طالبان: دوحه کې بین الافغاني مذاکرات به "ډېر ژر" بیا پیل شي

د عکس سرچینه، Taliban Political Office
افغان طالبان وایي، دوی په دوحه کې روانو بین الافغاني مذاکراتو ته ژمن دي او د خبرو دا درېدلې لړۍ به "ډېر ژر بېرته پیل شي".
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي سره خبرو کې که څه هم د خبرو د بیا پیلېدو لپاره کومه کره نېټه یاده نه کړه، خو ټینګار یې وکړ چې یقیناً به بيا پیلېږي.
یاده دې وي چې د سې شنبې پر ورځ د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله کابل کې یوې غونډه ته ویلي وو، طالبان د سولې لپاره هېڅ هم نه کوي او دوحه کې خبرو ته نه حاضرېږي.
همدا راز د ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون ګڼو افغان چارواکو پر طالبانو تور لګولی چې د دولت مرکچي پلاوي سره د خبرو پر ځای په بهرنیو سفرونو بوخت دي.
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي سره خبرو کې دا ادعا رد کړه چې دوی ګواکې له خبرو په شا شوي.
نوموړي وویل: "د خبرو بهیر خپلې جګې ټیټې لري. سلا مشورې ته پکې اړتیا وي. زموږ د مشرانو ځینې سفرونه مهم وو او په هغوی کې د مرکچي پلاوي د غړو ګډون هم مهم و، خو خبرې به یقیناً بیا پیلېږي".
د سولې خبرې درېدلې، خو تاوتریخوالی روان دی

د عکس سرچینه، Social media
په داسې حال کې چې دوحه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو مرکچي پلاو ترمنځ له تېرو درې اونیو راهیسې خبرې نه دي شوې، خو بل لور ته په افغانستان کې تاوتریخوالی نه دی کم شوی.
همدا نن چارشنبه پلازمینه کابل کې نن څلورو ماین چاودنو کی د دوو کسانو ژوند واخیست او پنځه نور یې ژوبل کړل.
په وژل شویو کې د پنځمې امنیتي حوزې امر او د هغه ساتونکی شامل دي. د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د دغه وژنې د غچ اخیستنې ویلي، خو طالبانو د نننیو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.
په داسې حال کې چې په افغانستان کې تاوتریخوالی زیات شوی، امریکا وايي په دغه هېواد کې یې په تېر یوه کال کې یو عسکر هم نه دی وژل شوي.
افغان امنیتی چارواکی وايي د طالبانو او مریکا ترمنځ له هوکړې وروسته دغه ډلې پر افغان امنيتي ځواکونو او عامو خلکو بریدونه زیات کړل، او په تیرو څو میاشتو کې د امنیتي ځواکونو سلګونه کسان وژل شوی دي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون بیا وايي د ۲۰۱۹ کال پرتله په ۲۰۲۰ کال کې د طالبانو له لوري په ښارونو او عامه ځایونو کې د عامو وکړو وژنه شل سلنه کمه وه.










