امریکا د پوځیانو له ایستلو وړاندې خپل زرګونه افغان کارکوونکي هم له افغانستان وباسي

د عکس سرچینه، Getty Images
لوړ پوړي امریکايي چارواکي وايي، په سپتمبر میاشت کې له افغانستانه د خپلو ټولو ځواکونو له ایستلو مخکې پلان لري هغه زرګونه افغانان هم له دغه هېواده وباسي، چې له امریکايي پوځ سره یې دنده درلوده.کېدای شي دې پلان کې تر پنځوس زرو پورې کسان له کورنیو سره نورو هېوادونو ته ولېږدول شي.
هغه افغان ژباړن چې له امریکایانو سره یې دندې درلودې، د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د طالبانو له لوري د غچ له خطر سره مخامخ دي.
۱۸۰۰۰ افغانانو د امریکا ویزا ترلاسه کولو لپاره غوښتنلیکونه وړاندې کړي، خو د ویزا ورکولو اوږدمهاله بهیر له کبله ډېری هغو تر اوسه ویزا نه ده ترلاسه کړې.
د پلان له مخې به دغه کسان لومړی نورو هېوادونو ته استول کېږي، چې په خوندي چاپېریال کې یې د ویزو غوښتنلیکونه نهايي شي.
د پنجشنبې پر ورځ سپینه ماڼۍ کې د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن وویل:
''هغه چې له موږ سره مرسته کړې، تر شا به نه پرېښودل کېږي. دوی ته به د هر هغه چا په څېر دلته هرکلی وویل شي، چې له موږ سره یې مرسته کړې. ''
د یادونې ده، چې د متحدو ایالتونو ولسمشر به د جمعې پر ورځ له خپل افغان سیال محمد اشرف غني سره وویني.
تمه کېږي چې دواړه مشران به د افغانستان اوسني امنیتي وضعیت او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته له دغه هېواد سره د امریکا ملاتړ پر څرنګوالي وغږیږي.
جمهوریپال کانګرس غړي مایک مکاول چې د ژباړنو ایستلو پروګرام ملاتړی دی رویټرز خبري اژانس ته وویل، هغه نهه زره ژباړن او کورنۍ به یې دغه پلان کې شامل وي، چې د ځانګړو ویزو (ایس ای وې ایس) لپاره یې غوښتنلیکونه وړاندې کړي دي.
نوموړی وايي:
''ښايي د ۵۰ زره کسانو د ویزو خبره کېږي. په هېواد کې دننه د دوی د ویزو پروسې چټکولو هېڅ لار نه شته... په وختي توګه به دا د دوی ژوند وژغوري. ''
د نوموړي په خبره ''هغه احتمالي ځایونه چې په هکله یې وړاندیز شته کویت، قطر، متحده عربي امارات او بحرین کېدای شي. ''
نوموړی زیاتوي د (خلکو لېږدولو) دې عملیاتو کې به 'ګڼ شمېر الوتنې ' شاملې وي.

د عکس سرچینه، AFP
بل لور ته د امریکا دفاع وزارت پنټاګان ویاند جان کربې وايي، د دې کسانو ایستلو پر پلان کار کېږي، خو په خبره یې د ایستلو لپاره یې ښايي پوځي الوتکو ته اړتیا نه وي.
نوموړي خبریالانو ته وویل:
''موږ په دې موضوع جدي کار کوو. موږ پوهېږو چې د دې خلکو او د دوی د کورنیو پر وړاندې یوه ژمنتیا لرو. پر پلان کار کېږي او ګڼ شمېر اختیارات لرو. ''
ځینې نور لوړ پوړي امریکايي چارواکي چې دې پلان کې شامل دي وايي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته به هم د ''هغو کسانو لپاره چې افغانستان کې پاتې شي '' د ویزو پروسه روانه وي.
د اې ایف پي خبري اژانس په رپوټ کې د یوه لوړ پوړي امریکايي چارواکي له قوله ویل شوي، ''که اړتیا پېښه شي، موږ بیا د ایستلو یا ځای ځایګي بدلولو پر نورو اختیاراتو هم غور وکړو. ''
د امریکا ولسمشر جو بایډن په تېر اپریل میاشت کې اعلان وکړ، چې په افغانستان کې له ۲۰ کلن پوځي حضور وروسته د خپل هېواد ټول ځواکونه د راتلونکې سپتمبر میاشتې تر ۱۱ مې پورې له دغه هېواده باسي.
د ناټو ماموریت په چوکاټ کې دا مهال لږ تر لږه ۲۵۰۰ امریکايي سرتېري افغانستان کې دېره دي.









