اروپا ته پر پاکستاني صادراتو د مالیې نه اخیستو پر پرېکړې له سره د غور غوښتنه تایید شوه

اروپايي پارلمان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اروپايي پارلمان د دریو مخالفو رایو مقابل کې د ۲۶۲ رایو په اکثریت قرارداد تصویب کړ
    • Author, فراز هاشمي
    • دنده, بي بي سي - لندن

اروپايي پارلمان د رایو په اکتریت هغه قرارداد تایید کړ چې پکې له اروپايي کمېسیونه غوښتل شوي اروپايي بازارونو ته له پاکستاني صادراتو پر مالیه نه اخیستو موضوع دې له سره غور وکړي.

د سوداګریزو مالیو برخه کې د اسانیتاوو دغه نظام ته جنرلایزډ سکیم اف پریفرنسز (جي ایس پي) پلس ویل کېږي، چې ۲۰۱۴ کال کې پلي شوي دي.

د یادونې ده چې د جي ایس پي پلس پروګرام له مخې له هغو وارداتي توکو مالیه نه اخیستل کېږي، چې له پرمختلونکو هېوادونو اروپايي بازارونو ته صادرېږي.

دغه قرارداد د یوازې د درې رایو مخالفو رایو په مقابل کې د ۶۶۲ رایو په اکثریت سره تایید شوه.

په قرارداد کې د پاکستان له حکومته غوښتنه شوي چې د دین سپکاوي قانوني ځینې مادې باید ختمې کړي.

په مسوده کې له پاکستانه غوښتل شوي چې د ۱۹۹۷ کال ترهګرۍ ضد قانون کې هم بدلون راولي، چې د 'توهین رسالت ' اړوند قضیې په ترهګرۍ ضد محکمو ته وړاندې نه شي او تورن کسان ضمانت ومومي.

دغه قرارداد په اروپايي پارلمان کې د سویډن استازي چارلي ویمرز چمتو کړی.

پاکستان

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، پاکستان چارواکو تایید کړې چې د فرانسې سفیر شړلو پر موضوع به پارلمان کې بحث کېږي

بل لور ته د پاکستان بشري حقونو فدارلي وزیرې شیرین مزاري په دې هکله یوه ټویټر پیغام کې ویلي: ''دا بدمرغي ده چې د اروپايي پارلمان د پاکستان مخالف قرارداد مرستیال چمتو کوونکی د داسې یوه ګوند غړی دی چې د سویډن لومړي وزیرې (یوه اجنډا لرونکی فاشیست ګوند) بللی او (نژاد پالونکې ناتزي) ریښې لري. ''

په هغه قرارداد کې چې د اروپا پارلمان کې تایید شوی، ویل شوي چې که څه هم د توهین رسالت قانون له مخې تر اوسه چا ته د اعدام سزا نه ده ورکړل شوې، خو قرارداد وايي، ''د دې قانون له لارې په دغه هېواد کې د لږکیو اړوند کسانو کې وېره تره خپرېږي او دین ته د سپکاوي په تور د لږکیو خلک وژل کېږي. ''

پاکستان

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د پاکستان اقتصاد تر ډېره پر ټوکرانو صنعت تکیه لري چې لویه برخه یې اروپا ته صادرېږي.

په قراردادا کې پاکستان کې د هغو احتجاجونو یادونه هم شوې چې دا وروستیو کې له پاکستانه د فرانسې سفیر شړلو لپاره د تحریک لبیک پاکستان ګوند پلویانو وکړل، دغه راز د پاکستاني پارلمان د هغه قرارداد یادونه هم شوې، چې د فرانسې سفیر شړلو په هکله یې د بحث لپاره منظوري ورکړې.

په قرارداد کې د فرانسې پر ضد پاکستان کې ' 'احتجاج او بریدونه د نه منلو وړ '' بلل شوي او دغه راز په دغه هېواد کې د ''فرانسې ضد احساساتو '' په هکله اندېښنه څرګنده شوې چې له کبله یې پاکستان مېشت فرانسویان او فرانسوي شرکتونه په موقت ډول یا له پاکستانه وتلي او یا محتاط اوسېدو ته اړ شوي دي.

پر پاکستان به یې اغېز څه وي؟

پاکستان

د عکس سرچینه، Anadolu Agency

د عکس تشریح، پاکستان کې دا وروستیو کې د فرانسې پر ضد خونړۍ مظاهرې وشوې

په پاکستان کې د اقتصاد ماهر قیصر بنګالي وايي، د پاکستان ۲۵ سلنه صادارات اروپا ته کېږي او که له پاکستانه د جي ایس پي پلس حیثیت بېرته واخیستل شي، په وینا یې د پاکستان اقتصاد لپاره به دا لویه ضربه وي.

ښاغلی بنګالي وايي، ''څه ډول پالیسۍ چې چمتو کېږي، نه یوازې دا چې پاکستان به په نړیواله ټولنه کې ګوښی پاتې شي، بلکې اقتصاد به یې هم لا مخ پر ځوړ شي. ''

له اروپا سره د پاکستان سوداګري څومره ده؟

د اروپايي ټولنې خپلې شمېرې ښيي چې ۲۰۱۴ کال کې پاکستان ته د جي ایس پي پلس له درجې ورکولو وروسته د پاکستان او اروپايي هېوادونو تر منځ سوداګري ۶۴ سلنه زیاته شوه.

بل لور ته د ۲۰۱۹ - ۲۰ کلونو لپاره د پاکستان اقتصادي سروې ښيي چې د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه د پاکستاني صادراتو لپاره تر ټولو لوی بازار دی.

دغه سروې ښيي چې د جي ایس پي پلس پالیسي له مخې پاکستاني تولیدات له مالیې ورکولو پرته د اروپايي ټولنې ۲۷ هېوادونو ته لېږدول کېږي.