ایا خونړي بریدونه افغانستان او پاکستان کې د پولیو ضد کمپاین مخه نیولی شي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, سوامي ناتهن ناتارنجن
- دنده, بي بي سي
نړۍ په بریالیتوب سره د ګوزڼ لمنځه وړلو ته نږدې شوې خو افغانستان کې پر واکسیناتورانو مرګوني بریدونه د دې لامل شوي چې د دغه هېواد په یوه پراخه او مهمه سیمه کې واکسیناسیون ودرول شي.
پوښتنه دا ده چې د ګوزڼ خلاف د کمپاین د لومړۍ کرښې پر کارکوونکو پرله پسې بریدونه به تر څه وخته د دې ناورغۍ د جرړو د ایستلو په موخه روانې هڅې وځنډوي؟
د تېرې سې شنبې پر ورځ ننګرهار کې په جلا بریدونو کې د ګوزڼ واکسین شپږ روغتیايي کارکوونکي ووژل شول.
دا په ۱۹۹۵ کال افغانستان کې د پولیو واکسیناسیون له پیل راهیسې د دې برخې کارکوونکو ته تر ټولو مرګونی ورځ وه.
تر دې څو ورځې وړاندې خیبر پښتونخوا کې هم د ګوزڼ د واکسیناتورانو دوه ساتونکي پولیس وژل شوي وو.
جلال اباد کې د ختیځ زون د بېړني عملیاتي مرکز مشر ډاکتر نجیب الله کاموال وايي د دې لپاره چې د نړۍ په دوو وروستیو هېوادونو [افغانستان او پاکستان کې هم ګوزڼ لمنځه یوړل شي، نو واکسین یې باید بېرته پیل شي.
هغه خبرداری ورکوي چې "که افغانستان کې د ګوزڼ وېروس رېښې ونشو ایستلای، نو بېرته به سیمې او ټولې نړۍ ته خپور شي."
خو دا چاره تر اوسه ستونزمنه او له خطر ډکه زباد شوې ده.
'لوړ هدف'

د عکس سرچینه، Getty Images
ګوزڼ عمومآ تر پنځو کلو کم عمره ماشومان اغېزمنوي او درملنه یې ناشونې ده. د دې ناروغۍ په هرو ۲۰۰ کې یوه پېښه د نه رغېدو وړ شلتوب (فلج) لامل ګرځي، او له دې ډلې له پنځو تر لس سلنې کسان له دې کبله مري چې تنفسي غړي یې له حرکته لوېږي.
په ۱۹۸۸ کال د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او)، یونیسف، د امریکا د ناروغیو د کنټرول مرکز، روتاري او دغه راز د بېل او ملېنډا ګېټس بنسټ په همکارۍ د ګوزڼ ضد واکسین نړیوال کمپاین پیل او په دې توګه د نړۍ په ۱۲۵ هېوادونو کې دا ناروغي لمنځه یوړل شوه.
د واکسیناسیون د همدغه کمپاین په برکت تېر کال د افریقا لویه وچه له ګوزڼ یا پولیو پاکه اعلان شوه.
د دې سترې بریا تر شا د ګوزڼ د لومړۍ کرښې کارکوونکي ولاړ وو چې ۹۵ سلنه یې مېرمنو جوړوله. دوی به د چاد د سیند په څېر د جګړو سیمو کې د بېړیو په مرسته ګرځېدې چې لرې پرتو او کلیوالي ټولنو ته هم واکسین ورسوي.
ملګري ملتونه وايي سږ کال تر دې دمه ټوله نړۍ کې د ګوزڼ یوازې دوه مثبتې پېښې ثبت شوي چې یوه په افغانستان او بله پاکستان کې ده.
افغانستان کې د یونیسف د پولیو پروګرام مرستیاله ګاډوین میندرا وايي "افغانستان کې چې هر څه پېښېږي، زموږ نړیوال هدف اغېزمنوي. موږ یې په بشپړ ډول د لمنځه وړلو لوړ هدف لرو. فکر کوو دا کار عملي دی."
کړکېچن تاریخ

