د عکسونو البوم: د پولیو واکسین موسمي هڅې

د دوشنبې په ورځ د پولیو ضد واکسین درې ورځنی کمپاین پیل شو. دا انځورونه ازاد عکاس میلاد حميدي په ننګرهار کې اخیستي دي.

ر
د عکس تشریح، د پولیو واکسین درې ورځنۍ هڅې د دوشنبې په ورځ بیا پیل شوې.
ر
د عکس تشریح، د پولیو واکسین کارمنانې په کورونو ګرځي او ماشومان واکسینوي.
ر
د عکس تشریح، په ختیځ کې د عامې ورغتیا مسولین وایی، له پاکستان د ګډوالو د راستنیدو له امله ختیزه سیمه او په تېره ننګرهار د پولیو د ویروس له جدی ګواښ سره مخ دی.
ر
د عکس تشریح، وېره ده چې د ننګرهار په ناامنه سیمو کې ۷۰۰۰ کوچنیان د پولیو له واکسین بې برخې پاتې شي
ر
د عکس تشریح، د ننګرهار د عامي روغتیا مسولین وايي، چې په دغه کمپاین کې به د خپلو رضاکارانو پرمټ شاو خوا ۷ لکه ماشومانو ته د پولیو واکسین ور کړي.
ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ننګرهار د عامي روغتیا مسولین وايي، چې په دغه کمپاین کې به د دوو کلونو څخه پورته ماشومانو ته د چینچیو درمل ورکړي.
ر
د عکس تشریح، د پولیو واکسین ور کولو کې د ښځینه کارکوونکو رول مهم په دې بلل کېږي چې له میندو سره ازادې خبرې کولی شي.
ر
د عکس تشریح، د راپورونو په اساس د واکسین په تیرو دورو کې تقریبآ ۷۰ زره ماشومان په ننګرهار کې د پولیو د څاڅکې څخه بې برخې کیدل خو په اوسنۍ د دوره کې ممکن ۷ زره ماشومان پاتې شي.
ر
د عکس تشریح، د ننګرهار د حج اوقافو مشر د واکسین څاڅکي د اسلام دین سره په ټکر کې نه بولي او پر ملا امامانو غږ کوي چې له خپلو ممبرونو پر خلکو غږ وکړي تر څو خپل ماشومان د پولیو واکسین کړي.
ر
د عکس تشریح، پر افغانستان سربېره پاکستان او نایجریا داسې هېوادونه دي چې لا هم پولیو پکې شته.
ر
د عکس تشریح، په روان کمپاین کې نارینه هم برخه لري.