بهرنیو چارو وزارت: روسیه افغانستان کې د "امارت" د بیا راتلو ملاتړ نه کوي

د عکس سرچینه، mfa.gov.af
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر، محمد حنیف اتمر، وايي د روسیې د هغه دریځ هرکلی کوي، چې په وینا یې، طالب مشران دې تر هغې د ملګرو ملتو د بندیزونو له نوملړه نه لرې کېږي، چې د سولې په تړاو یې خپلې ژمنې پر ځای کړې نه وي.
له ښاغلي اتمر سره له خبرو وروسته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سیرګي لاوروف په یوه ګډه خبري غونډه کې پر طالبانو غږ وکړ، چې د تاوتریخوالي له ډېرولو لاس واخلي او له نورو افغانانو سره د سولې د خبرو د کولو په تړاو منلي شرطونه پر ځای کړي.
ښاغلي لاوروف همداراز ویلي، چې د طالبانو په ګډون ټولې خواوې باید د ملګرو ملتو د امنیت شورا پرېکړه لیکونو ته درناوی وکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وايي چې له مسکو له خپل روسي انډول سیرګي لاورورف سره په خبرو کې د افغان سولې په تړاو خبرې شوې.
دې وزارت یوه بیان کې ویلي دې خبرو کې ټېنګار وشو چې د سولې خبرې باید معنی لرونکي او محتوی ولري.
د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې هېواد یې افغانستان کې د امارت بیا رامنځته کېدو پلوی نه دی او د ملګرو ملتونو له تور لسته د طالبانو د نومونو لرې کولو لپاره په کار ده چې اړین پرمخګتونه وشي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر له خپل روسي انډول سره په ګډه خبرې غونډه کې د روسیې ددې دریځ هر کلی وکړ:
"موږ دغه راز د روسیې د دې دریځ هر کلی کوو چې ترڅو طالبانو د سولې په اړه خپلې ټولې ژمنې عملي کړي نه وي د ملګرو ملتونو د بندیزونو له لسته دې نه لرې کیږي".
ښاغلی اتمر چې مسکو ته د روسیې د بلنې له مخې تللی په ټینګار سره وویل روسیې سره د ګډې همکارۍ د نوي پيل لپاره له یوې پياوړې ارادې سره مسکو ته راغلی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي دې لیدنه کې د هر اړخیزه همکارۍ په موخه د یوې لار نقشې پر رامنځته کولو هوکړه وشوه.
ښاغلي اتمر د امنیت، داعش ډلې او نشه یي توکو د قاچاق په اړه د روسیې اندېښنو ته په اشارې سره وویل دا اندېښنې د دواړو هېوادونو ګډې اندېنښنې دي.

د عکس سرچینه، mfa.gov.af
ښاغلي اتمر څو ورځې وروسته له هغه مسکو ته سفر کوي چې د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر قبولوف څرګندونې د افغانستان له سخت غبرګون سره مخامخ شوې وې.
هغه ویلي وو افغانستان کې جګړې پای ته رسولو لپاره یوه انتقالي ائتلافي حکومت ته اړتیا ده، خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د هغه دا څرګندونې ناسمې او د افغانستان له اوسنیو واقعیتونو سره په ټکر کې بللې وې.
ضمیر قبولوف دغه از ویلي وو هېواد یې غواړي په نږدې راتلونکې د افغان سولې په تړاو یوه مشورتي غونډه را وبولي خو دې غونډه کې به د افغان حکومت او طالبان استازي ګډون نه لري.










