شپږ نیمو بجو غونډه کې د کابل پروني برید ته په اشاره کړې چې دوه قاضۍ پکې ووژل شوې.
د پروني او ورته نورو بریدونو مسوولیت طالب وسلوال او یا نورې ډلې نه مني، خو افغان حکومت یې پړه پر طالبانو اچوي.
کابل کې د امنیتي وضعیت له خرابېدو سره ولسمشر د دې ښار امنیتي چارې د لنډ مهال لپاره امرالله صالح ته وسپارلې.
نوموړی وايي، د دې دندې یې نږدې اتیا ورځې کېږي او د کابل د امنولو لپاره پولیس او ملي امنیت پام وړ لاسته راونې لري، خو زیاتوي چې پېښو کې نیول شوي کسان خوشي کېدو ته هیله من وي:
"دا مسله باید حل شي، د قانون د حاکمیت سترې شورا ناسته کې به یې د مهمې مسلې په توګه یاده کړم، ترهګر چې نیول کېږي باید اعدام شي. "
ښاغلی صالح ادعا لري چې ډېر نیول شوي طالبان په خپلو اعمالو اعتراف کوي او د ده په خبره د ډار احساس ځکه نه لري چې فکر کوي بخښل کېږي.
"طالباني" مدرسو ته د ماشونو د تګ مخنیوی

د عکس سرچینه، Getty Images
امرالله صالح کابل کې د پولیسو له خوا د څو ماشومانو او زلمکیانو نیول او کورنیو ته بېرته سپارل هم یادوي چې د ده په خبره، طالباني مدرسو ته لېږدول کېدل.
ښاغلی صالح وايي، دې پېښې د ۲۰۰۵ او ۲۰۰۶ کال حالت ور یاد کړ چې د ملي امنیت لوی رییس و او هغه مهال هم سلګونه افغان ماشومان- چې تر ډېره د شمال وو- پاکستان ته د دیني زدکړو لپاره لېږل کېدل.
دی وايی، څو ځلې یې د دې ماشومانو د لېږد مخه ونیوله، خو د هغه حکومت په کابینه کې پرېکړه دا شوه چې دې ماشومانو ته د تګ اجازه ور کړل شي.
"اوس چې شمال کې د ځینې طالب قومندانانو ژوندلیکونه مطالعه کوم، دا هماغه کسان دي چې پنځلس یا شپاړس کاله مخکې د ترهګریزې ښوونې روزنې لپاره کراچۍ او د پاکستان نورو ښارونو ته یووړل شول.
" نوموړی وايي اوس هم وخت تېر نه دی او هڅه به دا وکړي چې له افغانستان بهر د طالبانو مرکزونو ته د بې وزله ماشومانو د لېږد مخه ونیسي.
پاکستان کې مدرسې

د عکس سرچینه، Getty Images
افغان حکومت او نړیوالو ملاتړو یې په بیا بیا پر پاکستان نیوکه کړې چې مدرسو کې یې افغان ماشومان د جنګ لپاره روزل کېږي او ان د ترهګرۍ مرکزونه دي، خو پاکستان ورته تورونه تېر کې رد کړي دي.
خو د دغه هېواد لومړي وزیر عمران خان د ۲۰۱۹ کال د اپرېل پر ۱۰ له بي بي سي سره خبرو کې وویل، چې دغه هېواد کې د جیش محمد په ګډون وسلوالې ډلې بې وسلې کوي:
"د دوی مدرسې مو کنټرول کړې، غړي یې تللي."
د نوموړي په خبره، دا(مدرسې کنټرولول) د وسلوالو ډلو د بې وسلې کولو سنجیده هڅه ده.










