له افغانستان د امریکایي پوځیانو وتنه 'څو ورځو کې' بشپړېږي؛ جرمني پوځیان ټول ووتل

د عکس سرچینه، Getty Images
داسې حال کې چې افغانستان کې جګړې زور اخیستی، رپوټونه وايي ښايي له دې هېواده د امریکايي ځواکونو وتلو بهیر څو ورځو کې بشپړ شي.
امریکايي چارواکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، تمه کېږي چې یو شمېر امریکايي پوځیان به کابل کې د امریکا سفارت او د کابل، حامد کرزي هوايي ډګر ساتنې لپاره پاتې شي.
د یادونې ده، چې تېره میاشت د امریکايي ځواکونو وتلو بهیر له پیلېدو سره جګړه توده شوې او وسله والو طالبانو یو شمېر ولسوالۍ نیولې دي.
د سی این این خبري شبکې په رپوټ کې د هغو امریکايي چارواکو له قوله چې رویټرز سره غږیدلي ویل شوي، یوې دفاعي سرچینې چې نوم یې نه دی یاد شوی ویلي، ''د ځواکونو ایستلو بهیر کې به روانه اونۍ مهمه او د دې پروسې پای وي. ''
داسې تمه کېږي چې په کابل کې به د امریکا سفارت ساتنې لپاره نژدې ۶۰۰ امریکايي پوځیان پاتې شي او دغه راز به سلګونه نور ښايي د دغه ښار په هوايي ډګر کې ځای پر ځای شي.
د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو لپاره د راتلونکې سپتمبر میاشتې ۱۱ مه وروستۍ نېټه ټاکلې، خو وروستیو رپوټونو کې ویل شوي، دا وروستیو میاشتو کې د ځای پر ځای شویو څه باندې څلور زره پوځیانو لویه برخه به د جولای له نیمايي مخکې له دغه هېواده ستانه شي.
له افغانستانه د امریکايي ځواکونو ایستلو بهیر اوس خورا چټک ښکاري.
له افغانستان ټول جرمن ځواکونه ووتل

د عکس سرچینه، Getty Images
بل لور ته جرمني وايي له افغانستان يې د ځواکونو د وتلو بهير بشپړ شوى او پرون دغه هېواد کې پاتې پنځه سوه اويا سرتېري بېرته جرمني ته ستانه شول.
د جرمني دفاع وزيرې "انا گرېت کرمپ کرنباور" په يوه ټويټري پيغام کې ليکلي، افغانستان کې پاتې وروستي جرمن ځواکونه د سې شنبې په ورځ خوندي له هغه هېواد ووتل.
جرمن چارواکو د امنیتي اندېښنو له امله د خپلو وروستیو سرتېرو د وتلو بهیر پټ شانې ساتلی و او پرون سې شنبه چې ټول سرتېري یې ووتل اعلان یې وکړ.
جرمن ځواکونه د هغه هېواد د پارلمان له تصويب وروسته په لومړي ځل د ٢٠٠٢ م کال په جنورۍ کې افغانستان ته تللي وو.
تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته دا لومړی ځل او افغانستان لومړی ځای و چې د جرمني د دفاع وزیرې په وینا جرمن سرتېري له هېواده بهر ماموریت ته استول شوي وو او په وینا یې په مسلکي چلن یې خپل کار ترسره کړ.
له افغانستان د ۵۷۰ جرمن سرتېرو له ستنېدو سره په افغانستان کې د دوی نږدې شل کلن ماموریت پای ته ورسېد.
د دفاع وزیره یې انېګرېت کرمپ-کاررنباور پر ټوېټر لیکلي افغانستان ته تګ کې جرمن سرتېري وازمویل شول او په وینا یې زدکړې یې ترې وکړې.

د عکس سرچینه، Getty Images
دې زیاته کړې، پر دې به بحث وکړي چې د افغانستان په ماموریت کې یې څه ښه وو، څه نه وو او څه یې ترې زده کړل.
نوموړې له یو لک پنځوسو زرو ډېرو هغو جرمن سرتېرو مننه وکړه چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې یې افغانستان کې خدمت کړی او زیاته یې کړه: "پر دې ماموریت ویاړي."
تر بشپړ وتلو وړاندې جرمني په افغانستان کې ۱۱۰۰ سرتېري درلودل چې د ناټو غوځ ملاتړ په چوکاټ کې یې دنده ترسره کوله او تر امریکايي سرتېرو وروسته د دوی شمېر تر ټولو ډېر وو.
د افغانستان جګړه کې ټول ۵۹ جرمن سرتېري وژل شوي چې ډېری یې په شمالي ولایتونو کې مېشت وو او وروستي سرتېري یې هم د مزارشریف له هوايي ډګر د کور پر لور روان شول.










