شتمنو هېوادونو پر ګڼ ملیتي شرکتونو د مالیې لګولو 'تاریخي' هوکړه تایید کړه

د عکس سرچینه، Getty Images
د بریتانیا خزانې وزیر رشي سوناک وايي، د ۷ پرمختللیو اقتصاد لرونکو هېوادونو 'جي ۷ ' هوکړه کړې چې پر ګڼ ملیتي شرکتونو به مالیه لګوي.
پر شنبه لندن کې د جي سېون اقتصاد وزیرانو په غونډه کې له دې شرکتونو د لږ تر لږه ۱۵ سلنې کارپوریټ مالیې اخیستلو پرېکړه شوې ده.
د امازون او ګوګل په څېر لوی تکنالوژي او ګڼ ملیتي شرکتونه په دې ډله کې راځي، چې مالیه به پرې ولګېږي.
دې سره به حکومتونه میلیاردونه ډالر تر لاسه کړي او هغه پورونه به ورسره پرې کړي چې د کورونا وبا بحران پر مهال یې اخیستي دي.
د بریتانیا، امریکا، فرانسې، جرمني، کاناډا، ایټالیا او جاپان له دې هوکړې سره به پر نورو هېوادونو هم فشار ډېر شي، چې ورته اقدام وکړي، دې کې د جي-۲۰ هېوادونو غونډه هم شامله ده، چې راتلونکې میاشت کېږي.
ښاغلی سوناک وايي، هوکړه داسې طرح شوې چې د نړیوالو شرکتونو لپاره د فعالیت حد ټاکل شوی دی.
نوموړي وویل:
''له کلونو مذاکراتو وروسته جي - سېون هېوادونو اقتصاد وزیران یوې داسې تاریخي هوکړې ته ورسېدل چې د مالیاتو په نړیوال نظام کې له اوسني ډیجیټل عصر سره سم اصلاحات راولي. ''
حکومتونه له داسې شرکتونو د مالیې اخیستو له ننګونې سره له اوږدې مودې راهیسې لاس او ګرېوان وو چې په ګڼو هېوادونو کې فعالیت کوي.
د فېسبوک او امازون په څېر تکنالوژۍ شرکتونو له پراخې ودې او پرمختګ سره دا ننګونه نوره هم پراخه شوې وه.
اوسمهال شرکتونه په داسې هېوادونو کې په ځايی توګه څانګې پرانیستلای شي چې نسبتاً لږ کارپوریټ یا حقوقي مالیې اخلي او ګټه ترلاسه کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د دې مانا دا ده چې که د دوی ګټه اصلاً له بل ځایه هم راځي، دوی له ځايي کچې سره سمه مالیه ورکوي، دا قانوني چاره ده او اوسمهال معمول دی.
د نوې هوکړې هدف دا دی چې له دوو لارو د دې چارې مخه ونیول شي.
لومړی، جي سېون غواړي په نړیواله کچه لږ تر لږ مالیه وټاکي چې له یوه بل سره د لږ مالیې اخیستو لړ کې د بېلا بېلو هېوادونو تر منځ د 'شاتګ سیالۍ ' مخه ونیول شي.
دویم هدف دا دی چې شرکتونه یوازې په ډېرې ګټې پسې هر چېرې د کاروبار کولو پر ځای په هغو هېوادونو کې خپل تولیدات یا خدمتونه وپلوري چې دوی مالیه ورکوي.










