امریکا او اروپايي ټولنه: طالبان دې له تاوتریخوالي او ویجاړیو لاس واخلي

په کابل کې د امریکا سفارت، د اروپايي ټولنې پلاوی، د استرالیا، کاناډا، چک جمهوریت، ډنمارک، فنلنډ، فرانسې، جرمني او ایټالیا دیپلوماتیک ماموریتونه په افغانستان کې د هالنډ، اسپانیا، سویډن، بریتانیا امریکا دیپلوماتیک بنسټونه په افغانستان کې وژنې، سړي تښتونې او د حیاتي زېربناوو ویجاړول، چې زیان یې نېغ په نېغه ولسي وګړو ته رسېږي، غندي.
په کابل کې د امریکا سفارت په یوه ټویټ کې ویلي "له خپلو متحدینو او ملګرو سره یوځای موږ وژنې، تښتونې او د مهمو زیربناوو ویجاړول غندو، طالبان باید پر دې پوه شي چې د هغوی ویجاړوونکي او له تاوتریخوالي ډک اعمال نړۍ په غوسه کوي او باید په افغانستان کې د سولې په خاطر ترې لاس واخلي".
د اروپايي ټولنې په یوه خبرپاڼه کې بیا ویل شوي چې "طالبان د دا ډول هدفي تاوتریخوالو د ډېری پېښو مسئولیت لري او د دوی بریدونه دولتي ادارې کمزوری کوي او د یوه نامنه چاپېریال له رامنځ ته کېدو سره مرسته کوي".
یادې ټولنې ویلي، په افغانستان کې د سولې ټینګښت ته د دغو تاوتریخجنو پېښو ختمول ضرور دي.
اروپايي ټولنې په پای کې له طالبانو غوښتي چې تاوتریخوالی او د زېربناوو ویجاړول پای ته ورسوي او سولې ته خپله ژمنتیا وښيي.
طالبانو تر اوسه د اروپايي ټولنې او کابل کې د امریکا سفارت څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.
افغان مذاکراتي ټیم: طالبان د خبرو پرځای پر بهرنیو سفرونو بوخت دي

د عکس سرچینه، @SMP_AF
د افغان حکومت مذاکراتي ډلې د انلاین خبرې غونډې له لارې که څه هم وویل چې اوس خبرې له په ټپه ولاړ حالت سره نه دي مخ، خو زیاته یې کړه چې له شاوخوا دوو اوونیو د دوی او طالب استازو تر منځ هېڅ خبرې نه دي شوې.
طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی خو د دغه ډلې یوه سیاسي غړي څو ورځې وړاندې ویلي وو چې سولې ته د رسېدو او د ده په خبره د اسلامي نظام رامنځته کېدو لپاره باید ولسمشر اشرف غني واک پرېږدي.
په قطر کې د افغان دولت مرکچي پلاوي ویلي چې دوی د سولې خبرو دوام ته جدي اراده لري او غواړي چې له یوې سیاسي لارې ستونزې حل کړي، خو پر طالبانو یې تور پورې کړ چې پلاوی یې نورو هېوادونو ته په سفرونو دا بهیر ځنډوي.
د افغان دولت مرکچي پلاوي یوه غړي محمد رسول طالب زیاته کړه چې طالبانو په دوحه کې د مذاکراتو مېز پرېيښی او د سولې بهیر یې له خنډ او ځنډ سره مخ کړی دی.
"د افغانستان اسلامي جمهوریت پلاوی چې د جنوري په شپږمه دوحې ته راغلی؛ د دواړو پلاوو لخوا د وړاندې شویو اجنډاوو پر سر جدي مذاکراتو ته چمتو دی، خو مقابل لوری بهرنیو هېوادونو ته د سفرونو پر مټ هڅه کوي د دغه بهیر او هېواد په تړاو د هغوی د نظریاتو پر اساس پرېکړه وکړي. طالبانو د مذاکراتو مېز پرېیښی او د عامه ذهنیتونو د بدلون لپاره د نه منلو وړ او نا مؤجه پلمې وړاندې کوي".
د بین الافغاني مذاکراتو د دویم پړاو له پیلېدو وروسته د طالبانو د سیاسي دفتر یو شمېر غړو ایران او مسکو ته سفرونه وکړل.
د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره د طالب پلاوي لیدنه

د عکس سرچینه، IeaOffice
د طالبانو د سیاسي مرستیال او د دوی د قطر دفتر رییس ملا عبدالغني برادر نن (یکشنبه د سلواغې/دلوې ۱۲مه) تهران کې د ایران بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف سره لیدلي دي.
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم پر خپل ټویټر لیکلي دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړوندو موضوعاتو خبرې شوې دي.
ښاغلی نعیم لیکلي: "همدارنګه د افغانستان د حالاتو او بين الافغاني مذاکراتو په اړه، د دوحې د توافقنامې په پوره عملي کيدو، او افغانستان او سیمې ته د امن او سولې په ضرورت هم بحثونه وشول."
د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو دا پلاوی له تېرې اوونۍ راهیسې تهران کې دی او وړاندې یې له نورو ایراني چارواکو سره هم لیدلي دي.
خو د افغانستان د ولسمشرۍ یوه پخواني ویاند او د کورنیو چارو وزارت د ستراتېژۍ او پالیسۍ اوسني معین صدیق صدیقي د ملا برادر او جواد ظریف د لیدنې د خبر غبرګون کې پر خپله ټويتر پاڼه لیکلي "د دې پر ځای چې دوحه کې حضور ولري او مذاکرات وکړي، په میلمستیاو وخت تېروي."

