کورونا: افغانستان کې د مړینې شمېر لوړ شوی؛ حکومت نوي بندیزونه لګوي

- Author, ابراهیم ساپی
- دنده, بي بي سي
د کورونا وېروس درېیمې څپې له خپرېدو سره هممهاله افغان حکومت د نویو محدودیتونو لګېدل هم تاييد کړي دي. دا محدودیتونه د افغان ولسمشر په مشرتابه له کورونا سره د مبارزې کمېټې په غونډه کې تاييد شوي دي.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، په دې محدودیتونو کې د ماسک کاروول او له ۵۵ کلونو لوړ عمره دولتي کارکوونکو ته له کوره د کار کولو حتمي کېدل شامل دي.
لا هم مشخصه نه ده چې دغه محدودیتونه له کله پلي کېږي. په وروستیو ورځو کې د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې پوهنتونونه او ښوونیز مرکزونه تړل شوي، خو د لسګونو کسانو پر یو ځای کېدو او سیاسي غونډو او د هوټلونو او بازارانو پر پرانیسيتي پاتې کېدو نیوکې کېږي.
د کابل والي او د کورنا د مبارزې د عالي کمېټې غړي یعقوب حيدري په یوه غونډه کې وویل چې د سیاسي غونډو په تړاو هم پرېکړه شوې.
''د داسې ولسي او سیاسي غونډو او محفلونو جوړېدو باید مخنیوی وشي چې احتیاطي تدبیرونو پلي کولو زمینه پکې نه وي برابره شوي یا یې نه پلي کوي. ''
په افغانستان کې د دې ناروغۍ له امله په تېره یوه شپه ورځ کې د ۴۱ کسانو د مړينې لوړه شمېره په رسمي ډول ثبت شوې.
د دې شمېر کسانو د مړینې شمېرې په شپاړسو ولایتونو کې ثبت شوې چې یوازې لس هغه یې په کابل او ۷ نورې یې په بلخ کې دي. بل لور ته په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر دې ناروغۍ د ۱۲۷۳ کسانو اخته کېدل هم ثبت شوي. په معایناتو کې د ثبتو پېښو فیصدي هم ۳۸ سلنې ته ډېره شوې.
واکسین

له بلې خوا د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي، هغه درې میلیونه ډوزه واکسین چې د روغتیا د نړیوال سازمان لخوا یې ژمنه شوې وه چې یوه میاشت وړاندې به دې هېواد ته ولېږدول شي، لا هم ځنډېږي.
د ارګ په نننۍ ناسته کې ولسمشر محمد اشرف غني وویل چې له چینه به زر افغانستان ته اوه سوه زره ډوزه د کورونا واکسین ورسېږي.
د کورونا د دریېمې څپې له پراخېدو سره د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په روغتونونو کې د اکسېجن د کمښت په تړاو اندېښنه ښودلې.
اوس حکومت وايي د دغې ستونزې د هواري په موخه په هېواد کې دننه او بهر د اړتیا وړ اکسېجن د ترلاسه کولو په موخه اقدام شوی دی.










