طالبان: بهرني هېوادونه دې د افغانستان له نه ګټونکې جګړې خپل پوځیان وباسي

NATO

وسله والو طالبانو له افغانستانه د نیوزیلنډي سرتېرو د وتلو پر پرېکړه غبرګون کې د نیوزیلنډ دا ګام ستایلی دی.‌

د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر لیکلي: "د نیوزیلنډ هېواد دا اقدام چې د دوحې د تړون په اساس خپل عسکر له افغانستان څخه باسي، د هرکلي وړ دی. موږ له ټولو هغو هېوادونو د ورته اقدام غوښتنه کوو چې د خپل هېواد عسکر يې د افغانستان په اوږده او نه ګټونکې جګړه کې ستړي کړي دي".

د نیوزیلنډ لومړۍ وزیرې جسینډا ارډرن چارشنبه اعلان وکړ چې په افغانستان کې له دوو لسیزو حضور وروسته به له دې هېواد خپل ټول ځواکونه وباسي.

دا وايي، د سولې بین الافغاني مذاکرات د یوې تلپاتې سیاسي حل لارې ښکارندويي کوي. په دې معنا چې په افغانستان کې نور د نیوزیلنډ ځواکونو ته اړتیا نشته.‌

اغلې ارډرن وویل، په افغانستان کې د نیوزیلنډ له ۲۰ کلن پوځي حضور وروسته اوس د نیوزیلنډي ځواکونو د ستنولو وخت رارسېدلی.

له ۲۰۰۱ کال راهیسې شاوخوا درې زره او ۵۰۰ نیوزیلنډ‌ي ځواکونه افغانستان کې مېشت وو چې په ځانګړو ځواکونو، ولایتي بیارغونې ټیم او روزونکو کې یې فعالیت درلود.‌

ارډرن

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اغلې ارډرن وویل، په افغانستان کې د نیوزیلنډ له ۲۰ کلن پوځي حضور وروسته اوس وخت د نیوزیلنډي ځواکونو د ستنولو وخت رارسېدلی.

د نیوزیلنډ ډېری پوځیان په مرکزي بامیان ولایت کې مېشت وو.‌

له ۲۰۱۳ کال وروسته، کله چې افغانستان کې امنیتي مسئولیت افغان ځواکونو ته وسپارل شو، په دې هېواد کې د بهرنیو ځواکونو شمېر هم ورسره په کمېدا شو او نیوزیلنډي ځواکونه بیخي کم کړل شول.‌

اوس یوازې شپږ نیوزیلنډي ځواکونه افغانستان کې پاتې دي چې درې یې افغان ځواکونه روزي او نور یې کابل کې د ناټو مرکزي قومندانۍ کې مېشت دي.

په افغانستان کې د نیوزیلنډي ځواکونو د حضور پرمهال ۱۰ نیوزیلنډي سرتېري وژل شوي.

اغلې ارډرن وویل، له دې هېواد د نیوزیلنډ‌ي ځواکونو ایستل به له خپلو نړیوالو شریکانو سره په همغږۍ ترسره کېږي.

د بهرنیو ځواکونو پر وتلو د طالبانو ټینګار

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په افغانستان کې د نیوزیلنډي ځواکونو د حضور پرمهال ۱۰ نیوزیلنډي سرتېري وژل شوي.

طالبانو او امریکا یو کال مخکې د سولې تړون لاسلیک کړ او اوس افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر هم ډېر کم شوی دی.

د دې هوکړې له مخې په پام کې ده چې د روان کال تر مې میاشتې له افغانستان ټول امریکايي ځواکونه ووځي، خو امریکا طالبان د سولې تړون پر ماتولو تورنوي او وايي چې له القاعده شبکې سره یې لاهم خپل اړیکي نه دي غوڅ کړي او افغانستان کې یې تاوتریخوالی نه دی کم کړی.

طالبانو تېره ورځ د امریکا ولس ته په یوه لیک کې ویلي وو، له امریکا سره یې د هوکړې هدف دا و چې افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پاتېدل د هیڅ لوري په ګټه هم نه دي او د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه له طالبانو سره د هوکړې په بشپړ پلي کیدو پای ته رسېدلای شي.

طالبانو د دوی او امریکا ترمنځ د دوحې سولې تړون د لومړي کال د پوره کېدو په درشل کې دغه ۱۱ ماده یي لیک داسې مهال خپور کړی چې د امریکا نوې ادارې د دې هوکړې د بیاکتنې پرېکړه کړې ده.

دوه ورځې مخکې د ناټو سرمنشي ین سټولټنبرګ ویلي وو، تر مناسب وخت رارسېدو مخکې به له افغانستان د ناټو ځواکونه ونه وځي.

نن (چارشنبه) په پام کې ده چې د ناټو غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو ناسته کې، چې په انلاین بڼه ده، افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور وارزول شي او له دې هېواد د بهرنیو ځواکونو د وتلو د مهالوېش په اړه پرېکړه وکړي.