هند: د افغان سولې بهیر ملاتړ کوو، خو افغانستان کې خپلو پراختیايي پروژو ته اندېښمن یو

ډاییلاګ

د عکس سرچینه، Raisina Dialogue

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له اعلان وروسته هند وايي د سولې بهیر باید د افغانو په مشرۍ وي او مختلف ذیعلاقه اړخونه باید هڅه وکړي چې دا بهیر پر سمه لار لاړ شي.

د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر جې شنکر له افغانستان سره د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه او وې ویل، چې هند افغانستان کې د خپلو پرمختیايي پروژو په تړاو اندېښمن دی.

"هند په افغانستان کې د خپلو پراختیايي پروژو په تړاو اندېښنه لري، د افغانستان په ټولو ۳۴ولایتونو کې موږ پراختیايي پروژې لرو، زه فکر کوم چې موږ په وروستیو شلو کلونو کې په افغانستان کې د پراختیايي پروژو په ترسره کولو سره خپل احساسات ښوولي دي، نو له همدې امله نن افغانستان او هند د دوستۍ ښیې اړیکې لري او تاسو په ما باور وکړئ چې موږ د افغانستان ښه والی غواړو او هر هغه څه چې زموږ په توان کې وي د ګاونډیو هېوادونو په مرسته یې تر سره کوو."

ښاغلي شنکر همدا راز وویل مهمه دا ده چې افغانستان شلو کلونو کې ډېر بدل شوی او نړیواله ټولنه باید اجازه ور نه کړي چې دا لاسته راوړنې له منځه لاړې شي

د هند د بهرنیو چارو وزیر دغه خبرې نن جمعه په هغه ویډیويي کنفرانس کې چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر او د افغانستان ملي امنیت سلاکار یې هم برخه وال وه کړي.

په دغه کنفرانس کې له افغان خاورې د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او د سولې په ټنګښت کې د ګاونډیو هېوادنو په رول خبرې وشوې.

محب: د امریکا د پوځ شتون ته نه بلکې افغان ځواکونو سره مرستې ته یې اړتیا لرو

محب

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار یادې غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، په څو راتلونکو ورځو کې هغه کاري ډله جوړوي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په پروګرام کې له امریکا او ناټو سره ګډ کار وکړي.

دوې ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر وویل چې ټول ځواکونه به یې د سپټمبر میاشتې تر ۱۱مې له افغانستان ووځي.

دغه څو اړخیزه ناسته چې د ''سولې لپاره لار ' نوم ورکړل شوی وو، د امنیت ټینګښټ لپاره د افغان امنیتي ځواکونو پر پياوړتیاوو، د سولې په بهیر کې د سیمې هېوادونو رول او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په تړاو پکې بحث وشو.

د افغانستان د ملي امنیت شوار سلاکار حمدالله محب، د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف او د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر سوالونه ته ځوابونه وویل.

په دغه ناسته کې ښاغلي محب له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو نېټې ته په کتو وویل، هېواد یې د نړیوالو ځواکونو حضور ته نه بلکې له افغان امنیتي ځواکونو سره د د دوی مرستو ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړه چې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو لپاره چمتوالی نیول شوی دی او په څو ورځو کې به یوه ډله په دې برخه کې په کار پيل وکړي.

ظریف

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جواد ظریف وايي، د افغانستان مختلف ګاونډیان ګډې ګټې او ګډې اندېښنې لري

د ملي امنیت شورا سلاکار یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې د سولې لپاره له اوسني فرصت ګټه واخلي او له هغو فکرونو دې لاس په سر شي چې پر وینا یې په زور د واک ته رسېدو لپاره یې لري.

په دغه ناسته کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف ټینګار وکړ چې که طالبان فکر کوي چې افغانستان به نویمې لسیزې ته وګرځي، نا ممکنه ده. هغه له طالبانو وغوښتل چې مذاکرات پيل کړي.

په دغه ناسته کې ټولو اړخونو پر دې ټينګار وکړ چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې ټینګښت لپاره باید د سیمې هېوادونه رغوونکی رول ولري او زیاته یې کړه چې دوی په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دي.

د هندوستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو وویل چې د وروستیو شلو کلونو لاسته راوړنې باید خوندي شي او واک باید له ډيموکراټیکو لارو ولېږدول شي. دغو دواړو هېوادونو ژمنه وکړه چې د افغان سولې په پروسه کې هر ډول همکاري ته تیار دي.