د بریتانیا د پوځ لوی درستیز له افغانستانه د امریکايي پوځیانو ایستلو پر پرېکړه ناهیلي وښوده

د بریتانوي پوځ تر ټولو لوړ پوړي چارواکي له افغانستانه د امریکايي پوځونو ایستلو پرېکړې ته ناهیلي ښودلې او په وینا یې ''دا داسې پرېکړه نه ده، چې دوی ورته تمه درلوده ''.
له بي بي سي سره یوه مرکه کې د بریتانیا لوی درستیز سر نیک کارټر وویل، له افغانستانه د ټولو اییتلافي ځواکونو وتلو پایله ښايي د ''جنګسالارانو '' بیا راتګ شي، خو په وینا یې وضعیت ''دومره '' ناوړه هم نه دی، لکه ځینې ''بدبینان '' یې چې وړاندوینه کوي.
درې ورځې مخکې د امریکا ولسمشر جوبایډن اعلان وکړ، چې د سپتمبر له ۱۱ مخکې خپل ټول ځواکونه له افغانستانه باسي. دا نېټه امریکا کې پر نړیوال سوداګریز مرکز د القاعده بریدونو له شملې کلیزې سره برابره ده،
د شمالي اټلانټیک تړون یا ناټو چارواکو هم په ورته مهال وویل، له امریکا سره یو ځای به له افغانستانه خپل پوځیان وباسي.
خو د بریتانیا د پوځ لوی درستیز جنرال کارټر له بي بي سي خبرو کې وویل:
''دا هغسې پرېکړه نه ده، چې موږ یې تمه درلوده، خو ډاډه یو چې درناوی به یې کوو. دا (د بایډن پرېکړه) د امریکا ستراتېژۍ کې د بدلون په رڼا کې ده. ''
نوموړی وايي، تېرو ۲۰ کلونو کې د هېڅ یوه ترهګریز برید لارښوونه له افغانستانه نه ده شوې، چې په خبره یې دا زموږ او ناټو غړو هېوادونو د ځواکونو لپاره مهمه بریا ده.
دغه بریتانوي جنرال په طالبانو کې بدلون ته په اشارې سره وايي: ''طالبان اوس هغسې سازمان نه دی، چې یو وخت وو. ''

د عکس سرچینه، Getty Images
جنرال کارټر وايي، طالبانو کې د تېرو ۲۰ کلونو موده کې تحول راغلی او زه داسې فکر کوم زموږ هلته شتون مودې کې طالبانو درک کړې چې ''سیاسي مشروعیت '' ته اړتیا لري.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبان اوس هم ځان ''اسلامي امارت '' بولي چې پر امریکا له بریدونو مخکې په افغانستان کې د دوی د واکمني دوره ورسره یادېږي.
جنرال کارټر زیاتوي: ''افغان وسله والو ځواکونو له هغه زیاته مناسبه روزنه لیدلې، چې تصور یې کېږي، دوی په اسانۍ کولای شي یو موټی پاتې شي او نتیجه ورکړي، موږ باید یوازې وګورو. ''
نوموړی ټینګار کوي چې ''بالاخره دا افغانان دي چې سوله او ثبات غواړي او دا چې د طالبانو پر وړاندې بایلود و نه لري. ''
له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو وتلو له اعلانه وروسته په دغه هېواد کې پاتې ۷۵۰ بریتانوي پوځیان هم راتلونکې میاشت وتل پیلوي.
دغه ځواکونه هلته د 'غوڅ ملاتړ ' په نامه د ناټو ځواکونو د ماموریت یوه برخه دي. د جګړې اوج په موده کې د بریتانیا ډېری ځواکونه په هلمند کې مېشت وو.
له ۲۰۱۴ کال راهیسې بریتانوي پوځیانو په افغانستان کې جنګي عملیاتو پرېښودل او له افغان امنیتي ځواکونو سره د سلا مشورې، او روزنې په چارو کې بوخت دي.
بریتانیا په کابل کې د بریتانوي شاهي پوځي اکاډمۍ 'سنډهرسټ ' په څېر د افسرانو روزنې یو مرکز لري.
د بریتانیا دفاع وزیر بن والس وايي: "له افغانستانه زموږ د پوځونو له وتلو وروسته هلته د پاتې کسانو امنیت او خوندیتوب زموږ لومړیتوب دی او موږ څرګنده کړې چې پر اییتلافي ځواکونو د برید ځواب به په ټول قوت ورکړل شي ".










