جرمن پوځ له افغانستان خپل زرګونه لېتره الکولي بیر بېرته وړي

جرمني له افغانستان د ځواکونو وتل پیل کړي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جرمني له افغانستان د ځواکونو وتل پیل کړي دي.

له افغانستان د ناټو ځواکونو وتلو بهیر کې جرمني له دغه هېواد تر ۲۲ زره ۵۰۰ سوه لېترو ډېر بیر بېرته وړي.

د بهرنیو ځواکونو د وتلو درشل او افغانستان کې د تاوتریخوالي ډېرېدلو سره بهرنیو قومندانانو خپل سرتېري له بیر څښلو منع کړي دي.

دوی وايي غوښتل یې دا بیر ځايي ځواکونو ته وسپاري، خو هغوی هم پلورلی نه شول ځکه یې پرېکړه وکړه چې جرمني ته یې واستوي.

د جرمني دفاع وزارت ویاندې د دوشنبې په ورځ وویل، دوی د دې څښونیو د وړلو لپاره له یوه ولسي قراردادي سره تړون کړی دی.

د امریکا ولسمشر تېر اپرېل وویل، ټول امریکايي ځواکونه به د راتلونکي سپټمر ۱۱ پورې له افغانستان ووځي.

د ناټو غړو هم ژر وویل، چې د دې تړون پوځیان به د دغه مهالوېش له مخې له افغانستان ستانه شي.

له هغه راهیسې افغانستان کې تاوتریخوالی ډېری شوی دی.

حکومت، امریکا او ناټو طالبان د دې تاوتریخوالي په زیاتولو او په ژمنو کې په پاتې راتلو تورنوي، خو دا ډله دا تورونه ردوي.

جرمن ورځپاڼې در شپېګل د جمعې په ورځ وویل، افغانستان کې د جرمن ځواکونو اډو کې خورا ډېر الکول شته.

جرمني پوځیان

د عکس سرچینه، Maurizio Gmbarini

د عکس تشریح، جرمن ځواکونه تر ډېره د افغانستان شمال کې وو.

جرمن پوځیان په دودیز ډول ورځ کې دوه بوتله بیر او یا د نورو الکولو ورته اندازه څښلی شي.

دا رپوټ وايي، د افغانستان شمال ته مزار شریف کې د جرمني مارل کمپ کې تر شپېتو زرو بوتلو ډېر بیر او سلګونه بوتله شراب او شمپاین شته.

د جرمني دفاع وزارت ویاندې کریسټینا بیوټسي د دوشنبې په ورځ وویل، قراردادي به دا څښوني له افغانستان د وروستي سرتېري تر ستنېدو مخکې دغه هېواد ته ولېږدوي.

جرمنې دا مهال تر ۱۱ سوو ډېر سرتېري افغانستان کې لري او دغه هېواد ته د ځواکونو لېږلو راهیسې یې تراوسه نږدې ۵۹ سرتېري وژل شوي دي.