کابل کې چاودنه؛ د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې ادارې ویاند او کارمنان وژل شوي

د عکس سرچینه، ARG
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، نن ګهیځ (یکشنبه، جنوري ۱۰/مرغومي ۲۱) د کابل ښار اتمه ناحیه کې د عامه ساتنې د تصدۍ د عمومي ریاست ویاند ضیا ودان له خپلو دوو ملګرو سره چاودنه کې وژل شوی او یو بل تن ټپي شوی.
د دغه وزارت ویاند طارق ارین په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چاودنه د ځای پرځای شویو چاودېدونکو توکو له کبله شوې، چې دی یې پړه پر طالبانو اچوي. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې دا برید غندلی او زیاته کړې ده چې "پر وطنپالو، ژمنو او خدمتګارو شخصیتونو برید د اسلامي ارزښتونو خلاف او بشري ضد جنایت دی".
که څه هم طالبانو ددغه برید په اړه څه نه دي ویلي، خو د ولسمشر غني له ادرسه ویلي شوي چې "د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي زیاتوالی دا ښیي چې هغوی سولې ته د ژمنتیا روحیې خلاف بې ګناه خلک وژني او عام المنفعه تاسیسات ویجاړوي".
د کابل امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز په دې اړه وايي:
"طالب ترهګرو د خپلو جنایتونو په دوام، نن ګهیځ د کابل ښار اتمې ناحیې اړوند نور محمد شاه مېنه کې د عامه ساتنې د ادارې ویاند ضیاء ودان موټر د ماین په مټ په نښه کړ، چې له بده مرغه ښاغلی ودان له خپلو دوو همکارانو سره وژلی شوی او یو بل کس ټپي شوی. پېښه د کابل د ارزونې د ګډ ټیم تر جدي څېړنې او ارزونې لاندې ده".
د عامه ساتنې تصدي مشري خوشحال سعادت کوي چې وړاندې د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال وو. د دغې ادارې دنده د کورنیو او بهرنیو دولتي، نا دولتي او نړیوالو بنسټونو ساتنه ده.
په وروستیو کې کابل کې هدفي وژنې ډېرې شوې دي چې امنیتي چارواکي یې پړه پر وسله والو طالبانو اچوي.
خو طالبان وايي هدفي وژنو او د مقناطیسي ماینونو چاودنو کې دوی لاس نه لري.
د عامه ساتنې د تصدۍ عمومي ریاست د کورنیو چارو وزارت اړونده اداره ده، چې دولتي، خصوصي او نړیوالو برخو ته امنیتي خدمتونه وړاندې کوي.

د عکس سرچینه، Social Media
د دولتي، نادولتي او نړیوالو پروژو ساتنه، امنیت او د اکمالاتي کتارونو او د بهرنیو پوځیانو لوجستیکي اکمالاتو د لېږد حفاظت ددغې ادارې له فعالیتونو ګڼل کېږي.









