افغانستان کې د مرغانو د ښکار موسم

ر
د عکس تشریح، که څه هم حکومت د مرغانو د ښکار مخنیوي قانون لري، خو په بازار کې مرغان پلورل کېږي.
    • Author, غزا نور
    • دنده, بي بي سي

افغانستان کې که پسرلی د خلکو لپاره د وختېرۍ، مېلې او خوشالۍ موسم دی، خو د مرغانو د ژوند د پای ورځې.

په زرګونو مرغۍ په دغه موسم کې د ښکاریانو نښه ګرځي او د کلیوالو د دستارخان خواړه.

سږ کال که مرغۍ ډېرې شوې، ښکاریانو یې هم په دام کې د اچولو لپاره نورو لارو ته مخه کړې.

ځکه د کابل- کاپیسا پر سړک ډېرو ځایونو کې په لویو لویو پنجرو کې ژوندۍ یا حلالې شوې مرغۍ د پلور لپاره اېښودل شوې دي.

کاپیسا ته په رسېدلو سره صیاد بازار کې هم هغو دوکانونو ته له ورایه سترګې ور اړوي چې ښکار شوې مرغۍ او یا د ښکار توکي پلوري.

کډوال مرغان

ر
د عکس تشریح، د مرغانو د ښکار لپاره له ښکاري مرغانو هم کار اخیستل کېږي.

په پسرلی کې له ګاونډیو هېوادونو هم افغانستان ته د مرغانو سیلونه راځي او خپل مرغان یې هم له یوې سیمې بلې ته کوچېږي.

پروان او کاپیسا چې له پلازمېنې کابل نږدې ۷۰ کیلومتره لرې پراته و لایتونه دي، د شنیځ، سمسورو غرونو او باغونو له امله د کډوالو مرغیو د هګیو اچولو لپاره ښه تمځي لري.

خو ښکاریان او ځايي خلک په مختلفو ډولونو دا مرغان ښکاروي. په بادي او چره یي ټوپک یې ولي، لومې ورته اچوي لا یې یې هم په ښکاري مرغانو سره په دام کې اچوي.

داسې باغ ته لاړو چې یوه ښکاري د مرغیو رابللو لپاره په ټیپ ریکارډ کې د مرغیو اواز په زوره زوره غږاوه.

دغه ځوان وايي، دا ټیپ ریکارډ د دې لپاره غږوي چې مرغۍ راشي او ښکار یې کړي. نوموړی زیاتوي، چې د وځې له شلو نیولې تر پنځوسو مرغۍ هم ښکار کوي، کله هیڅ ښکار ونه کړم.

د کاپیسا مرکز محمود راقي ته نږدې په دېبالي ښارګوټي کې هره شنبه اونیز بازار یا میله وي، دغه بازار ته ښکاریان هم مرغۍ راوړي، چې د یوې بیه له ۱۵ نیولې تر پنځوسوو افغانیو رسېږي.

مرغۍ ژوندۍ وي ځینې یې د غوښې لپاره غواړي چې له پېرلو سره سم یې حلالوي او نور یې بیا د غږ لپاره ژوندۍ ورسره په پنجرو کې ساتي.

د ورځې دوه درې سوه مرغان ښکارول

ر
د عکس تشریح، ښکاریان د مرغانو د ښکار لپاره په ټیپ ریکارډ کې د مرغانو ثبت شوي غږونه هم په زورو زوره اوروي.

غفار وايي، له کلونو راهیسې کروندګر او ښکاري دی.

هره شنبه دغه بازار ته خپل مرغان راوړو. ورځ کې سل یا اتیا مرغان ښکاروو، کله هیڅ هم ښکار نه کړي.

د نوموړي په خبره، کله چې جال وي په یو وار له دوو تر دریو سوو مرغان پکې بندېږي او بیا یې په بازار ته راوړي.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې اداره وایي، سره له دې چې افغان حکومت د ښکار د منع کولو فرمان صادر کړی، خو لا هم په دغه هېواد کې ‌ډېر ښکار کېږي.

لکه څرنګه چې مو په کاپیسا کې ولیدل نه یوازې دا ښکار روان دی بلکې زیات شوی هم دی، اصلآ ښکاریان یا له قانون نه دې خبر او یا یې منلو ته غاړه نه ږدي.

ر
د عکس تشریح، د یوې مرغۍ بیه له ۱۵ افغانیو نیولې تر پنځوسوو رسېږي.
ر
د عکس تشریح، شمالي ډنډ د مرغانو د خوښې ځای دی، خو د ښکاریانو له امله یې ژوند له خطر سره مخ دی.