افغانستان کې څومره بهرني ځواکونه دي او څه کوي؟

usa

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د طالبانو او امریکا د سولې تړون پیلېدو سره له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتل هم پیل شول او دا لړۍ لا هم روانه ده.

د امریکا دفاع وزارت یا پنټګان وايي، د جنورۍ تر ۱۵ له افغانستان تر دوه زرو سرتېري کموي او دې سره به افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر دوه نیم زرو ته کم شي.

د امریکا د ولسمشر او پوځي چارواکو له دې پرېکړې سره ان د دغه هېواد ځینې جمهوریپال مشران هم جوړ نه دي او د ناټو سرمنشي ین ستولتنبرګ وايي، د امریکايي ځواکونو ناهمغږي او بېړني وتل به درنه بیه ولري.

پوښتنه دا ده چې افغانستان کې څومره امریکايي، ناټو او قراردادي ځواکونه شته او څه کوي.

line

د بي بي سي پښتو رادیو مشر دواد اعظمي یې په دې ډول روښانوي

د تېرې فبرورۍ پر ۲۹ چې طالبانو او امریکا د سولې تړون لاسلیکاوه، افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر نژدې ۱۳ زره وو او شاوخوا ۱۵ زره ناټو پوځیان وو او تر شل زرو نظامي قراردادیان وو او دې سره نظامي برخه کې د ټولو بهرنیانو شمېر ۴۵ زره یا ۵۰ زرو ته رسېده.

د طالبانو او امریکا د سولې تړون پیلېدو سره له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتل هم پیل شول او دا لړۍ لا هم روانه ده.

د سولې تړون له مخې ټول بهرني پوځیان باید د ۲۰۲۱ کال تر مۍ میاشتې پورې ووځي.

که څه هم د تړون دا ماده په خپل ډول سره سمه پلې کېږي، خو د دې تړون نورو برخو کې پوره پرمختګ نشته او دا مهال افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر تر څلور نیم زرو بلل کېږي او خپل فعالیت کوي.

ور سره نژدې اوه زره د ناټو نور پوځیان هم مېشت دي چې د امریکايي ځواکونو سره یې شمېر شاوخوا ۱۲ زره کېږي.

سربېره پر دې، نژدې ۱۵ زره نور نظامي قراردادیان هم افغانستان کې مېشت دي چې له ګډو ځواکونو سره همکاري کوي او دې سره افغانستان کې د قراردادیانو په ګډون د بهرنیو ځواکونو تر شل یا پنځه ویشت زرو پورې شمېر رسېږي.

اوس پلان دا دی چې را روانو دوو میاشتو کې د امریکايي ځواکونو شمېر دوه نیم زرو ته ټیټ شي او د ناټو او نورو قراردادي ځواکونو شمېر هم ښايي دې تناسب سره کم شي.

افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو رول

طالبان
د عکس تشریح، طالبانو په وروستیو کې بریدونه ډېر کړي دي

امریکايي او ناټو پوځیان افغانستان کې دوه مهم فعالیتونه لري؛ د ترهګرۍ ضد عملیات او د اورپکو ډلو په تېره د "القاعده" او "اسلامي دولت" نومې (داعش) ځپل، بمبار او نور عملیات او د طالبانو خلاف عملیات تر ډېره د امریکايي ځواکونو کار دی.

افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو بل مهم رول د افغان پوځ روزل او له دوی سره همکاري ده چې د ناټو غړي هېوادونه هم پکې ډېر رول لري.

دا روزونکي افغان ځواکونو او افسرانو او د دوی له مختلفو ډلو سره په ولایتونو او مرکز کابل کې په پوځي اډو کې مېشت دي همکاري او روزنه یې کوي، مشهورې ور کوي او استخباراتي همکاري ور سره کوي.

سره له دې چې د افغانستان سرپرست دفاع وزیر اسدالله خالد د سې شنبې په ورځ ولسي جرګې ته د باور رایې ترلاسولو وینا کې وویل، د بهرنیو ځواکونو وتلو صورت کې دوی د خپلې خاورې دفاع کولی شي، خو له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتل او یا کمېدل به پر امنیتي وضعیت اغېز ولري.

که څه هم د ترهګرۍ ضد عملیات به نسبتاً په محدوده کچه روان وي، ځکه د امریکا ترهګرۍ ضد ځواکونه به بشپړ نه وځي او یو څه به پاتې وي، دوی به خپل فعالیت روان ساتي، لکه بمبار او ځینې عملیات به کوي.

خو د بهرنیو ځواکونو کمېدو سره به د افغان ځواکونو پر روزنه او ټرېنینګ منفي اغېز وشي، ځکه د روزونکو او مشاورانو شمېر به کمېږي.

بل دا چې بهرني ځواکونه له خپلو اډو وځي او تېرو پنځو میاشتو کې یې هم پنځه اډې پرېښودلې او ولایتونو کې به تر دې وروسته د دوی حضور او فعالیت کمېږي یا به بېخي ختمېږي او ډېری بهرني ځواکونه به تر کابل یا کابل ته نژدې سیمو پورې محدودېږي دې سره به نه یواځې د ترهګرۍ ضد فعالیت او بمبار کې د دوی فعالیت او رول کم شي، بلکې د افغان ځواکونو پر روزنه به هم منفي اغېز وکړي.

ټرمپ ولې ځواکونه باسي؟

امریکا

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د امریکايي ځواکونو وتلو سره د تاوتریخوالي ډېرېدو وېره هم شته.

د طالبانو او امریکا تړون کې ویل شوي چې امریکا او ناټو به بالاخره خپل ټول ځواکونه له افغانستان باسي، خو ولسمشر ټرمپ د طالبانو له تړون مخکې هم ویل چې امریکا له افغان جګړې باسل غواړي، ځکه نوموړی دا جګړه بې پایه او بې ګټې بولي.

د نوموړي هدف دا دی چې د افغان جګړې لګښت وسپموي، دا پیسې امریکا کې مصرف کړي، د پوځیانو مرګ ژوبله یې ختمه شي یا یې مخنیوی وکړي او امریکا پر لویو سیالیو تمرکز وکړي.

د دې ترڅنګ نوموړي له خپلو سیاسي پلویانو سره ژمنه کړې وه چې د ولسمشرۍ لومړۍ دوره کې به افغان جګړه ختمه او ټول پوځیان ستانه کړي.

خو دومره لږ وخت کې دا ژمنه پوره کولی نه شي، ځکه د ولسمشرۍ یې نژدې دوه میاشتې پاتې دي او تر دې دورې پنځه ورځې مخکې به افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر دوه نیم زرو ته ټیټ شوی وي.

نو که ولسمشر ټرمپ ټول امریکايي سرتېري له افغانستان اېستلي نه وي او لږ به یې پاته وي، بیا به هم دا لویه لاسته راوړنه بولي او خپلو ملګرو ته به ویلی شي چې دا ژمنه یې هم تر یوه بریده پوره کړه.

اوس به خبره د امریکا ټاکلي ولسمشر جو بایډن ته پاتې وي چې د جنورۍ پر ۲۰ د ولسمشرۍ دوره پیلوي، خو مالومه نه ده چې له افغانستان د ځواکونو اېستلو کې د ډونلډ ټرمپ په لار ځي که بدلون پکې راولي.