افغان حکومت: جرمني بین الافغاني خبرو لپاره چمتووالی کوي

.

د عکس سرچینه، @SMP_AF

د عکس تشریح، د سولې په چارو کې د افغان دولت وزیر سلام رحیمي د افغانستان لپاره د جرمني له ځانګړي استازي مارکس پوتزل او په کابل کې د جرمني له سفیر پیټر پروګل سره کتلي دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا بي بي سي ته ویلي، جرمني له افغان چارواکو سره په جرمني کې د 'بین الافغاني خبرو (ډایلاګ)' پر سر سلا مشورې کوي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل وايي، دا به رسمي بین الافغاني خبرې نه و، خو رسمي بین الافغاني خبرو ته به لار هواره کړي.

که څه هم تر اوسه ددغو خبرو لپاره نېټه نه ده ټاکل شوې، خو د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي هم د جرمن سفیر د یوه ټوېټ له مخې ویلي، چې د بین الافغاني خبرو د بل پړاو لپاره چمتووالی پیل شوی دی.

د سولې په چارو کې د افغان دولت وزیر سلام رحیمي د افغانستان لپاره د جرمني له ځانګړي استازي مارکس پوتزل او په کابل کې د جرمني له سفیر پیټر پروګل سره کتلي دي.

بل خوا، په قطر کې افغان طالبان وايي، د قطر دفتر سیاسي پلاوی یې په دوحه کې د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره ناسته لري.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین خپل تازه ټوېټ کې وايي، د دې ډلې مرستیال او د مرکچي پلاوي مشر ملا برادر اخوند پرون هم له زلمي خلیلزاد او افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان سکاټ مېلر سره ناسته درلوده:

"دواړه خواوو د راتلونکو اقداماتو په اړه تفصیلي خبرې وکړې". ښاغلي شاهین ویلي، د سې شنبې په ورځ به هم "د مذاکراتي ټیمونو ګډ مجلس دوام ولري".

خو امریکایانو لا تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

له ښۍ خوا: زلمی خلیلزاد، ملا عبد الغني برادر او سکاټ مېلر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په قطر کې د طالبانو سرچینې وايي، تېره ورځ په دوحه کې ملا عبد الغني برادر له زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له قومندان جنرال سکاټ مېلر سره کتلي.

د طالبانو یوه لوړپوړي غړي د دوشنبې په ورځ بي بي سي ته وویل، امریکا د تاوتریخوالي کمولو لپاره د دوی وړاندیز منلی چې د تړون لاسیکولو پر مهال امن فضا جوړه شي.

دا غړی چې د سولې خبرو کې ښکېل دی له نوم پرته زیاتوي، دا طرحه محدوده ده او له امریکا سره د تړون لاسلیکولو ورځو کې عملي کېږي:

"نن مو خپلمنځي ناسته درلوده. ټولې هڅې د تړون لاسلیکولو پر مراسمو متمرکزې دي. ځکه بل شی پاتې نه دي، په ټول کې هرڅه د تړون لاسلیکولو اړوند دي. که د تاوتریخوالي کمول هم دي، د تړون لاسلیکولو د مراسمو اړوند دي".

امريکايي چارواکو د سولې د خبرو اترو له بيا پيلېدا وروسته بيا بيا ويلي چې اوربند او يا د تاوتريخوالي د کچې کمېدل به د خبرو اصلي ټکى وي.

داسې يو گام د دوى په وينا چې د افغانانو خپلمنځۍ ناستې او يو تلپاتې اوربند ته لار پرانېځي.

د ویډیو تشریح، ارګ: له بشپړ اوربند پرته به د سولې لپاره ګډې هڅې پایلې و نه لري

افغان حکومت له څو ورځو راهیسې بیا بیا پر اوربند ټینګار کوي او وايي، د تاوتریخوالي کمولو طرحه ګونګه او د طالبانو له خوا نړیوالې ټولنې ته دوکه ور کول دي.

خو دا طالب غړی وايي، افغان حکومت د اوربند مسله پلمه کوي، په دې ډول د سولې بهیر زیانمنوي چې تر پنځو راتلونکو کلونو بیا واک کې پاتې شي.

د طالبانو - امریکا خبرې له پیله تر اوسه

تر اوسه د امریکايي دیپلوماتانو او طالب استازو ترمنځ د خبرو اوه پړاوونه تېر شوي؛ شپږ ناستې د قطر په دوحه او یوه د متحده عربي اماراتو ابو ظبۍ ښار کې.

لومړی پړاو: د دواړو اړخونو ترمنځ خبرې لومړی ځل د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر میاشتې پر ۱۲مه د قطر دوحه کې پیل شوې.

دویم پړاو: د دویم پړاو خبرې د ۲۰۱۸ کال د نومبر پر ۱۶مه بیا د قطر په کوربتوب په دوحه کې وشوې.

درېیم پړاو: د ۲۰۱۸ کال د دیسمبر پر ۱۷مه، د درېیم پړاو خبرې د متحده عربي اماراتو ابو ظبۍ ښار کې ترسره شوې، چې درې ورځې یې دوام وکړ او طالبانو افغان پلاوي ته خبرو کې د ګډون اجازه ورکړه.

څلورم پړاو: د ۲۰۱۹ کال جنورۍ میاشت کې د څلورم پړاو خبرې د قطر دوحه کې وشوې.

پنځم پړاو: د پنځم ځل لپاره طالب او امریکايي استازي د روان ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ پر ۲۵مه دوحه کې سره جرګه شول، زلمي خلیلزاد په لومړي ځل د طالبانو د تحریک له مرستیال ملا عبد الغني برادر سره دوحه کې وکتل. د دې پړاو خبرې ۱۶ ورځو ته وغځېدې.

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پر ملا برادر سربېره نورو طالب چارواکو هم پرونۍ غونډه کې ګډون کړی دی.

شپږم پړاو کې نهه ورځې خبرې وشوې او د تېر غوايي پر ۱۹مه پای ته ورسېدې. دواړو خواوو اعلان وکړ چې دا ځل خبرو کې ډېر پرمختګ وشو.

اوم پړاو خبرې د تېرې جون میاشتې پر ۳۰مه دوحه کې پیل شوې او څو ورځې یې دوام وکړ. ددغه پړاو خبرو کې دواړو خواوو نور پرمختګ هم وکړ او پر ځینو مسلو یې نظرونه سره یو شول.

اتم پړاو کې، چې د اګسټ پر درېیمه پیل شو، د زلمي خلیلزاد په وینا، له طالبانو سره یې خبرې ګټورې وې او پر تخنیکي جزییاتو یې خبرې وکړې، خو د اټکلونو خلاف دا ځل هم ددې خبرو په پای کې کوم مهم پرمختګ اعلان نه شو.

نهم پړاو د اګسټ پر ۲۲مه پیل شو او د سپتمبر تر لومړۍ یې دوام وکړ. په دې خبرو کې امریکایانو او طابانو په اصولو کې یوې خپلمنځي هوکړې ته ورسېدل. زلمي خلیلزاد وویل، که د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه په سمه توګه پلې شوه او شرایط سم وو، په افغانستان کې مېشت امریکایي پوځیان به د ۱۳۵ ورځو په ترڅ کې له ۵ پوځي اډو ووځي.

د نومبر پر ۲۳مه، د طالبانو یوې لوړ پوړې سرچینې بي بي سي ته ومنله، چې د طالبانو د سیاسي دفتر استازو او د افغان سولې خبرو لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر منځ د قطر پلازمېنه دوحه کې غیر رسمي ناسته شوې، خو رسماً د خبرو بهیر نه دی پیل شوی.