د عکس سرچینه، Getty Images
افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ واکسینو کمپاین له ګڼو خنډونو سره مخامخ دی او دا خنډونه لا هم پر خپل ځای دي.
د ننګرهار سرحدي سیمو کې فعالو طالبانو په ۲۰۱۲ کال پاکستان او په ۲۰۱۴ کال د افغانستان ځینو سیمو کې د ګوزڼ پر ضد کمپاین باندې بندیز ولګاوه. د اسلامي دولت یا "داعش" په څېر د وسله والو ډلو حضور د ګوزڼ ضد چارو مدیریت لا پسې خطرناک کړی دی.
وسله وال اورپکي د دې لپاره د پولیو ضد کمپاین د خوندیتابه پر اهدافو شکمن دي چې د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (سي ای اې) په ۲۰۱۱ کال د القاعده شبکې د مخکني مشر اسامه بن لادن د موندلو لپاره د واکسیناسیون له یوه جعلي کمپاین ګټه واخیسته.
په ورته مهال ځینو محافظه کارو ډلو بیا د ګوزڼ واکسین خلاف شرعي احکام صادر کړي او دا واکسین یې د مسلمانانو د شنډولو لپاره د لویدیځ یوه چلوټه (توطئه) بللې ده.
له دیني مشرانو، ځايي مخورو او وسله والو ډلو سره د حساسو خبرو په مرسته دې ته لار پرانیستل شوې چې دا واکسین د افغانستان او پاکستان ځینو لرې پرتو غرنیو سیمو ته هم ورسېږي.
خو د کندهار په څېر ځینو سیمو کې ټولو ماشومانو ته رسېدو کې ستونزې ځکه لا پر ځای دي چې وسله والو په کور پر کور کمپاین بندیز لګولی.
تېره مارچ میاشت کې هم د ګوزڼ ضد کمپاین تر هغې وروسته سخت اغېزمن شو چې ننګرهار کې د دغه کمپاین درې ښځینه کارکوونکې ووژل شوې.
دا وژنې د دې لامل شوې چې د ګوزڼ کمپاین د ښځینه داوطلبو ټول کاري ځواک چې شمېر یې شاوخوا زر تنو ته رسېده، دنده پرېږدي.
د ګوزڼ ضد واکسین خلاف ګنګوسې او ناسم مالومات د کلونو کلونو زیار او سخت کار پایله کې لمنځه وړل شوي.
ډاکتر کاموال اوس عام چلن کې بدلون محسوسوي او وايي کاري ټیمونه یې له کم مقاوت سره مخامخېږي.
هغه وايي: "ځینې طالب قوماندانان ځايي اوسېدونکي دي. زموږ ګڼ داوطلب هم د همدغو سیمو دي. دې چارې په ځايي کچه د اړیکو او خبرو زمینه برابره کړې ده. دوی عمومآ له ځینو محدودیتونو سره ''د واکسیناسیون '' اجازه راکوي."
نوموړی زیاتوي: "د طالبانو د ښځو لخوا مخالفت سره نه مخامخېږو. ځینې یې ان واکسین لپاره زموږ روغتیايي مرکزونو ته راځي - موږ د طالبانو او نورو وسله والو ډلو د غړو ماشومان هم واکسین کوو. دلته ''سویلي افغانستان کې ''دوی تر ډېره بې وسلې وي. له ناامنه سیمو ځانونه لرې ساتوي."
راتلونکی کال د ګوزڼ وروستی کال

د عکس سرچینه، Getty Images
طالبانو په ګڼو وروستیو بریدونو کې خپله ښکلتیا په کلکه رد کړې ده.
د ختیزې مدیتراني سیمې لپاره د روغتیا نړیوال سازمان د پولیو د لمنځه وړلو مسئول ډاکتر حمید جعفري وايي د لومړۍ کرښې ځینې روغتیايي کارکوونکي به ښايي د کرښې دواړو غاړو ته چې وسله والې ډلې او اورپکي پکې فعال دي، د بې ثباته امنیتي وضعیت له کبله په نښه شوي وي.
ډاکتر کاموال بیا ګوزڼ ضد واکسین د کمپاین د بېرته پیلېدو لپاره له طالبانو او نورو وسله والو ډلو امنیتي تضمین غواړي.
هغه وايي د حکومت لپاره به دا ممکنه نه وي چې د ده تر څار لاندې د څلورو ولایتونو پر کلیو او بانډو د ګرځېدونکو ۱۰ زره داوطلبو امنیت ونیسي.
نوموړی وايي: "هدف مو دا دی چې ننګرهار کې ۵۰ زره ماشومان واکسین کړو خو نږدې نیم مو واکسین کړي دي. واکسیناسیون مو د لوړې کچې ګواښ له کبله درولی دی. که ''طالبان او نورې وسله والې ډلې '' د کار اجازه راکړي، کولی شو راتلونکی کال د ګوزڼ رېښې وباسو."
هیلې او خوشبیني

د عکس سرچینه، Dr Najibullah Kamawal
صفر ته د پېښو رسول به څومره وخت واخلي؟
ډاکتر جعفري وايي: "د دې پوښتنې ځواب ستونزمن دی، ځکه دمګړۍ دې موخې ته د رسېدو پر وړاندې تخنیکي او بیولوجیکي خنډونه شته. خپرېدونکې ناروغۍ د بشر په لاس کښلې پولې نه پېژني. اړتیا ده چې دې ته له کتو پرته چې چېرته او د چا تر واک لاندې ژوند کوي - ټول ماشومان باید واکسین کړو."
اغلې مېندرا هیله منه ده د ګوزڼ ضد کمپاین به چې د تېر کال د همدې مودې پرتله یې افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ مثبتې پېشې ۹۰ سلنه راکمې کړي - بېرته پیل شي.
هغه وايي: "یونیسف له اوږدې مودې دا کار کوي - موږ بېړنیو حالاتو او داسې سیمو کې کار کړی چې لاسرسي ته یې د مذاکراتو اړتیا وي. موږ پخوا هم له غېر دولتي بنسټونو لخوا بندیزونه او شا تګونه تجربه کړي دي."
د ګوزڼ ضد کمپاینرانو تر دې دمه داعش ډلې سره هېڅ ډول اړیکه نه ده نیولې، خو اغلې مېندرا وايي یونیسف د ماشومانو د خوندیتوب لپاره چمتو دی چې دې سیمه کې له ټولو فعالو وسله والو ډلو سره ښکیل شي.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي د ګوزڼ ناروغۍ خلاف جګړه لا پای ته نه ده رسېدلې.
د دې ادارې په وینا "تر هغه چې یو ماشوم هم په پولیو وېروس اخته پاتې وي - د نړۍ د ټولو هېوادونو ماشومان پر دې ناروغۍ د اخته کېدو له خطر سره مخامخ دي."








