کابل کې د ښځینه قاضیانو وژنه؛ ولسمشر غني وايي پر افغان ښځه برید د افغانستان پر عزت برید دی

غني

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، ولسمشر غني یوځل بیا له طالبانو غوښتي چې زور او جنایت د ستونزو حل نه دی، بلکې د دایمي اوربند په منلو د سولې لپاره خپله ریښتینې او عملي اراده وښیئ.

د افغانستان ستره محکمه وايي، د ښار زړه (لسمې ناحیې اړوند قلعه فتح الله) سیمه کې ناپېژاندو وسله والو دوه قاضیانې په ډزو وژلې او چلوونکی یې ټپي شوی دی.

د افغانستان د سترې محکمې ویاند احمد فهیم قویم بي بي سي ته وویل، پېښه نن ګهیځ مرغومي ۲۸مه) شوې ده.

د کابل پولیسو ویاند فردوس فرامرز وايي، بریدګر، چې په موټر سایکل سپاره وو، تښتېدلي او تر اوسه د برید مسئولیت هم چا نه دی منلی.

د پېښې له ځایه خپرو شویو انځورنو کې ښکاري چې دا قاضیانې د برید پرمهال موټر کې وې.

یوه اونۍ مخکې مزار شریف ښار کې د ملي اردو درې سرتېري ووژل شوې او دوه کسه نور ټپیان شول.

په دې وروستیو کې د کابل په ګډون په بیلا بیلو ولایتونو کې د هدفي وژنو راپورونو خلک اندېښمن کړي او دغه چارې پر حکومت نیوکې زیاتې کړي دي.

تر ډېره په دې وژنو کې خبریالان او د بشر حقونو فعالان په نښه شوي دي.

د روانې جدی/مرغومي پر څلورمه کاپیسا ولایت کې مدني فعاله فرشته کوهستانۍ ناپېژاندو وسله والو په ډزو ووژله، چې هېچا یې د وژلو مسئولیت ونه مانه.

غبرګونونه

الیسن بلېک

د عکس سرچینه، @Alison Blake

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، "پر افغان ښځه، ماشوم، عالم، متنفذ او بل هر افغان برید د افغانستان په عزت او عظمت برید دی، مګر خدای ناترسه جنایتکارو نن سهار په کابل ښار کې پر ښځینه قاضیانو د تروریستي برید پرمهال دوه تنه شهیدانې او دوه نورې ټپیانې کړې".

له ارګه خپره شوې ویناپاڼه کې راغلي، ولسمشر ددغو قاضیانو وژنه غندلې ده چې وايي "د طالبانو ډلې او نورو تروریستي ګروپونو له لوري زموږ پر بې دفاع هیوادوالو بریدونه او د دوی پر وړاندې تاوتریخوالی د اسلامي ارشاداتو او سولې روحیې خلاف او د ولس پر وړاندې د نامشروع جګړې او دښمنۍ په مانا دی چې د سولې په اړه د ولس ملي اجماع زیانمنولای شي".

ولسمشر غني یوځل بیا له طالبانو غوښتي چې زور او جنایت د ستونزو حل نه دی، بلکې د دایمي اوربند په منلو د سولې لپاره خپله ریښتینې او عملي اراده وښیئ.

په کابل کې د بریتانیا سفیرې الیسن بلېک پر ټوېټر ددغو قاضیانو د وژل کېدو په غبرګون کې لیکلي: "کابل کې پر ولسي وګړو یو بل وېروونکی برید، چې دوه وتلې قاضیانې پکې وژل شوې او ځینې کسان ټپیان شوي. دا برید او پر ولسي وګړو ټول بریدونه غندو او له چارواکو غواړوي چې بېړنۍ څېړنه وکړي".

ضیا ودان

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، د جنورۍ پر ۱۰/مرغومي ۲۱) د کابل ښار اتمه ناحیه کې د عامه ساتنې د تصدۍ د عمومي ریاست ویاند ضیا ودان له خپلو دوو ملګرو سره چاودنه کې وژل شوی او یو بل تن ټپي شوی.

د تېرې ډیسمبر پر ۱۲مه، د کابل د اتمې حوزې اړوند سید نور محمد شاه مېنه کې نا پېژاندو وسله والو د لویې څارنوالۍ یو څارنوال په ډزو وژلی و.

په افغانستان کې د عدلي او قضايي بنسټونو د کارمنو وژل کومه نوې خبره نه ده.

د افغانستان د لویې څارنوالۍ د یوه رپوټ له مخې، له ۱۳۸۵ کال راهیسې تر اوسه ۱۳۶ څارنوالان په بېلابېلو "ترهګریزو او جنايي پېښو" کې وژل شوي دي.

لویې څارنوالۍ ویلي وو، په روان کال کې افغانستان کې لس څارنوالان په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي.

لویه څارنوالي تر ډېره د اداري فساد ښکېلې ډلې، د نشه یي توکو قاچاق کوونکي، انسان تښتونکې ډلې او په ځینو وختونو کې وسله وال ډلې د څارنوالانو په نښه کولو تورنوي.