افغانستان: وړتیا لرونکي وزګار او بستونه تش دي

د عکس سرچینه، iarcsc
د افغانستان د اداری سمون او ملکي خدمتونو کمېسون وايي، وزارتونه او خپلواکې دولتي ادارې د کارکوونګو په ګومارلو کې ستونزې او کمزورۍ لري.
دا کمېسون په خپل شپږ میاشتني ۲۸ مخیز رپوټ کې وايي، خالي بستونه او د کار بازار کې وزګار انساني ځواک هېڅ د پرتلې وړ نه دی.
"وزارتونه او ادارې پر دغو بستونو هغه کسان ګومارلی شي، چې غوره متخصص کادرونه دي او ډېر یې په بهرنیو او کورنیو موسسو کې د کار غوره تجربې لري".
په رپوټ کې د ځینې ادارو د اړتیا وړ کسانو د ګومارلو شمېر را وړل شوی، خو دغو ادارو خورا کم کسان جذب کړي دي.
دا اداره وايي، لویې څارنوالۍ ته پکار و، په کال کې ۶۵۸ کسان وګوماري، خو دوی په شپږو میاشتو کې ۵۳ کارمنان استخدام کړي دي.
"د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت ته پکار دي په روان کال کې ۷۷۶ کسان وګوماري، خو تېرو شپږو میاشتو کې یې ۳۹ کسان استخدام کړي دي".
د ۶۰ ادارو پر ځای ۳۷ ادارې رپوټول

د عکس سرچینه، arg
دا کمېسون وايي، د ۱۳۹۶ لمریز کال د لومړیو شپږو میاشتو دا رپوټ یې د ۳۷ ادارو له چارو تیار کړی دی.
د دغه کمېسون موندنې ښيي چې افغان ادارې لا هم د ګومارنې برخه کې ستونزې لري، منظم پروګرام نه لري، د ادارو او کمېسون ترمنځ د همغږ ي نشتوالی، د تشکیل او بستونو په منظورۍ کې ځنډ داسې څه دي چې د ګومارنې پلان یې شاته کړی دی.
د رپوټ له مخې ۳۷ وزارتونو او ادارو ته په روان کال کې د ۸۵۵۸ کسانو د ګومارنې اټکل شوی و، خو دوی یواځې ۳۱۶۰ کسان ګومارلي او دا ښيي چې د ګومارنې ۳۷ سلنه پلان پلی شوی:
"په ولایتونو کې د ۶۴۸۴ بستونو له ډلې ۱۵۲۸ بستونو ته کسان ګومارل شوي دي، چې د ۳۳ سلنه پلان پلیتوب ښيي".
دا کمه ګومارنه په داسې مهال ده چې افغانستان کې بېکاري ورځ تر بلې ډېرېږي او حکومت ته ګوته نیول کېږي چې له اړتیا لرلو سره سره د کارکوونکو په ګومارلو کې پاتې راغلی دی.
۲۵ زره بستونه

د عکس سرچینه، Getty Images
دغه کمېسون وایي، چې نوې ګومارنه کې ۸۴ سلنه کسان د ۱۹ او ۴۰ کلونو ترمنځ عمر لري او دا په ادارو کې د ځوانانو د ګومارنې او د سمون د پلي کولو بهیر ښيي.
د رپوټ له مخې ټاکلې وه، چې له نږدې څلور لکو کارمنانو پنځوس زره په لومړیو شپږ میاشتو کې وارزول شي، خو حکومتي ادارو ۳۴ سلنه ارزولي او دا ارزونه هم "تشریفاتي" او "مناسبه" نه ده.
د رپوټ لیکوال وايي، په دولتي ادارو کې د انساني سرچینو په مدیریت کې دا ستونزې خلکو ته د خدمتونو د وړاندې کولو، حکومتولۍ او په ټول کې له حکومت منفي انځور وړاندې کوي.
د ځینې شمېرو له مخې تر ۲۵ زرو بستونه خالي دي، خو حکومت یې ډکولو کې پاتې راغلی دی.
په رپوټ کې د مالي وزارت د معلوماتو له مخې د روان کال بودیجه هم یاده شوې او وايي، چې عادي بودیجه ۵۹ سنله مصرف شوې او پراختیايي بودیجه ۳۱ سلنه مصرف شوې
د پراخیتایي بودیجې د ټیټ لګښت وجه د پارلمان له لوري د دې بودیجې په ځنډ منظورول، د امنیت نشتوالی، د تدارکاتو پروسې اوږدوالی او نورې ستونزې بلل شوې دي.
تېر کال د بودیجې د لږ مصرفولو له امله ولسي جرګې څو وزیران ور وبلل او باور رایه یې ترې و اخیستله.
د افغانستان د اداری سمون او ملکي خدمتونو کمېسون دا هم وايي، چې د ۶۰ وزارتونو او خپلواکو ادارو له ډلې یواځې له دوی سره د کاري پرمختیاوو د رپوټ په تیارو کې ۳۷ ادارو همکاري کړې او خپل معلومات یې ور سره شریک کړي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دغه کمېسون په دې اوو دېرشو ادارو او وزارتونو کې یې هم پر شپږو تور پورې کړی چې له بیا بیا تماس سره سره یې خورا کمه همکاري ور سره کړې ده.
د دې ادارې د رپوټ له مخې، د ۶۰ وزارتونو او خپلواکو ادارو له ډلې یواځې ۴۳ د څار او ارزونې جرګه ګۍ لري.
ملکي خدمتونو اداره د څار او ارزونې جرګه ګۍ په دې مهمې بولي چې ترلاسه شوي معلومات یې د غوره پروګرامونو جوړولو اوبنسټیزو بدلونو، ستونزو او نیمګړتیاوو پېژندلو کې مرسته کولی شي.









