بریتانیا د 'امنیتي اندېښنو' له کبله خپلو اتباعو ته له افغانستان د وتلو سپارښتنه وکړه

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کابل کې د بریتانیا سفارت په دې اړه اعلامیه خپره کړې ده

د بریتانیا بهرنیو چارو وزارت د امنیتي اندېښنو له کبله خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې افغانستان ته دې سفر نه کوي. دغه هېواد همدا راز افغانستان کې له خپلو مېشتو وګړو هم غوښتي چې د امنیتي خطرونو ډېرېدو ته په کتو دې له افغانستانه پر وتلو غور وکړي.

د بریتانیا د بهرنیو وزارت وايي د خطر د خبرداري کچه یې د دې لپاره لوړه کړې چې طالبانو په زغرده ویلي د می میاشتې تر لومړۍ نېټې وروسته ښايي بریدونه ډېر کړي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې افغانستان کې امنیتي وضعیت د اوس لپاره ښایي همداسې ناڅرګند پاتې شي.

خپلو وګړو ته له افغانستانه د وتلو سپارښتنې ترڅنګ بریتانیا څو ورځې وړاندې دا اعلان هم وکړ چې له افغانستان خپل پاتې ځواکونه له امریکا او د ناټو له نورو متحدانو سره یو ځای د راتلونکي سپتمبر تر ۱۱مې باسي.

د بریتانیا بهرنیو چارو وزیر ډومینیک راب د امریکا د ولسمشر لخوا له افغانستان د ځواکونو د ایستلو د پلان تر اعلان وروسته ویلي و چې خپل ځواکونه به په منظم ډول وباسي او افغانستان سره به د ترهګرۍ پر ضد مبارزې او د تېرو شلو کلونو د لاسته راوړنو ساتلو کې ملاتړ ته دوام ورکړي.

جرمني په جولای کې د پوځیانو ایستل پیلوي

پوځ

د عکس سرچینه، Getty Images

په ورته وخت کې جرمني هم چې پارلمان یې څه موده وړاندې د ۲۰۲۲ د جنورۍ تر ۳۱مې پورې افغانستان کې د پوځي حضور د غځولو لپاره د حکومت پرېکړه تائید کړې وه، اوس ویلي چې له راتلونکې جولای میاشتې د ځواکونو ایستل پیلوي.

دغه هېواد اوسمهال افغانستان کې ۱۱۰۰ سرتیري لري، چې د ناټو د غوڅ ملاتړ په چوکاټ کې د افغان ځواکونو په روزنه بوخت دي.

د جرمني دفاع وزارت یوه ویاند ویلي "اوس فکر دا دی چې وتلو موده رالنډه کړل شي. د [ځواکونو] ایستلو لپاره د جولای پر ۴مه غور کېږي."

د جرمني دفاع وزارت له دې سره هممهاله له خپل حکومت هغو افغانانو ته د پناه ورکولو غوښتنه کړې چې افغانستان کې یې دوی سره همکاري کړې ده.

د امریکا متحدو ایالتونو طالبانو سره د دوحې تړون کې ژمنه کړې وه چې بهرني ځواکونه به د ۲۰۲۱ کال د می میاشتې تر پیل وړاندې وځي، خو اوس امریکا او ناټو ویلي، د سپتمبر تر ۱۱مې نېټې به خپل پوځیان وباسي.

خو طالبانو ګواښ کړی چې که د می میاشتې له لومړی نېټې وروسته هر څه پېښېږي، نو مسئولیت به یې د امریکا پر غاړه وي.

د دوحې تړون چا مات کړی؟

طالبان وايي له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د ایستلو د ضرب الاجل پر نقض سربېره، تر دې دمه د دوی د ۷ زره نورو بندیانو د خلاصون او له تورلیست یې د مشرانو د نومونو د ایستل کېدو ژمنې هم نه دي عملي شوې.

افغان حکومت او د امریکا په ګډون نړیوال متحدان یې بیا طالبان په دې تورنوي چې د دوحې د تړون له ژمنو خلاف یې تاوتریخوالی نه دی کم کړی او د سولې ریښتینې اراده یې نه ده ښکاره کړې.

په دې لړ کې تازه د امریکا د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال کېنېت مېکېنزي سې شنبه کانګرس ته ویلي، دی ډاډه نه دی چې طالبان دې پر خپلو کړو ژمنو ودرېږي.

جنرال مېکېنزي ټینګار وکړ چې که طالبان په نړیواله توګه په رسمیت پېژندل کېدا غواړي او غواړي چې افغانستان سره نړیوالې مرستې دوام وکړي نو پر خپلو ژمنو باید عمل وکړي.