د مزار شریف ځانمرګي برید کې قومي مشر ووژل شو

د عکس سرچینه، .
د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې د پنجشنبې په ورځ نن سهار اته بجي په یو ځانمرګي برید کې یو قومي مشر ووژل شو.
د بلخ دامنیه قومندانۍ د امنیت امر عبدالرزاق قادري وايي برید ګر د مارمل ولسوالی یو مخور حاجي عبدالغني په نښه کړی دی.
برید د مزار ښار په اوله ناحیه کې د شادیانو سیمه کې د منصور هوټل مخته شوی دی.
ښاغلی قادری وايي په برید کې د سیمي دوه اوسیدونکې هم ټپیان شوي چې د مزارشریف ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.
دا لومړي ځل دی چې په مزارشریف کې یو قومي مشر د یوه ځانمرګي له لوري په نښه کیږي .
تر اوسه پورې د پیښي پړه چا په غاړه نه ده اخیستې.




