غني: افغانستان کې ثبات او هوساینې لپاره نړیوال او سیمه ییز تضمین اړین دی

د عکس سرچینه، ARG
افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، په اوسنیو شرایطو کې د یو باثباته او هوسا افغانستان لپاره نړیوال او سیمه ییز تضمینونه اړین دي. نوموړي دا څرګندوني سې شنبه د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي سره د ویډيو کنفرانس له لارې د خبرو پر مهال وکړې.
ولسمشر غني وویل، افغان ولس سوله غواړي، خو داسې یوه سوله چې تاوتریخوالی ورسره ختم شي، نه داسې سوله چې په هېواد کې د تراژیدۍ یو بل څپرکی پرانیزي.
هغه زیاته کړه، نړیواله ټولنه باید په افغان سوله کې پر ټولو ښکېلو غاړو غږ وکړي چې ورانکارو ډلو ته پټنځایونه ورنکړي او د خپلو ګاونډیو هېوادونو په چارو کې لاسوهنه ونکړي.
نوموړي همدا راز وویل، که طالبان او ملاتړي یې یو رښتیني سیاسي جوړجاړي ته غاړه کېږدي نو په افغانستان کې سوله شونې ده.
د ښاغلي غني په وینا، افغانان د تسلیمېدو خلک نه دي او ټول باید پوه شي چې افغان امنیتي ځواکونه د هېواد د دفاع وړتیا او هوډ لري.
هغه خبرداری ورکړی چې که افغانستان کې وضعیت کړکېچن شي نو پایلې به یې د سیمې او نړۍ لپاره خورا بدې وي.
افغان ولسمشر وویل، افغانستان په سیمه کې لا ډېر ملګري غواړي او د نورو هېوادونو په شخړو کې ور ګډېدل نه غواړي، خو د اصولو، دېموکراسۍ، سم چلن او د سیمه ییزې نښلونې ملاتړ به کوي.
مودي: افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي اندېښمن یو

د عکس سرچینه، PM of India
د هند لومړي وزیر هم د شاتوت بند جوړولو پروژې په دې غونډه کې وویل، هېڅ بهرنی ځواک د هند او افغانستان د ملګرتیا مخه نشي نیولی.
نوموړي زیاته کړه، افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي اندېښمن دی او ګوري چې دولتي کارکوونکي، خبریالان او نور خلک په هدفي بریدونو کې وژل کېږي.
د هند لومړي وزیر وویل، هند او افغانستان د دوو ستراتیژیکو ملګرو په توګه غواړي چې سیمه یې له ترهګرۍ او ورانکارۍ پاکه وي.
هغه د افغانستان او هند تاریخي ملګرتیا ته په اشارې وویل، دا دواړه هېوادونه یوازې په جغرافیې نه، بلکې په تاریخ او کلتور هم یو بل سره نښتي دي.
ښاغلي مودي وویل، کله چې د ۲۰۱۵ کال په دسمبر میاشت کې افغانستان ته په سفر تللی و نو داسې احساس یې کاوه چې خپل کور ته تللی دی.
نوموړي وویل: "زه غواړم هر افغان نارینه او هرې افغانې مېرمنې ته ډاډ ورکړم چې هند ستاسې ترڅنګ ولاړ دی، او غواړم د هغه باور لپاره مننه وکړم چې افغانانو تل پر هند کړی دی".
د سولې خبرې درېدلې، خو تاوتریخوالی روان دی

د عکس سرچینه، GettyImages
د افغانستان او هند مشران پر داسې مهال د خپلې ملګرتیا او سیمه کې د ثبات خبره کوي چې په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ بین الافغاني مذاکرات له څو اوونیو راهیسې په ټپه ولاړ دي.
خو بل لور ته په افغانستان کې د هدفي بریدونو او وژنو لړۍ روانه ده او کابو هره ورځ پلازمېنه کابل او ځینو نورو ښارونو کې دولتي کارکوونکي، مدني فعالان او یا هم خبریالان په نښه کېږي.
طالبان ټینګار کوي چې دوی په دې بریدونو کې لاس نه لري او غیر پوځي کسان د دوی په هدوفونو کې نه راځي.
خو افغان چاراکي نه یوازې تور لګوي چې طالبانو له اوربنده په انکار سره د تاوتریخوالي فضا رامنځته کړې، بلکې د ډېرو هدفي بریدونو پړه هم پر طالبانو ور اچوي.
بل لور ته د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ عمومي قومندان جنرال کېنېټ مکېنزې وايي په افغانستان کې د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه ډېره لوړه ده او دی د طالبانو د وروستیو کړنو په اړه اندېښمن دی.
نوموړي پرون دوشنبه امریکا کې د منځني ختیځ انسټیټیوټ ته په خبرو کې وویل په افغانستان کې د یوه سیاسي جوړجاړي لپاره اړینه ده چې طالبان هم ځینې ګامونه پورته کړي










