حکومت: پر قلعه نو مو د طالبانو دویم برید په شا تمبولی؛ طالبان: هېڅ برید مو نه دی کړی

افغانستان

د عکس سرچینه، MOD

د افغانستان شمال لوېدیځ کې د بادغیس چارواکي وايي وسلوالو طالبانو د پنجشنبې پر سهار یو ځل بیا د دغه ولایت پر مرکز قلعه نو ښار برید کړی، خو امنیتي‌ ځواکونو په شا تمبولی دی.

د بادغیس والي حسام الدین شمس بي بي سي ویلې، چې پر سپکو او درنو وسلو سمبالو طالبانو بیا له څو لورو پر قلعه نو بریدونه کړي، له ختیځ یا سوېل ختیځ یې بیا ښار ته نفوذ کړی و، خو د امنیتي ځواکونو ځوابي برید کې سخته مرګ ژوبله ور اوښتې او د شاتګ په حال کې دي.

خو د افغان طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل، دوی نن (پنجشنبه) پر قلعه نو ښار اصلاً کوم برید نه دی کړی، بلکې مقابل لوري د ښار په ختیځه او لویدیځه برخه کې پر طالبانو بریدونه کړي، خو په شا تمبول شوي دي.‌

نوموړي طالبانو ته د اوښتې مرګژوبلې په اړه د افغان چارواکو خبرې هم رد کړې‌ او ادعا یې وکړه چې د افغان پوځ هوایي بریدونو کې د ولسي خلکو د لرګیو هټۍ سوځېدلې دي او زیان ور اوښتی.

د طالبان ویاند زیاته کړه: "د اوس لپاره د ولایتونو د مرکزونو د نیولو کوم بلان نشته.‌ زموږ اوسنی پلان یوازې تر ولسوالیو محدود دی. وروسته به له ولایتونو سره ګورو".

وسله والو طالبانو د بادغیس د ولسوالیو تر نیولو وروسته تېره ورځ د دغه ولایت مرکز ته هم نفوذ وکړ، خو دولتي سرچینو وروسته وویل چې د پراخې مرګژوبلې په ور اړولو سره یې بېرته له ښاره وتلو ته اړ کړل.

نورو سیمو کې د جګړې وروستی حال

افغانستان

د عکس سرچینه، MOD

له دې سره طالبان له تېرې شپې راهیسې د بادغیس په ګاونډي هرات او زابل کې ۶ نورو ولسوالیو د نیولو ادعا کوي.

د هرات شینډنډ، کهسان، پښتون زرغون، کشک کهنه او زنده جان او دا راز د زابل شهری صفا هغه ولسوالۍ دي چې طالبان وايي تازه یې نیولې دي.

حکومتي سرچینو تر اوسه د دغو ولسوالیو له لاسه وتل نه دي تائید کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان دفاع وزارت نن (پنجشنبه) سهار په یوه اعلامیه کې ویلي چې تر هغې په وړاندې ۲۴ ساعتونو کې یې په ځوابي بریدونو او مخامخ نښتو کې ۱۰۷ طالبان وژلي او ۵۸ نور ټپي کړي دي.

د دفاع وزارت اعلامیه وايي طالبانو ته دغه مرګژوبله په لغمان، لوګر، پکتیکا، خوست، بلخ، فاریاب، هلمند، نیمروز، بدخشان، کندوز، تخار او کابل ولایتونو کې اوښتې ده.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دوی ته د اوښتې مرګژوبلې په اړه د افغان چارواکو ادعاوې رد او ټینګار کړی چې په دې اړه کوم ثبوت نشته.