د لښکرګاه ایمرجنسي روغتون: څلورو ورځو کې تر ۱۰۰ ډېر ټپیان راوړل شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, پاینده څرګند
- دنده, بي بي سي، لندن
د افغانستان په جنوب هلنمد کې ایمیرجنسي روغتون وايي، د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د وروستیو نښتو له امله لسګونه ټپیان ور وړل شوي دي.
تېره شپه په لښکرګاه ښار کې د ایمرجنسي روغتون رسنیو ته لېږلي بیان کې تایید کړې چې له تېرو څلورو ورځو راهیسې د ۸ کوچنیانو په ګډون ۱۰۶ ټپيان ور وړل شوي چې ۶۵ کسان پکې بستر شوي دي.
د دې روغتون د بیان له مخې، ۱۱ ټبیانو روغتون ته له رسېدو سره سا ورکړې ده.
له تېرو دوو ورځو راهیسې هلمند کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې نښتې روانې دي.
په خواله رسنیو کې انځورونه د ګاډو کتارونه ښيي چې نارینه، ښځې او ماشومان ورخېږي او د لښکرګاه په ګډون امن سیمو ته کډه کیږي.
هلمند ولایت ان هغه مهال چې زرګونه بهرني پوځیان هم پکې مېشت و، جګړه پکې وه.
هلته افغانانو او بهرنیانو ته په تېره بیا له ۲۰۰۶ کال راهیسې خورا ډېره مرګژوبله اوښتې، خو له څه مودې راهیسې چې د دوحې تړون له مخې پر بهرنیو ځواکونو بریدونه درېدلې، قربانیان نګه افغانان دي.
درې ورځې وړاندې چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل رسماً پیل شول او په ترڅ کې یې په هلمند کې خپله اډه افغان امنیتي ځواکونو ته وسپارله، دلته او په نورو ولایتونو کې وسله والو طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړ.
تازه رپوټونه وايي چې اوس جګړه له ولسوالیو د مرکز لښکرګاه دروازو ته رسېدلې ده.
د کابل مېشتو هلمندیانو غوښتنه

د عکس سرچینه، Getty Images
په کابل کې مېشت د هلمند ځینې وګړي وايي جګړه لښکرګاه ښار ته رسېدلې او که حکومت نور ځواکونه هغه ولایت ته ونه لېږي، لرې به نه وي چې دغه ولایت د طالبانو لاس ته ورشي.
د هلمند وګړو تېره ورځ په کابل کې د هلمند ژغورنې په نوم غونډه کې وویل، اوس د دغه ولایت له بېلابېلو برخو په زرګونه کسان کډه شوي او لا هم دغه لړۍ روانه ده.
په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازې شګوفه نورزۍ پر حکومت غږ وکړ چې باید د هلمند وضعیت ته لومړیتوب ورکړل شي کنه نو د دې په وینا هغه ولایت به له سقوط سره مخ شي.
په هلمند کې له څو ورځو راهیسې د لښکرګاه ښار په ځينو څنډو او نهرالسراج، ناوه او ګرمسېر ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ د نښتو راپورونه ورکول کېږي او ټپیان هم له همدغو سیمو ایمرجنسي روغتون ته وړل شوي دي.
چارواکي څه وايي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
په لښکرګاه کې د دغه روغتون طبي همغږی کوونکی ویکټور اوروشویچ وايي، دا په لښکرګاه کې ډېرې سختې ورځې دي.
خو افغان چارواکي چې ملاتړي ځواکونه یې سیمې ته استولي وايي د تشویش وړ خبره نه ده.
مورچو کې ناستو ښکېلو غاړو ته ښايي دا ورځنۍ مسله وي خو ولسي وګړي، که مړه یا ټپیان نه شي او روغ پاتې شي، نو له خپلو کورونو وتلو ته اړ کېږي او برخلیک یې مالوم نه وي.
کابل او کندهار ته پر کډه شويو هلمندیانو لسیزې واوښتې خو اوس هم نه پوهېږي چې کله به خپلو مېنو ته ستانه شي









