جرمني افغانستان کې خپل پوځي حضور تر ۲۰۲۲ کال پورې وغځاوه

جرمني پوځیان

د عکس سرچینه، Maurizio Gmbarini

د عکس تشریح، دا پرېکړه اوس د بونډسټاګ یا جرمني د ولسي جرګې تایید ته اړتیا لري

د جرمني حکومت په افغانستان کې د خپلو پوځيانو ماموریت غځولی دی. د جرمني د حکومت دا پرېکړه اوس د دغه هېواد د فډرالي پارلمان تایید ته هم اړتیا لري.

د حکومت دغې پرېکړې له مخې، جرمني ځواکونه به تر لسو نورو میاشتو په افغانستان کې پاتې کېږي.

په افغانستان کې د جرمني پوځيانو د ماموریت غځولو پرېکړه د ناټو د دفاع وزیرانو له ناستې نژدې یوه اونۍ وروسته شوې ده. ناټو ویلي وو، تر اوسه یې له افغانستان د ځواکونو د ایستلو پرېکړه نه ده کړې.

جرمني اوسمهال په افغانستان کې ۱۱۰۰ پوځيان لري چې تر امریکا وروسته دا په افغانستان کې د بهرنیو پوځيانو لوی شمېر دی.

د جرمني د حکومت ویاند سټیفن سایبرټ دوچویله شبکې ته ویلي، د نوې پرېکړې له مخې به لږترلږه یو زر او ۳۰۰ جرمني پوځیان په افغانستان کې حضور ولري.

ښاغلي سټیفن وویل، دا پرېکړه د افغانستان وضعیت ته په پام سره شوې ده.

په افغانستان کې د جرمني اوسنی پوځي ماموریت په راتلونکې مارچ میاشت کې پای ته رسېږي، خو د دغه هېواد د کابینې نوې پرېکړې له مخې که پارلمان یې تایید کړي، جرمني ځواکونه به د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ تر ۳۱مې په افغانستان کې پاتې کېږي.

بله خوا، د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ وايي افغان حکومت د ناټو او نړیوالې ټولنې د همکاریو ملاتړ کوي او د جګړې اصلي پېټی او د خپلې خاورې د دفاع چارې د افغان ځواکونو پر اوږو دي:

"په افغانستان کې امنیتي او نظامي مسئولیت د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر غاړه دی او عملیات او جګړې هم دغه ځواکونه مخته وړي. په افغانستان کې که بهرني ځواکونه وي یا نه وي، د افغانستان د قلمرو او د خلکو د دفاع مسئولیت زموږ پر غاړه دی. که ناټو او نړیواله ټولنه په پوځي روزنه کې له موږ سره همکاري کوي، هرکلی یې کوو".

جرمني پوځيان په تېرو کلونو کې د افغانستان په شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې مېشت وو او د پوځي ماموریت پر مهال ۵۴ الماني پوځيان په افغانستان کې ژوند بایللی دی.

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په افغانستان کې د نیوزیلنډي ځواکونو د حضور پرمهال ۱۰ نیوزیلنډي سرتېري وژل شوي.

طالبانو تر اوسه په افغانستان کې د جرمني د پوځي ماموریت غځېدو په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو وړاندې یې له افغانستانه د نیو زیلنډي ځواکونو د وتلو د پرېکړې هرکلی کړی و او له نورو هېوادونو یې هم غوښتي وو چې د نیو زیلنډ لار تعقیب کړي.

نیوزیلنډ یوه اونۍ مخکې اعلان وکړ، چې تر دوو لسیزو پوځي ماموریت وروسته له افغانستان خپل ټول پوځيان وباسي.

د نیو زیلنډ لومړۍ وزیرې جسینډا ارډرن ویلي وو، بین الافغاني مذاکرات په دغه ناامن هېواد کې د یوې تلپاتې سیاسي حل لارې ښکارندوی دي، په دې معنا چې نور په افغانستان کې د نیو زیلنډي پوځيانو حضور ته اړتیا نه شته.