حکمتیار: طالبان دې د سولې له مذاکراتو سره پرېکون نه کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په تازه غبرګون کې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ویلي، د بهرنیو ځواکونو د وتلو ځنډېدل د افغانستان د روان کړکېچ په هواري کې مرسته نه کوي. نوموړي کابل کې یوې خبري غونډې ته پر طالبانو هم غږ کړی چې د سولې له مذاکراتو سره پرېکون ونه کړي.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د افغانستان حکومت او وسه والو طالبانو ته د سولې په تړاو خپله طرحه کې د ولسمشر محمد اشرف غني پر استعفا، د یوې جګپوړې دولتي شورا جوړېدل او د نظام او اړینو بنسټونو پر ساتلو ټینګار کړی دی.
ښاغلي حکمتیار له طالبانو هم غوښتي چې د سولې له مذاکراتو سره خپل پرېکون ونه کړي او د افغانستان د کړکېچ هوارولو لپاره خبرو ته دوام ورکړي.
ګلبدین حکمتیار د شنبې په ورځ کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د دوحې د هوکړې خلاف د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهال وېش کې پر ځنډ راتلو نیوکه وکړه خو وویل چې لاهم د امریکایانو پر پرېکړه باور نه لري.
ښاغلي حکمتیار وویل، د افغانستان اوسنی اساسي قانون باید وساتل شي.
په داسې حال کې چې طالبانو په ډاګه وویل، تر هغو به په هېڅ نړیوالو پرېکړه کوونکو غونډو کې ګډون ونه کړي، چې امریکايي ځواکونه وتلي نه وي، طالبانو ددې رپوټ تر جوړېدو پورې د ښاغلي حکمتیار دې څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.
د حزب اسلامي مشر وايي، که طالبان د سولې له مذاکراتو سره پرېکون ته دوام ورکړي، د خلکو او نړیوالو له غبرګونونو سره به مخامخ شي.
د سولې په اړه د حزب اسلامي په طرحه کې پر مشروط او محدود اوربند هم ټینګار شوی چې وايي د یوه لنډمهالي یا انتقالي حکمت او سولې لپاره اوربند اړین دی.
وړاندې د ملي مصالحې د عالي شورا د توحید کمېټې د سولې وړاندیز شوې طرحې سره یو کړې او د تایید لپاره یې د یادې شورا مشرتابه ته سپارلې دي.
په پام کې ده چې دا طرحه به د روانې اپرېل میاتې پر ۲۴ د ترکیې په کوربتوب د استانبول کنفرانس ته وړاندې کړي.
د استانبول تر کنفرانس مخکې د امریکا ولسمشر جو بایډن د راتونکې سپتمبر میاشتې تر ۱۱ مې نېټې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه کې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو اعلان وکړ.