د عکس سرچینه، IEAOFFICE
په مسکو کې د دغه ډلې یوه غړي شېر محمد عباس ستانکزي ادعا وکړه چې ولسمشر غني د سولې پر وړاندې خنډ دی او باید د سولې لپاره واک پرېږدي. خو افغان حکومت یې په غبرګون کې وویل چې ولسمشر د خلکو په رایو واک ته رسېدلی او د قانوني مودې له پوره کولو وروسته به بل ولسمشر ته واک پرېږدي.
د حکومت مرکچي پلاوی وایي، اوس په دوحه کې د هغو موضوعاتو د پلي کېدو په میکانیزم او څرنګوالي کار کوي چې دوی په اجنډا کې وړاندې کړي دي.
خو اوس چې مذاکرات له نا مالوم برخلیک سره مخامخ دي، د دغه پلاوي یوه غړې شریفه زرمتۍ وايي له کابله د حکومت د مشرتابه لارښوونو ته په تمه دي چې تر کله د طالبانو بیا خبرو پیلولو ته انتظار شي.
د افغان حکومت او طالب استازو تر منځ دا پړاو خبرې ۲۵ ورځې وړاندې د اجنډا پر سر په بحثونو پیل شوې.
د افغان حکومت د مذاکراتي ډلې په اجنډا کې ۲۸ موضوعاتو ته ځای ورکړل شوی چې په سر کې یې اوربند او د دوی په وینا په عادلانه سیاسي نظام کې ګډون دی.
د طالبانو لخوا په اجنډا کې ۲۲ موضوعات یاد شوي چې په سر کې اسلامي نظام او د مشرتابه ټاکل دي.
'له طالبانو سره د امریکا تړون نیمګړی دی، ښايي افغانانو ته بده راتلونکې ولري'

د عکس سرچینه، GettyImages
د امریکا له متحدو ایالتونو رپوټونه وايي، د ولسمشر جو بایډن سلاکارانو هغه ته ویلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون نیمګړی دی او کېدای شي افغانستان کې د خلکو لپاره خطرناکې پایلې ولري.
دا تړون چې د تېر کال فبرورۍ میاشت کې لاسلیک شوی دی، ټاکل شوې ده چې له مخې به یې د روان کال تر مې میاشتې امریکا له افغانستانه خپل پوځيان وباسي.
تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د ملي امنیت سلاکار ویلي وو چې دې تړون ته به له سره کتنه کوي.
خو د سلاکارانو د دغو نویو غوښتنو په تړاو د امریکا ادارې په رسمي توګه څه نه دي ویلي.
د امریکا دفاع وزارت د افغانستان د امنیتي حالاتو بشپړه ارزونه کوي او د چارو شنونکي پر دې باور دي چې په دې تړاو ترلاسه شوې پایلې ښايي تر مې میاشتې افغانستان کې د پاتې دوه نیمو زرو امریکايي سرتېرو ایستلو پر پرېکړه اغېز ولري.
د امریکا د پوځ د لویو درستیزانو د جرګګۍ پخواني مرستیال ویلي، که افغانستان کې امنیتي حالاتو ته له پام پرته ټول امریکايي سرتېري مې میاشت کې له افغانستانه ووځي، نو کېدای شي کورنۍ جګړې ته لار پرانیزي.
د نوموړي په وینا، شونې ده چې له دې سره امریکایانو ته له القاعدې نوی ګواښ رامنځ ته او سوېلي اسیا کې د امریکا د اغېز ځای ناستي ایران او روسیه وي.

د عکس سرچینه، GettyImages
د دغه پخواني امریکايي پوځي چارواکي په وینا، مریکا له طالبانو سره معامله کې پر دې نه ده توانېدلې چې له هغوی القاعدې سره د پرېکون ژمنه واخلي او اوربند هم نه دی شوی.
وړاندې د امریکا د خزانې وزارت یوه څانګه چې د ترهګرۍ پر مالي سرچینو څار کوي، خپاره کړي یوه رپوټ کې ویلي وو چې القاعده د طالبانو په ملاتړ خپل فعالیت ته دوام ورکړی او پیاوړې کېږي، خو طالبانو د امریکا دغه راز ویناوو ته غبرګون کې ویلي چې دوی له امریکا سره تړون کې کړې ژمنې پوره کړې دي او د دوی تر واک لاندې سیمو کې د القاعده غړي نه شته.
په ورته وخت کې د لوېدیزو رسنیو د رپوټونو پربنسټ، افغانستان کې د یوه یرغمل شوي قراردادي مارک فریرچز ملاتړو او خپلوانو پر ولسمشر جو بایدڼ غږ کړی تر هغه چې ښاغلی فریرچز چې د امریکايي چارواکو په باور له یو کال راهیسې له حقاني شبکې سره دی، خوشی نه شي، له افغانستانه دې پاتې امریکايي ځواکونه نه باسي.
د چارو څارونکي پر دې باور دي چې د ښاغلي فریرچز د ملاتړو غوښتنه د امریکا پر نوې ادارې په بالقوه ډول شته فشارونه لا ډېروي.












