د کابل چاودنه کې يوه مېرمن وژل شوې او اته تنه نور ټپيان دي

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي د کابل ښار چاودنه کې لږ ترلږه يوه مېرمن وژل شوي او اته تنه نور ټپيان شوي دي.
عينی شاهدان وايي، د کابل د تايمني په سیمه کې يو کرولا ډوله موټر له يوه بس سره ټکر شو او چاودنه رامنځ ته شوه.
تراوسه معلومه نه ده چې د دغه بس سپرلۍ څوک وو او هېڅ ډلې يا کس هم د دغه بريد مسووليت پر غاړه نه دی اخيستی.
پوليس وايي د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.
څو ورځې وړاندې وسله والو کسانو کابل کې پر پوځي روغتون بريد کړی و چې لسګونه تنو ته په کې مرګ ژوبله واوښته. د دغې بريد مسووليت اسلامي دولت نومې ډلې منلی و.






