کورونا: ولسمشر غني وايي، د خلکو اقتصادي وضعیت ته په کتو دریمې څپې له کبله سخت بندیزونه نه لګوي

د عکس سرچینه، Arg
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، پرېکړه یې کړي چې حکومت به یې د خلکو اقتصادي وضعیت ته په کتو د کورونا دریمې څپې له کبله په خلکو سخت بندیزونه نه لګوي.
ښاغلي غني چې د پنجشنبې پر ورځ یې د کورونا د څار کمېټې له راپور وروسته ولس ته وینا کوله وویل:
''د افغانستان حکومت غواړي د کورونا د دریېمې څپې مدیریت لپاره ځینې اقدامات وکړي او ټولنیز محدودیتونه وضع کړي، خو دا چې دغه څپه داسې حال کې راغله چې زموږ د کروندګرو او باغ لرونکو حاصلات په رسېدو دي، دغه راز د ولس ډېر شمېر خلک په ورځني ډول نفقه پیدا کوي، له دې امله د ډېرو سختو محدودیتونو وضع کول، ولس له ستونځو سره مخ کولای شي. ''

د عکس سرچینه، Getty Images
خو ولسمشر غني په خلکو غږ کړی چې د کورونا مهارولو لپاره د عامې روغتیا وزارت روغتیايي لارښونې مراعت کړي. نوموړی وايي:
''زموږ هڅه دا ده چې د ولس د عامه ژوند د جریان تر څنګ د کورونا منفي اغېز او زیانونه د امکان تر حده ټیټه کچه کې وساتو. ''
ولسمشر غني د کورونا دریمې څپې اړوند په دغه ویډيویې پیغام کې وویل چې دې څپې د هند غوندې سترو هېوادونو روغتیايي سیستم ننګولی او په وینا یې اوس افغانستان هم د دې وېروس له ګواښ سره مخ دی.
ولسمشر غني داسې حال کې دا وینا کوله چې دا وېروس په افغانستان کې د سخت او چټک خپریدو په حال کې دی او له کبله یې یو شمېر روغتونونه د اکسیجن له کموالي سره مخ دي.
بي بي سي ته ځينو مصنوعي اکسیجن ګاز پلورونکو او یو شمېر ناروغانو د اکسیجن په بیه کې د دوه برابره ډېروالي هم ویلي دي.
افغان حکومت ویلي هڅه کوي چې د کورونا منفي اغېز کم او د روغتیايي امکاناتو ډېرېدو تر څنګ د ملي دسترخوان پروګرام له لارې ډېرو خلکو ته ورسیږي.

د عکس سرچینه، MOPH/FACEBOOK
ولسمشر غني په دې ویډيویې پیغام کې په دې برخه کې له نړیوال بانک او د واکسینو د تدارکاتو په برخه کې له چین او نورو هېوادونو سره د خبرو یادونه هم وکړه.
هغه ټینګار وکړ چې افغان حکومت له خپلې بودیجې هم د واکسین اخیستلو په لټه کې دی.
افغان حکومت د کورونا دریمې څپې د سخت خپریدو په درشل کې د یو لړ نووو روغتونونو پرانېستې تر څنګ په دې برخه کې د ټولو لازم چمتوالي ډاډ څرګند کړی، خو ویلي یي دي د دې ټولو لپاره روغتیايي سپارښتنو ته د خلکو پام ډېر اړین دی.
د یادونې ده چې افغان حکومت په ۱۶ ولایتونو کې د دوې اونیو لپاره ښوونیز او تحصیلي بنسټونه لا د وخته بند کړي، خو له نورو سختو بندیزونو یې په ښکاره ډډه کړي.










