د امریکايي ځواکونو افغان ژباړونکي وايي، برخلیک یې باید معلوم شي

امریکايي ځواکونه

د عکس سرچینه، AFP

    • Author, سید ولي ناصر
    • دنده, بي بي سي

کابل ښار کې د امریکايي ځواکونو لسګونو پخوانیو افغان ژباړنو او کارکوونکو په یوه اعتراضي راټولېدنه کې امریکا ته د تلو لپاره له دغه هېواده د خپلو دوسیو د برخلیک معلومولو غوښتنه کړې ده.

دغه افغان ژباړونکي چې د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو د کابل ښار شهرنو پارک کې راټول شوي، وايي، کلونه کېږي چې امریکا ته د لېږدولو غوښتنې یې نه منل کېږي یا له امریکايي ځواکونو سره تر ټاکلي مهاله د کمې دندې له امله ردېږي.

اوس دوی له امریکا غواړي چې امریکا ته د لېږدولو لارې چارې ورته برابرې کړي.

د ویلو ده چې په وروستیو کلونو کې سللګونو افغانانو چې له بهرنیو ځواکونو سره یې کار کړی و، امریکا ته لېږدول شوي او هلته یې استوګنه غوره کړې ده.

دوی وايي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له اعلان سره یې ژوند ته ورپېښ خطرونه په ډېرېدو دي او ګواښ کوي که غږ یې وانه ورېدل شي، کابل کې به د امریکا سفارت مخې ته پرلت وکړي.

د غوښتنلیکونو رد کېدو لاملونه څه دي؟

په کابل کې د راټولو شویو اعتراض کوونکو له ډلې یې یو شمېر وايي، غوښتنې یې دداسې لاملونو له مخې ردې شوي چې په وینا یې قناعت بخښونکې نه دي.

یو څه چې روښانه دي هغه دا دي چې له امریکايي ځواکونو سره د اعتراض کوونکو له ډلې د ډېرو کاري موده له دوو کلونو کمه ده.

څو ورځې وړاندې په برتانیا کې مېشتو افغان ژباړنو خبرداری ور کړی و که له افغانستانه د برتانوي ځواکونو له وتلو سره سم دغه هېواد کې شته ژباړنو ته په برتانیا کې د اوسېدو موکه برابره نه شي، ژوند به یې خطر سره مخامخ شي.

په افغانستان کې له بهرنیو ځواکونو سره د افغان ژباړنو د برخلیک په اړه اندېښنې وروسته له هغه په ډېرېدو شوې چې د امریکا ولسمشر جوبایډن دوه اونۍ وړاندې اعلان وکړ چې د روان کال د سپټمبر میاشتې تر یوولسمې به یې له افغانستانه ټول ځواکونه ور وغواړي.

جرمني هم له افغانستانه د خپلو سرتېرو د ایستلو اعلان کړی دی، خو دغه هېواد ویلي، دا خپله دنده ګڼي چې له افغانستانه د خپلو سرتېرو تر ویستلو وروسته د هغوی د افغان همکارانو ژوند هم خوندي کړي.