'پاکستانۍ مدرسې ته لېږدول شوي افغان ماشومان'افغان کونسلګرۍ ته سپارل کېږي

پېښور محکمه

د عکس سرچینه، peshawar high court bench

    • Author, رحمان الله بي بي سي
    • دنده, پېښور

د پېښور عالي محکمې يا هايي کورټ اړوند چارواکو ته امر کړی، هغه ۱۰ افغان ماشومان افغان کونسلګرۍ ته وسپاري، چې په غیر قانوني توګه پاکستان ته لېږدول شوي وو. محکمې چارواکو ته ویلي، باید ډاډ ترلاسه کړي، چې دغه ماشومان به مېندو پلرونو سره یو ځای کېږي.

ځايي پولیس وايي، دغه ماشومان په غیر قانوني توګه پاکستان ته له لېږدول کېدو وروسته د نوښار، اکوړي خټک په یوه مدرسه کې شامل کړل شوي وو. محکمې ته یوه افغان کډوال په عریضه کې ادعا کړې، چې دغه ماشومان یې خپلوان دي.

نوموړی سړی چې د کډوالۍ کارت لري وايي، دغه ماشومان یې د اکوړي خټک افغان کډوالو کمپ ته راوستلي وو. یاد سړي ادعا کړې، چې مدرسې منتظیمونو ترې دغه ماشومان بیولي وو او اوس ورسره د لیدو اجازه هم نه ورکوي.

افغان کډوال پاکستان ته د ماشومانو لېږدولو لپاره څرګند دلیل نه درلود او محکمې پولیسو ته د دغه سړي د نیولو او قضیې د بشپړې څېړنې امر وکړ. محکمې ته وویل شول، چې دغه ماشومان چې عمرونه یې لس کاله یا تر دې لږ دي، د دیني زده کړو لپاره پاکستان ته بیول شوي دي.

وقار احمد سیټ

د عکس سرچینه، Peshawar High Court

د عکس تشریح، قاضي وقار احمد سېټ چارواکو ته امر کړی، چې د قضیې ټول اړخونه وڅېړي

محکمې ته دغه راز وویل شول، چې ماشومان پښتو او اردو نه شي ویلای، ځکه یو ژباړن محکمې ته وبلل شو. ژباړن بیا محکمې ته وویل، چې داسې ښکاري ماشومانو ته ځانګړې روزنه ورکړل شوې ده، ځکه په وینا یې هرې پوښتنې ته ټول په شریکه ځواب ورکوي.

قاضي وقار احمد سېټ له چارواکو پوښتنه وکړه، چې دغه ماشومان څنګه پاکستان ته لېږدول شوي او ولې څارګرو ادارو دې لړ کې فعالیت نه دی کړی؟

قاضي اړوند چارواکو ته امر وکړ، چې د هغې مدرسې منتظیمین هم ونیسي او پوښتنې ګروېږنې ترې وکړي، چې دې ماشومانو پکې زده کړې کولې.

پېښور کې د افغان کونسلګرۍ یوه چارواکي عبدالحمید جلیلي بیا رسنیو ته ویلي، دغه ماشومان د افغانستان بدخشان ولایت هغې سیمې اوسېدونکي دي چې د طالبانو په کنټرول کې ده.

نوموړی وايي، طالبانو دا ماشومان د مذهبي زده کړو لپاره په غیر قانوني توګه د اکوړي خټک یوې مدرسې ته لېږدولي دي.