د قومي مشرانو او کادرونو وژنه: ملي امنیت شورا یې پړه پر طالبانو وراچولې

د عکس سرچینه، NSC
د افغانستان ملي امنیت شورا د هغو کدرونو او قومي مشرانو د وژنې په اړه کتاب چاپ کړی دی چې د دې ادارې په وینا، طالبانو وژلي. د "زرګونه جنایات" په نوم دغه کتاب په پښتو او دري ژبو خپور شوی.
په دغه کتاب کې د هغو کسانو پېژندنه، د وژل کېدو ځای او څرنګوالی په ګوته شوی دی چې د ملي امنیت شورا په خبره په تېرو نژدې دوه لسیزو کې د وسله والو طالبانو له خوا په ځانمرګو او هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.
طالبان بیا د دغه کتاب چاپ د دوی پر ضد تبلیغاتي هڅه بولي. د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل، افغانستان کې د وینې تویدنې بنسټیز لامل د بهرنیو ځواکونو حضور دی.
د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د ملي امنیت شورا له خوا خپاره شوي کتاب کې د وژل شویو کسانو دا تائید نه شي کولای چې ټول دې رښتیا طالبانو وژلي وي خو په وینا یې خپله کمېسیون په هرو شپږو میاشتو کې جګړه کې ملکي وګړو ته اوښتې مرګ ژوبلې شمېرې خپروي.
د یاد کتاب په لومړي ټوک کې له ۲۰۰۳ بیا ۲۰۱۹ میلادي کال پورې په ۱۷ ولایتونونه کې د ۷۱۱ وژل شویو افغان علمي کادرونو نوملړ، د هغوی پېژندنې، د وژنې ډول او ځای په اړه مالومات خپاره شوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو په دغه کتاب کې د یو شمېر داسې کسانو د وژل کېدو پړه هم پر طالبانو اچول شوې ده چې د وژنې پر وخت یې طالبانو هر ډول پړه رد کړې وه. د افغانستان ملي امنیت شورا ویاند کبیرحقمل په دې اړه وايي:
"په افغانستان کې چې هر بې ګناه وګړی وژل کېږي مسؤلیت یې ترهګرو ډلو ته ور اوړي. څوک دا ثابتولای شي چې دې ډلو د یوه چا په وژنه کې لاس لرل رد کړي وي، خو په رښتیا دوی نه وي وژلي، بل زموږ څېړنې ښيې، هغه وژنې چې دې ډلو یې پړه نه ده منلې، خو د بریدونو بڼه د دوی بریدونو ته ورته ده"
د ښاغلي حقمل په وینا په راتلونکي کې به د "زرګونه جنایات " کتاب نور ټوکونه هم چاپ کړي او په همدې نوم وېب پاڼه یې هم جوړه کړی.
خلک وکولای شي د یاد کتاب د لوستلو تر څنګ د خپلي کورنۍ قرباني شويو غړو په اړه مالومات په یوه فورمه کې ثبت کړي.
د دغه کتاب له مخې تر ټولو ډېر، یعنی ۱۳۲ کسان په کندهار او یوازې دوه تنه په بلخ کې د طالبانو په لاس وژل شوي دي.
د افغانستان ملي امنیت شورا له نړیوالو محکمو او نړیوالې ټولنې غوښتي چې له طالبانو د دې کسانو د وژني پوښتنه وکړي.

بله خوا د قربانيانو د کورنیو غړي ګیله کوي چې د ملي یووالي حکومت یې چې څنګه پکار وه هغه ډول لاس نیوی نه دی کړی.
د زبیرافغان ورور مولوی عبدالغفور پیروز دوه کاله مخکې په کندهار کې طالبانو ترور کړ. ښاغلي افغان له بي بي سي سره په خبرو کې وویل:
"ولسمشر محمد اشرف غني د شهید پیروز له مېرمنې سره سل زره افغانۍ مرسته وکړه. بیا نو حکومت موږ سره هېڅ ډول مرسته نه ده کړې. زه او ورور مې بې وظیفي یو، خو دولت زموږ د کار غم نه دی خوړلی."
د ملي امنیت شورا دې کتاب کې یوازې د طالبانو له خوا د افغانانو هدفي وژنې ثبت کړې دي، خو په دې وروستیو کې ملګرو ملتونو وویل چې د حکومت پلوه ځواکونو له خوا هم د ملکیانو وژل ډېر شوي دي.
د حکومت پلوه ځواکونو په لاس د ملکیانو د وژنې وروستۍ بېلګې په ننګرهار، لوګر او هلمند کې هغه بمبارۍ دي چې د راپورونو له مخې لسګونه ملکیان په کې ووژل شول او یا هم ټپیان شول.








