بریتانیا سلګونو افغانانو او د دوی کورنیو ته د ویزې ورکولو بهیر چټکوي

British soldiers in Afghanistan

د عکس سرچینه، PA Media

د عکس تشریح، برتانوي پوځیانو پر ۲۰۱۴ کال هلمند کې یرغلیز عملیات پای ته ورسول.
    • Author, جانتن بېل
    • دنده, دفاعي خبریال

د بریتانیا حکومت وايي، هغو سلګونو افغانانو ته بریتانیا کې د استوګنې ور کولو بهیر چټکوي چې د دغه هېواد پوځ او حکومت سره یې کار کړی دی. د دې کسانو لویه برخه هغه افغان ژباړونکي دي چې بریتانوي پوځ سره یې دندې درلودې.

د نوي پلان له مخې د دغو کسانو او د کورنیو په ګډون یې تر درې زرو ډېر افغانان بریتانیا کې مېشتېږي، خو تر دې مخکې هم نږدې ۱۳ سوه کسانو ته بریتانیا کې اقامه یا استوګنه ور کړل شوې ده.

د بریتانیا د حکومت دا پرېکړه په داسې مهال ده چې ټاکلې ده، تر سپټمبر ټول بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي او له دغه هېواد او نورو بهرنیو ځواکونو او ادارو سره د کاري مخینې لرونکو افغانانو د خوندیتوب اندېښنې شته.

د بریتانیا دفاع وزیر بن والس وايي، یوازنۍ سمه لار د پلان چټکول دي.

د هغه په خبره، داسې کسانو ته بریتانیا کې استوګنه ور کول کېږي چې وېره ده "د طالبانو د غچ اخیستلو خطر سره به مخ شي. "

پر ۲۰۱۴ کال چې هلمند کې بریتانوي ځواکونو یرغلیز عملیات پای ته ورسول، د همکارو افغانانو د خوندیتوب غوښتنه یې هم را پورته شوه او دې برخه کې هلمند ته تللي بریتانوي ځواکونه د دوی ډېر ملاتړي دي.

پخوانیو پلانونو کې د بریتانیا د ویزې غوښتونکو ته سخت قیودات وو او د همکارو افغانانو د خدمت موده او د دندې ډول پکې ډېر مهم و؛ د ساري په ډول هغو ژباړنو ته غوره توب و چې تر یو کال ډېر مهال یې له بریتانوي پوځ سره د هلمند د جګړې لومړۍ کرښه کې دنده درلوده.

خو د حکومت د نوې پالیسۍ له مخې د دندې حالت، مودې یا ډول ته له پام پرته هر هغه اوسني یا پخواني کس ته غوره توب ور کول کېږي چې د ارزونې له مخې یې ژوند په سخت خطر کې وښودل شي.

نژدې ۲۸۵۰ ژباړنو افغانستان کې له بریتانوي ځواکونو سره دنده تر سره کړې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، نژدې ۲۸۵۰ ژباړنو افغانستان کې له بریتانوي ځواکونو سره دنده تر سره کړې

د بریتانیا حکومت وايي، دې ګام سره دا حقیقت ښودل غواړي چې افغانستان کې امنیتي حالت بدل شوی دی او تېرو شلو کلونو کې د بریتانیا حکومت او پوځ سره همکارو ځايي کارمنانو ژوند ته بالقوه خطر تاییدوي.

د افغان بیا مېشتېدو او مرستې پالیسي په نوم نوی پلان د تېر اپرېل پر لومړۍ نېټه جوړ شو.

د کورنیو چارو وزیر پریټي پټېل دا ګام "اخلاقي ژمنه" بولي.

حکومت په یوه بیان کې وايي: "لومړي وزیر د دفاع، کورنیو او استوګنې چارو وزارتونو، ټولنو او ځايي حکومت ته دنده سپارلې چې د نوې پالیسي له مخې د ځايي افغان کارمنانو او د دوی د کورنیو د لېږد او استوګنې ور کولو بهیر چټک کړي. "

که څه هم لا روښانه نه ده چې څومره افغانان به بریتانیا کې مېشت شي، خو حکومت وايي، تر درې زرو ډېرو ته به استوګنه ورکړي.

که څه هم تر نورو پلانونو د نوي پلان له مخې ډېرو افغانانو ته وزیزې ور کول کېږي خو هر هغه کس هم دې ویزې ته د غوښتنې حق نه لري چې له بریتانیا سره یې کار کړی دی؛ لکه ځینې هغه ځايي افغان کارمنان چې د بریتانوي پوځ یا حکومت سره د کار پر مهال د ناوړه چلن له مخې له دندې شړل شوي دي.

"لویه سرښندنه"

British soldiers in Helmand

د عکس سرچینه، PA

د عکس تشریح، برتانوي ځواکونه په هلمند کې.

د بریتانیا دفاع وزیر بین والس وايي، له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتلو سره د دوی همکارو افغانانو ته د طالبانو د هدفي بریدونو په ګډون ګواښ ډېرېږي.

نوموړي بي بي سي ته وویل: ''هغو افغانانو چې د بریتانیا لپاره یې کار کړی، زموږ د خوندیتوب لپاره یې لویه سرښندنه کړې او اوس زموږ وار دی چې متقابل عمل وکړو. ''

د کورنیو چارو وزیر پټېل هم وايي: "دا زموږ اخلاقي دنده ده چې هغه خطر تایید او د دوی د هڅو قدر وکړو چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې ور سره مخ وو. "

نوموړی وايي، په دې خوشال دی چې اوس دا ژمنه پوره کوي او افغان کارمنانو او د دوی کورنیو ته بریتانیا کې د نوي ژوند پیلولو چانس ور کوي.

د روان میلادي کال لومړیو کې بریتانیا افغانستان کې ۷۵۰ سرتېري درلودل چې تر ډېره یې کابل کې امینت ټینګاوه.

د امریکا د ولسمشر جو بایډن د تېر اپرېل پرېکړې سره تر راتلونکي سپټمر ټول امریکايي ځواکونه له افغانستان وځي.

ناټو هم ورته پرېکړه وکړه، خو د بریتانیا لوړپوړي دفاعي چارواکي پر دې پرېکړه "خوشال" نه و.