طالبان: زموږ پر مشرانو د بندیزونو موضوع دوحې تړون کې فیصله شوې ده

taliban

د عکس سرچینه، Taliban Political Office

طالبان وايي، د دوی پر مشرانو د بندیزونو موضوع له امریکا سره د دوحې تړون کې فیصله شوې ده. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ټینګار کوي د دوی په مشرانو د بندیزونو او جایزو لیست باید "ختم" شي.

هغه دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د بندیزونو ۱۹۸۸ شمېره کمېټې ته د افغانستان د ملي امنیت سلاکارا حمد الله محب د پنجشنبې ورځې د څرګندونو په غبرګون کې بي بي سي سره خبرو کې کړې دي.

حمد الله محب پنجشنبه پر طالبانو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بندیزونه افغانستان کې د سولې د هڅو د پیاوړتیا او د تاوتریخوالي مخنیوي لپاره خورا مهم بللي وو.

د ملي امنیت شورا اعلامیه کې د ښاغلي محب له قوله راغلي: "طالبانو چې له حکومت او ټولنې سره یې مخينې تاوتريخوالي ته مخه کړې، د مذاکراتو له مېزه سفرونه کوي، وعدې ماتوي او له ازادېدو سره سره جګړې ته ستنېږي، په دې برخه کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا تحريمونه خورا مهم دي".

حمد الله محب د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې ته ویلي و، افغانستان او متحدان به یې دا ډاډ ترلاسه کوي چې پر طالبانو د ملګرو ملتونو بندیزونه دا ډله له تاوتریخوالي راګرځوي او د سولې هڅې پیاوړې کوي.

محب

د عکس سرچینه، MOHIB FACEBOOK

خو د طالبانو ویاند وايي د بندیزونو موضوع کې د دوی مقابل اړخ امریکا ده او د افغان حکومت څرګندونې ورته اهمیت نه لري.

ښاغلي مجاهد دلته یو ځل بیا وویل چې دوی دوحې تړون ته ژمن پاتې کېږي او له امریکا هم غواړي چې پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.

اروپایي ټولنې د تاوتریخوالي د ختمېدو غوښتنه وکړه

بل لور ته د اروپايي ټولنې چارواکو د بشري حقونو، ښې حکومتولۍ او کډوالو په تړاو له افغان چارواکو سره په یوه ویډیویي ناسته کې ویلي یوازې په بېړنۍ توګه د تاوتریخوالي درول کولای شي د سیاسي هڅو او جګړې د پای ته رسولو لپاره پر طالبانو باور ډېر کړي او د دې ډلې ریښتینولي په ډاګه کړي.

اروپايي ټولنې په جګړې کې له ښکېلو خواوو غوښتي چې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره د بشر دوستۍ او بشري حقونو نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي.

د دې ټولنې په وینا د ملکي وګړو، روغتیايي او ښوونیزو مرکزونو او بشري حقونو کارکوونکو ملاتړ په هر حال کې اړین دی.

اروپايي ټولنې او افغان حکومت موافقه کړې چې د سولې بهیر د ښځو، ځوانانو، لږکیو، کورنیو بیځایه شویو، کډوالو او د جګړې قربانیانو په ګډون سره پیاوړی کېدای شي.

دواړو لوریو ویلي، هغه شان چې په تېر نومبر کې د ژنیو په کنفرانس کې یې یادونه شوې وه په افغانستان کې باید د بشري حقونو او دیموکراسۍ په برخه کې شل کلنې لاس ته راوړنې خوندي او پیاوړې شي.

د اسیا او اوقیانوسیه سیمې چارو لپاره د اروپايي ټولنې مرستیالې پاولا پمپلوني په دې ناسته کې په افغانستان کې د ورستي تاوریخوالي او هدفي وژنو د ډېرېدو په اړه اندېښنه ښوولې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وايي د افغانستان وروستیو حالاتو په هکله د اروپايي ټولنې دریځ په دغه هېواد کې د سولې او ثبات د ټینګولو لپاره مهم دی.

د ملکي تلفاتو او هدفي وژنو ډېرېدل

افغانستان

د عکس سرچینه، EPA

اروپایي ټولنه په داسې حال کې دا دریځ اعلانوي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي 'یوناما' پخپل تازه رپوټ کې ویلي، که څه هم ۲۰۲۰ کال افغانستان کې د ولسي مرګ ژوبلې کچه راټیټه شوې وه، خو په تېره سپتمبر میاشت کې د سولې د مذاکراتو له پیلېدا وروسته په دې هېواد کې ولسي تلفات ډېر شوي دي.

یوناما د سې شنبې په ورځ‌ (فبروري ۲۳مه) په یوه تازه رپوټ کې ویلي، په ۲۰۲۰ کال د طالبانو او امریکا ترمنځ سولې تړون په لاسلیکېدو او د بین الافغاني خبرو پیلېدو سره میلیونونه افغانانو ریښتینې سولې ته هیله‌من شول، خو د کال په اوږدو کې جګړې دوام وکړ.

یوناما وایي، که څه هم د تېر کال لومړیو نهو میاشتو کې د اخترونو پرمهال د اوربند له امله ملکي تلفات راکم شول، خو د کال په وروستیو درېیو میاشتو کې ولسي مرګ ژوبله په بې ساري ډول لوړه شوه.

بل لور ته په افغانستان کې د هدفي وژنو لړۍ هم وېره او اندېښنې پیدا کړې دي.

په تېرو څو میاشتو کې په دې هېواد کې یو شمېر خبریالان، مدني فعالان او ځینې دولتي کارکوونکي په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

وسلوال طالبان ټینګار کوي چې خبریالان او مدني فعالان د دوی هدف نه دي. یادې ډلې د ملکي تلفاتو په اړه د ملګرو ملتونو وروستی رپوټ هم رد کړی او "سلیقوي" یې بللی.

خو افغانستان حکومت د هدفي وژنو او ملکي تلفاتو پړه تل پر طالبانو ور اچوي او ټینګار کوي چې دې ډلې له اروبنده په انکار کولو سره تاوتریخوالي ته زمینه برابره کړې ده.