د کمال خان بند جوړېدو سره ډېر کډوال مرغان افغانستان ته راغلي

مرغه

د عکس سرچینه، Getty Images

په نیمروز ولایت کې د کمال خان بند جوړېدو سره ډېر کډوال مرغان افغانستان ته راغلي دي.

ایا امکان لري چې د نړۍ وګړي دې د مرغانو په څېر وهڅول شي؟ د مې اتمه نېټه د کډوالو مرغانو د ورځې سږنی نړیوال شعار همدې موضوع ته ځانکړی شوی دی: "ولوله، والوځه، او د یوې مرغۍ په څېر پورته شه"، سږ کال د دې نړیوالې ورځې موضوع ټاکل شوې.

کډوال مرغان د هګیو اچولو او د خپل نسل ډېرولو په موخه د نړۍ بېلابېلو امنو سیمو ته سفرونه کوي، افغانستان هم د دغو مرغانو لپاره یو تم ځای دی چې له منځنۍ اسیا ورته مرغان راځي.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي کره شمېرې نشته چې څومره کډوال مرغان به دغه هېواد ته راځي، خو د شته شمېرو له مخې وايي کابو ۵۰۰ ډوله مرغان هېواد کې لیدل شوي چې قاز او لګ لګ ډوله مرغان هم پکې شامل دی.

د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې د طبیعي میراثونو د خوندیتوب څانګې مشر جلال الدین ناصري وايي په هېواد کې د جګړو او نا امنیو سره سره کډوال مرغان افغانستان د امن ځای په توګه غوره کوي.

د ژمي پای د پسرلي او مني فصلونو پیل تر ډېره د کډوالو مرغانو د مهاجرت کولو وخت دی چې له همدې امله ورته د نړیوالې کلیزې له مخې دوه ورځې یعنې د مې اتمه او د اکټوبر لسمه نېټه غوره شوې ده.

د بدخشان د واخان دهلېز، په تخار کې د درقد ټاپو، په کندوز کې د امام صاحب ځنګلونه، د بلخ دښتې، په کابل کې حشمت خان کُول ، په غزني کې د ناوور دښته او همدا راز د کندهار ځینې سیمې دکډوالو مرغانو لپاره هغه خوندي ځایونه دي چې له کاونډیو هېوادونو ورته سفرونه کوي.

دغه اداره وايي په لغمان، خوست او پکتیا ولایتونو کې د کډوالو مرغانو لپاره دوولس نور ځایونه هم پیژندلي چې لومړنۍ څېړنې بشپړې شوي او ژر ده چې د مرغانو لپاره به خوندي سیمې اعلان شي. د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي، د کمال خان بند په څېر د بندونو جوړول د کډوالو مرغانو په را جلبولو کې ډېر ګټور تمامېدای شي.

کمال خان بند

په افغانستان کې جګړې او نا امني، چې تر ډېره د دغه ډول مرغانو د خوندي ځایونو د خرابېدو لامل شوي او همدا راز یې بې مخیني ښکار هغه څه دي چې په افغانستان کې یې د کډوالو مرغانو ژوند له خطر سره مخامخ کړی دی.

نوموړې اداره وايي د کډوالو مرغانو په ګډون د مرغانو ښکار ناقانونه دی او د دې کړنې تر سره کوونکو سره به قانوني چلن کېږي. یو شمېر افغانان اندېښمن دي چې هر کال له قطر نه د افغانستان فراه ولایت ته یو شمېر کسان د ښکار کولو په موخه راځي، خو د چاپېریال ساتنې اداره وايي هغوی د یوې هوکړې له مخې دې هېواد ته راغلي او د دوي په ټکو قطري وګړي ښکار نه بلکې د بېلابېلو ژویو د روزنې په برخه کې همکاري کړې ده.

د دغې ادارې د طبعي میراثونو د خوندیتوب څانګې مشر وايي قطري وګړو د هغو ژویو د روزلو لپاره فارمونه جوړ کړي چې نسل یې په ورکېدو دی.